To start downloading books

Please sign in or create an account.

Ketabton 4 years ago 3,320
غواړم لیکواله شم؛ خو څنګه؟

غواړم لیکواله شم؛ خو څنګه؟

یوې خور په فېسبوک کې پيغام راته پرېښی و، لیکلي یې وو: «ډېری وخت غواړم يو څه وليکم او هغه څه چې ذهن کې يې لرم، کټ مټ یې لوستونکو ته وړاندې کړم؛ خو په خواشینۍ سره دا کار کوی نه شم، ځينې وخت کلمې رانه ورکې شي او کله هم وایم، څه چې لیکم، د لیکلو نه دي، په دې اړه مې انټرنېټ کې پلټنه کوله چې ستاسو لیکنه (پښتو مه سختوئ، بلکې غني یې کړئ!) مخې ته راغله نو ځکه مې درته مزاحمت وکړ او پيغام مې درکړ؛ نه پوهېږم ولې مې زړه غواړي یوه ښه لیکواله و اوسم، په داسې حال کې چې تر اوسه مې هېڅ شی هم نه دي لیکلي؟»

هغې خور ته مې همغه لحظه په ځواب کې ولیکل: تاسې همدا اوس خپله خبره (نه یې شم کولای) بدله کړئ او پر ځای يې ووايئ، (کولای يې شم) د (نشم کوی) کلمه غلطه ثابته کړئ، ځکه چې تاسې یې کولای شئ او همدا چې اوس مو راته دومره منظم او اوږد پيغام او د خپل زړه خبره لیکلې، همدا لیکل دي او همدا د لیکلو هڅه ده، لیکل نور کوم خاص چل نه غواړي، بلکې هغه څه مو چې زړه کې وي، په خپله ژبه او طرز يې له کومې وېرې پرته ولیکئ، داسې فکر مه کوئ چې دا به ناسم یا بې مانا وي، څوک به را پورې وخاندي او نيوکه به را باندې وکړي چې دا دې څه لیکلي؟

 نه، هېڅ کله هم نه، تاسې یې لیکلی شئ، یوازې همدغه فکر درلودل، ستاسې د لیکوالۍ وړتیا ښيي، يوازې خپل فکر او همدغه احساس ته مو د عمل بڼه ورکړئ؛ وېره مو له زړه لیرې کړئ، هغو ملګرو نه چې دې برخه کې عملي تجربه  لري، پوښتنه وکړئ او پرلپسې هڅه وکړئ.

سره له دې چې د لیکوالۍ اړوند د ادیبانو او استادانو له خوا ښې لارښوونې او موضوعات لیکل شوي؛ خو ما وغوښتل په دې اړه له خپلې تجربې یوڅه ولیکم. ادبیاتو پوهنځي کې به مو د زده کړو پر مهال تل له استادانو په ځانګړې توګه د لیکوالۍ له استاد څخه همداسې پوښتنې کولې او ان تر اوسه چې له فراغت مو ډېر کلونه تېر شوي، زما په ګډون ډېری ټولګیوال او نور ځوانان همدا (څنګه يې وليکم) وېره لري.

 که یې ولیکم ناسم به وي، څوک به را پورې وخاندي؛ خو داسې نه ده، که هر څوک هره برخه کې وغواړي یو کار ترسره کړي کولای یې شي؛ خو په دې شرط چې ټینګه اراده وکړي، وېره له زړه وباسي، د لنډو ليکنو هڅوونکي کتابونه ولولي، له هڅوونکو ملګرو سره اړیکه وساتي او خپله خپل ځان ته د (نه یې شم کولای) له پاره د پلمو جوړولو فکر له خپل ذهن ایسته کړي. 

ما هم ډېری وخت ټولنیزو رسنیو کې لیکنې کولې او کوم یې؛ خو د همدې وېرې له کبله به مې د منظمې لیکنې هڅه نه کوله، که به مې کوم څه وهم لیکل، چا سره به مې نه شریکول چې هسې نه را پورې وخاندي او ووایي چې دا دې څه بې مانا لیکنه کړې؟ 

یوه ورځ مو د لیکوالۍ د چېپتر استاد، د درسي ساعت په پای کې کورنۍ دنده راکړه؛ ویې ویل، سبا چې له کوره تر پوهنتونه راتلئ، د راتګ ټوله کيسه مو (دا چې څه وخت له کوره را ووتئ، څه ډول موټر کې راغلئ، په لاره مو څه په زړه پورې تر سترګو شول، کوم څه خوشاله او خفه کړئ او په پای کې څومره وخت او څنګه پوهنتون ته را ورسېدئ؟) پرته له دې چې د خپلو لیکلو د ډول د ښه او بد په اړه فکر وکړئ، ولیکئ، بل درسي ساعت کې یې بیا ګورم.

