لیکوال : هارون راعون
د قرغیزستان له خوا د اسلامي امارت د چارواکو نومونه د "ممنوعه ډلو" له نوملړه ایستل، او همداراز د اقتصادي اړیکو پراخول، یو مهم سیاسي پیغام لري. که څه هم دا مستقیم رسمیت نه دی، خو دا یو نیمه رسمي تعامل بللای شو، چې په تدریجي توګه د رسمیت پېژندنې تمایل ته اشاره کوي. د رسمیتپېژندنې مسله نړیوال مشروعیت ته زمینه مساعدوي، او د امارت لپاره د بندیزونو او سیاسي انزوا پای ته رسېدو زمینه برابروي. په سیمهییزه کچه، دا اقدام د "de facto" تعامل د دوام لامل کېږي، چې په نرم قوت (Soft Recognition) مشهور دی.
د ټولیز امنیت د تړون سازمان (CSTO) چې روسیه، قزاقستان، قرغیزستان، تاجیکستان، ارمنستان او بلاروس غړیتوب لري، امنیتي تړاوونه د غړو هېوادونو ترمنځ همغږي کوي. د ولسمشر جباروف له قوله، "دوامداره څارنه" پدې معنا ده چې افغانستان یو داسې امنیتي فکتور دی، چې بېپروا پرېښودل یې ممکن د منځنۍ اسیا د ثبات لپاره خطر پېښ کړي. دا څارنه ممکن درې ابعاد ولري:
سیاسي: د اسلامي امارت د سیاستونو تحلیل.استخباراتي: د ممکنو ترهګرو ډلو د فعالیتونو ارزونه.پوځي: د سرحدي شخړو یا نفوذ مخنیوی.پدې معنا، چې د سازمان غړي هېوادونه د امارت د حکومت د ماهیت، ثبات، او د هغوی د "غیر دولتي وسلهوالو ډلو" سره د اړیکو ارزونه کوي، څو د خپلو سرحدونو لپاره خطرونه کم کړي.
C5+1 چې د منځنۍ اسیا پنځه هېوادونه (قزاقستان، قرغیزستان، تاجیکستان، ازبکستان، ترکمنستان) او چین یا امریکا پکې شامل دي، د عملمحور سیاست پر بنسټ له اسلامي امارت سره اړیکه غواړي. دا هېوادونه:
د رسمي تعامل پر ځای، له اسلامي امارت سره د اقتصادي همکاریو او سرحدي همغږۍ تمرکز کوي.دوی غواړي چې افغانستان د ترانزیتي دهلیز په توګه وکاروي، نه د بحران سرچینه.چین، په ځانګړې توګه، د "یو کمربند – یوه لار" ستراتیژۍ له لارې د افغانستان ثبات غواړي، خو له رسمي اعترافه ځان ساتي.دا ښيي چې د پراګماتیزم سیاست غالب دی، نه ارزشي اصول. یعني، که اسلامي امارت د ثبات تضمین ورکړي، دا هېوادونه به ورسره تعامل ته دوام ورکړي.
افغانستان دا مهال د "ثبات – انزوا – تعامل" ترمنځ ولاړ دی. له یوې خوا نسبي امنیت، له بلې خوا نړیوال سیاسي انزوا، او له دریمې خوا د سیمهییزو هېوادونو اقتصادي تعامل، د یو متناقض وضعیت نمایندګي کوي. د اسلامي امارت د بهرني سیاست بریا به تر ډېره د داخلي شفافیت، ټولشموله حکومت، د ښځو حقونو، او ترهګرو ډلو سره د اړیکو پرېکون پورې اړه ولري. د حالاتو دوامداره څارنه ښيي چې لا هم شکونه شته.
لیبرالیزم د نړیوالو اړیکو په تیورۍ کې یو بنسټیز لید لري چې پر همکارۍ، قانون، او متقابل وابستګۍ (Interdependence) تمرکز کوي. د لیبرالیزم له نظره:
د قرغیزستان له خوا د همکارۍ غږ او د افغانستان څارنه، د دولتونو ترمنځ د تفاهم او همکارۍ غوښتنه ښيي.د C5+ تعاملات د اقتصادي وابستګۍ له لارې د سولې د تامین هڅه ده.د نړیوالو سازمانونو لکه (CSTO) رول د لیبرالیزم لپاره مهم دی، ځکه دا سازمان د دولتونو ترمنځ د همغږۍ او د شخړو د مخنیوي وسیله ګرځي.که افغانستان د نړیوالو اصولو (د بشري حقونو، سیاسي مشارکت، او ښځو تعلیم) ته ژمن نه شي، نو د لیبرال تیوري له مخې به د رسمیتپېژندنې چانسونه راکم شي.د قرغیزستان له خوا د افغانستان څارنه، د سیمهییزو امنیتي اندېښنو استازیتوب کوي، نه یواځې د نظارت، بلکې د تعامل پیل هم ښيي. اسلامي امارت که څه هم له رسمي مشروعیت بېبرخې دی، خو سیمهییز هیوادونه یې په تدریجي ډول د "عملمحور" تعامل لور ته راکاږي. د لیبرالیزم له مخې، د سیمهییزې همکارۍ پراخوالی کولای شي د ثبات فضا رامنځته کړي، خو دا یوازې هغه مهال عملي کېږي، چې افغانستان د نړیوالو ارزښتونو احترام ته چمتو شي.
ماخذونه
1. Tolonews, (2025-06-20). Kyrgyz President: Continuous monitoring of Afghanistan is essential for regional security. https://tolonews.com/pa/afghanistan-194727
2. Joseph Nye (2004). Understanding International Conflicts: An Introduction to Theory and History
3. Robert Keohane & Lisa Martin (1995). The Promise of Institutionalist Theory – International Security, Vol. 20, No. 1
4. John Baylis, Patricia Owens, Steve Smith (2017). The Globalization of World Politics – Oxford University Press 7: Liberalism
5. Barnett Rubin (2002). The Fragmentation of Afghanistan – Yale University Press
6. Alexander Cooley (2012). Great Games, Local Rules: The New Great Power Contest in Central Asia – Oxford University Press
7. Thomas Barfield (2010). Afghanistan: A Cultural and Political History – Princeton University Press