په دغه ارتباطي-څېړنيزه ليکنه کې کوښښ شوی دی؛ چې د نړۍ د اطلاعاتو جريان د يو نړيوال کميسيون لخوا ارزونه وشي. نو د همدې له وجهې نه دغه ليکنه (د معلوماتو په خپراوی کې د مک کميسيون موثريت) تر عنوان ليکل شوی. دغه کميسيون په ۱۹۷۷م کې د هېوادونو په درخواست د يونيسکو سازمان په چوکات کې رامنځته شو. او د دووه کالو په موده کې د ارتباطاتو په برخه کې پراخ تحقيقات ترسره کړی دی. خو په دې لېکنه کې کوښښ شوی دی؛ يوازې د اطلاعاتو جريان په برخه کې د دې کميسيون موثريت څرګند شي.
اهميت: داطلاعاتو خپراوی ستونزې باندې پوهېدل او بيا د يو نړيوال کميسيون لخوا د يادو ستونزو تجزيه او تحليل او بلاخره د مک برايډ کميسيون له نظره د يادو ستونزو حل لارې؛ زمونږ د اړيکو برخې مسئولينو، د ژورناليزم او اړيکو برخې محصلينو ته لوړ تحقيقي ارزښت لري.
هدف: د اطلاعاتو خپراوی په برخه کې د مک برايډ کميسيون رول او موثريت ارزونه کول.
تګلاره: په دغه لېکنه کې کوښښ شوی دی چې تر يو حده له کمي تحقيق له ميتودونو څخه استفاده وشي او د ارقامو او اعدادو په ښودلو سره يوې منطقي پايلې ته ورسېږو. او ورسره کتابتوني، پرتليز، مناقشې ميتودونو څخه هم استفاده شوی دی.
پايله: د اطلاعاتو خپراوی په برخه کې د مک برايډ کميسيون موثريت په دوه ټکو کې خلاصه کولای شو. لومړی دا چې د نړۍ اطلاعاتو څرنګوالي په اړه پراخ تحقيقات ترسره کړی او ګڼي ستونزې په ګوته کړی دی. او دويم دا چې ياد کميسيون د يادو ستونزو د حل په موخه مناسب حل لارې پيشنهاد کړی دی. د اطلاعاتو خپراوی په برخه کې دوه مهمې ستونزې شتون لري. لومړی په نړيواله کچه د اطلاعاتو وسايلو د انحصار مسئله ده. له دې څخه هدف دا دی چې اطلاعاتي وسايل لکه: کتاب، راډيو، تلويزون، خبري آژانسونه سينما ماهواره ... او داسې نور وسايل د څو محدودو هېوادونو په لاس کې دی. او دويم دا چې د نړۍ اطلاعاتي جريان متعادل او عادلانه نه دي. يعني د نړۍ اطلاعاتو خپراوی يا جريان يوه جهته وي. او اکثراً اطلاعات له پرمختللي هېوادونو څخه د مخ پر ودې هېوادونو خواته د حرکت په حال کې وي. د دې کميسيون له نظره دغه دوه ستونزې بايد حل شي. او د حلولو لپاره کميسيون په دې باور دی چې دغه ستونزه يوه دوامداره او ټول ګډونه مرستې ته ضرورت دی. د کميسيون له نظره د دې ستونزو حلول د ټول مسئوليت دی او دغه مسئوليت د هېوادونو، نړيوال سازمانونو، د ارتباطي مسايلو پوهانو او محققانو کار دی. ترڅو په ګډه کار وکړي. او د نړۍ اطلاعاتي او ارتباطي سيسټم ته يو نوی نظم ورکړي.