د برنارډ شاو پېژندنه او غوره ويناوې

R
Riaz Muqamzai
Author
Nov 28, 2020
5 years ago
3,473 views
د برنارډ شاو پېژندنه او غوره ويناوې

ددې ستر آیرلینډي لیکوال بشپړ نوم جورج برنارډ شاو "Georg Bernard Shaw" دی. د انګلېسي ادبیاتو په ډرامه لیکونکو کې د لومړي قطار له کسانو څخه شمېرل کېږي. نوموړی په "۱۸۵۶م" کال د آيرلینډ په مرکز دوبلین کې دې نړۍ ته سترګې وغړولې. دا چې کورنۍ یې ډېره غریبه او ناچاره وه نو تل به یې د مور او پلار ترمنځ شخړه وه، نو ځکه خو د برنارد شاو ماشومتوب له خواشينيو خلاص نه و. د همدې اقتصادي ستونزو له کبله یې ایله تر ۱۴ کلنې زده کړې وکړې او په ۱۵ کلنۍ کې یې دنده واخیسته تر څو کورنۍ ته یوه مړۍ ډوډۍ پيدا کړي. نوموړي د ځمکو د خرڅلاو له یوه شرکت سره نږدې څلور کاله دنده وکړه او د خپلې کورنۍ لګښتونه یې پوره کول.
 کله چې دی د لندن له کاري فرصتونو خبر شو نو له خپلې مور سره هلته لاړ، تر څو ډېرې پیسې وګټي. په لندن کې یې د کار کولو ترڅنګ بېلابېلې ورځپاڼې او همدارنګه سیاسي او ادبي کتابونه ولوستل. نوموړي په لندن کې د سوسیالیستي انجمن غړيتوب هم واخیست. 
 له "۱۸۸۵م" کال وروسته يې ځينې ډرامې ولیکلې او ځانګړي مينه وال یې پيدا کړل. په لیکنو کې یې طنزي اړخ زیات پياوړی و.
 ځينې ډرامې یې زیاتې مشهورې شوې، لکه: (سنټ جان، ډاکټر په دوه لارې کې، زړه ماتوونکی کور، د جان بول بله جزیره او ...)
 برنارد شاو ته په ۱۹۲۵ کال کې د نوبل جایزه ورکړل شوه. په دې وخت کې د نوموړي عمر ۶۹ کاله وو نو ځکه دی یو له هغو کسانو څخه شمېرل کېږي، چې په لوړ عمر کې یې دغه ستره جایزه ترلاسه کړه.
 برنارډ یو هوښيار او ځيرک انسان و. دی به ډېر ټوکمار تو حاصر ځوابه و. د نوموړي په باب یوه مشهوره کیسه داسې ده، چې برنارډ شاو ته کومې فلمي لوبغاړې د واده وړانديز وکړ. ده ورته وویل: ته په کوم دلیل ماسره واده کوې؟
 هغې وویل: زه ډېره ښکلې یم او ته ډېر هوښيار نو که چېرې زموږ اولاد پيدا شي، عقل کې به تاته ورته شي او ښکلا کې ماته نو ښه نسل به وي. 
 برنارد شاو وویل: دا غوښتنه دې نه منم. هسې نا، عقل کې تاته وشي او څېره کې ماته.
 بالاخره دغه ستر لیکوال د "۱۹۵۰م" کال د نومبر د میاشتې په دویمه نېټه ومړ.

 د برنارد شاو ځينې ويناوې
 ـ ناسم معلومات، له ناپوهۍ څخه ډېر خطرناک دي.
 ـ ډېر نصیحت مه کوه، ځکه جاهل د چا خبره نه اوري او عاقل ورته اړتيا نه لری. 
 ـ تل رښتيا وایه، خو هره رښتيا مه وایه!
 ـ پیسې لوږه ختموي، خو درد او غم نه شي ختمولای.
 ـ ډېر خلک د دعا پر ځای سوال کوي.
 ـ ټول ستر حقیقتونه لومړی د شریعت خلاف معلومېږي.
 ـ څوک چې یو څه کولی شي، کوي یې او څوک چې یې نه شي کولای نيوکې کوي.
 ـ مذهب یو دی، خو تعبیرونه یې په زرګونو.
 ـ ډېر لږ خلک بې وزلي زغمي.
 ـ استعداد یعنې له خپل زور او عقل څخه هممهاله ګټه اخيستل.

Related Articles

Aug 16, 2024
1,890 views

په هیواد کې د ډبرو سکرو په مرسته د بريښنا تولیدول – یوازینۍ لار ده او که نور ګټور بدیلونه هم شنه؟

د الله ج شکر ده چې  په هیواد کې د برښنا د تولید لپاره د طبعي منابعو پریمانه امکانات شته، لکه باد، اوبه (رواني اوبه/سندونه)، ذخیره شوي اوبه (د اوبو بندونه)، او تر ټول مهم لمر (شمسي انرژی او د شمسی انرژی پلاټونه). په دغو طبعي منابعو برسیره د طبعي ګاز ا...

May 07, 2021
1,714 views

تجارت رسانه یی

تجارت رسانه یی مصطفی عمرزی فضای پس از حاکمیت طالبان، زمینه های زیادی را از جمله برای تجارت گسترده، آماده ساخت. یکی از موارد آن، تجارت رسانه یی ست که در حدود فعالیت نشریه ها، رادیو ها، تلویزیون ها و آژانس های خبری، صورت می گیرد.  حکومت افغانستان که...

Jul 26, 2022
5,277 views

غرونه او سيندونه

د هندوکش غر: دا غر دهيواد په منځ کی داسې غځيدلی پروت دی چی د هيواد شمالي برخه د جنوب،اوجنوب ختيزو برخو څخه بيلوي . د سمندر له سطحې نه يې لوړوالی ٧٧٤٠ متره دی . لوړه څوکه يې د تيراج مير په نامه ياديږی چې تل په واروو پوښل شوی وی . دهيواد زياتره سيندونه...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,748 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,143 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,035 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...