عمران اختر
د ایران او اسراییلو ترمنځ اوږده شخړه، چې مذهبي، ایډیولوژیکي او ستراتیژیک بنسټونه لري، د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ له خوا د ایران پر اتومي تاسیساتو د برید له اعلان وروسته نوي، خطرناکو پړاوونو ته ننوته. ټرمپ دا بریدونه "پوځي بریا" وبلل او د قاسم سلیماني د وژنې یادونه یې د نړیوال امنیت لپاره یو ضروري اقدام وګاڼه. دغه بیانونه د امریکا د بهرني سیاست د تقابلي او یرغلګر طبیعت څرګندونه کوي، چې د نړیوال سیاست له ریالیسټي لیدلوري سره بشپړه همغږي لري.
اسراییل د ایران اتومي پروګرام یو وجودي ګواښ ګڼي، ځکه نو هڅه کوي د امریکا پوره ملاتړ تر لاسه کړي. امریکا چې له اسراییلو سره کلکې ستراتیژیکې اړیکې لري، د همدې اړیکو په چوکاټ کې د ایران پر وړاندې مستقیم دریځ نیولی. د ټرمپ وروستي اقدامات، که د سلیماني وژنه وي یا د فردو، نتنز او اصفهان پر تأسیساتو بریدونه، دا ټول د امریکا ـ اسراییلو د ګډ امنیتي تړون ښکارندویي کوي. دا څرګندوي چې د امریکا مداخله یوازې د خپلواکو پریکړو پر بنسټ نه ده، بلکې د اسراییلو د امنیت لپاره یوه طرحه شوې استراتیژي ده.
د امریکا نظامي بریدونه، که څه هم له دبلوماټیکو ژبو سره "د سولې لپاره فشار" معرفي شوي، خو عملاً د سیمې ثبات له جدي ګواښ سره مخ کوي. دا اقدامات د ایران له لوري احتمالي ځوابي اقدامات راپارولای شي، چې د حزبالله، حوثیانو او نورو نیابتي ډلو له لارې د امریکا او اسراییلو پر ګټو حملې زیاتېدای شي. دا حالت به سیمه د یوه پراخ نیابتي جنګ خوا ته بوځي، چې پایله به یې د خلیج هېوادونو، سوریې، عراق او حتی ترکیې پر امنیت هم بده اغېزه وکړي.
د اسلامي هیوادونو غبرګون، لکه څنګه چې تمه ده، یو ډول نه دی. که څه هم ایران د شیعه مذهب مهم مرکز دی، خو د سني اسلامي هېوادونو لکه سعودي عربستان، مصر او ترکیې سره یې اړیکې له رقابت، شکوکو او سیالۍ ډکې دي. له همدې امله، د ایران د ملاتړو اجماع یوازې له محدودو هېوادونو سره محدودېږي، لکه سوریه، حزبالله، او حوثیان. دا د سیمې د مذهبي ـ سیاسي وېش ښکارندویي کوي، چیرې چې د اسلامي هیوادونو ترمنځ یووالي نه، بلکې ژور اختلافونه لیدل کېږي.
پاکستان، چې هم له ایران سره پوله لري او هم له امریکا سره اوږدمهاله ملګرتیا، هڅه کوي خپله سیمهییزه او نړیواله معادله وساتي. د ټرمپ له ادارې سره د پاکستان نږدې والي څو علتونه لري: د نړیوالو مالي مرستو اړتیا، د هند سره ستراتیژیک رقابت، او د افغانستان د سولې په پروسه کې د یوه کلیدي لوبغاړي رول. پاکستان د دې همکارۍ له امله هڅه وکړه چې له ټرمپ سره اړیکې پیاوړې وساتي، او حتی هغه یې د سولې نوبل جایزې ته نوماند کړ – یو داسې سیاسي ګام چې هدف یې د امریکا له فشار نه، ګټه پورته کول وو.
د ریالیزم له نظره، د نړیوال سیاست محور د قدرت، امنیت او ملي ګټو پر بنسټ ولاړ دی. د دې نظریې له مخې، د امریکا بریدونه د ملي امنیت، د اسراییلو د بقاء، او د قدرت د توازن د خونديتوب لپاره توجیه لري. ریالیزم پر اخلاقي ارزښتونو یا نړیوالو اصولو باور نه لري، بلکې دا استدلال کوي چې "د دولت بقاء او ګټې تر هر څه لوړ دي." له همدې امله، د امریکا یرغلونه که څه هم تر نړیوال قانون لاندې مشروع نه وي، خو د ریالیسټي منطق له مخې دفاع وړ دي.
په پای کې، د ټرمپ څرګندونې، د امریکا بریدونه، او د سیمهیزو قدرتونو دریځونه دا ښيي چې منځنی ختیځ یو ځل بیا د بېثباتۍ پر خوا روان دی. د سولې شعارونه، تر هغه چې د ګټو تقابل، د قدرت سیالۍ او د باور کمښت پای ته نه وي رسېدلي، یوازې د سیاستي مشروعیت لپاره کارول کېږي. حل لاره په سیمهییزو تفاهماتو، ډیالوګ، او متقابل درناوي کې ده، نه په نظامي زور، نیابتي جګړو او یرغلګر دریځونو.
ماخذونه:
1. Associated Press. (2025, June 21). US inserts itself into Israel’s war with Iran, striking 3 Iranian nuclear sites. AP News. https://apnews.com/article/israel-iran-war-nuclear-talks-geneva-news-06-21-2025-a7b0cdaba28b5817467ccf712d214579
2. Sheth, S. (2025, June 21). US warplanes bombed Iran's most protected nuclear site. Trump says it was 'totally obliterated.' Business Insider. https://www.businessinsider.com/us-warplanes-just-bombed-irans-nuclear-sites-2025-6
3. Berg, R. (2025, June 21). U.S. Joins Israel in Strikes on Iranian Nuclear Sites, Trump Announces, Risking Wider War. Time. https://time.com/7296469/u-s-strikes-iran-nuclear-trump-war/
4. CBS News. (2025, June 21). Trump calls Iran strikes a ‘military victory’ and warns of more. https://www.cbsnews.com/news/trump-iran-strike-military-victory-nuclear-sites-2025/
NBC News. (2025, June 21). Trump addresses nation after Iran strike. https://www.nbcnews.com/video/trump-addresses-nation-after-iran-strike-june-2025