 بل درسي ساعت کې ډېرو ټولګیوالو يو څه لیکلي وو، استاد ویل، مخکې تاسې فکر کاوه او ویل به مو چې ليکی يې نه شو او څنګه یې ولیکو؟ همدغه د لارې کيسه مو چې لیکلې، همدغه لیکل دي، تاسې هر یو لیکوال ياست او يو څه ليکی شئ، له زړه مو وېره لیرې کړئ، په همدې تخنیک له لیکلو سره ځان بلد کړئ، بیا د منظمې لیکنې لپاره لا زیاته مطالعه وکړئ او د هغو خلکو له تجربو ګټه واخلئ چې هغوی هم لومړیو کې ليکوال نه وو او څه يې ليکی نه شوای، خو اوس ښه لیکوال دي؛ د دغسې خلکو تجربې اورېدل، مطالعه او خپله پرلپسې هڅه مو لیکنه لا پياوړې او منظمه کوی شي.

ما هم له کله نه چې دغه وېره له زړه ایسته کړې، د متفرقه او هره ورځ ټولنیزو رسنیو(فېسبوک او ټوېټر…) لیکنو تر څنګ مې څو منظمې لیکنې وکړې او په یوه باوري ویبپاڼه کې خپرې شوې چې د ډېرو ملګرو له خوا مې دغه هڅه ستایل شوې او زه یې لا نورو لیکنو ته هم هڅولی یم.

زه اوس د ادبیاتو د یوه زده کوونکي په توګه دا وېره او شرم نه کوم چې څوک به مې پر لیکنه پورې وخاندي، سره له دې چې خپله مې هم ادبیات لوستي، اوس دا وېره او هم شرم نه کوم چې څنګه خپله لیکنه بل چا ته د اېډېټ لپاره ورکړم، بلکې هر وخت چې يو څه ليکم، له خپرېدو مخکې يې، له خپل یوه ملګري سره چې په دې برخه کې ډېره تجربه لري شریکوم او د هغه له نظر اخیستو، کتنې او د لیکنې د ښه والي او د ليکنې په اړه له هر اړخيز ډاډ وروسته يې خپروم. له باتجربه ملګرو سره د داسې هڅو شریکول په لاندې ډول ډېرې ګټې لري:

 لومړی، د خپلې لیکنې ستونزې او کمي راښيي چې بيا کولای شو په نورو لیکنو کې يې سم کړو او پاملرنه ورته وکړو.

دویم، دا چې که مو لیکنه ښه وي، ستایل کېږو چې دغه ستاینه انسان لا ډېر پياوړی او د لا ډېرو لیکلو حوصله ورکوي.

درېيم، تر ټوله ښه خبره يې دا چې له تجربه لرونکو ملګرو سره مشوره انسان ته ډاډ او قوت ورکوي، څو په ډاډه زړه خپله لیکنه له نورو سره له کومې وېرې پرته (څوک به را پورې وخاندي، څوک ونه وایي چې دا دې څه بې مانا لیکنه کړې.) شریکه کړي.

نو ټولو هغو کسانو ته چې زما په څېر د ليکوالۍ نوې تجربې اخلي وايم، هره ورځ يوه وړه ليکنه وکړئ که مو له يوې زياتې وکړې لاښه، د هېچا په خبره او منفي نظر پسې مه ګرځئ، تر هغې چې له (خلک به څه وايي) ځان خلاص نکړئ بريا به مو ستونزمنه وي. 

هرې وړې ليکنې ته مو چې ښه منځپانګه (محتوا) ولري انکشاف ورکوی شئ، نورې بېلګې ورسره زياتوی شئ او يوه ښه او په زړه پورې ليکنه ترې جوړوی شئ. د ليکوالۍ له پاره تر ټولو لوی درس او تر ټولو لویه تجربه په ځان ډاډ دی دا چې تاسې کوی شئ.

نو هره ورځ يو څه وليکئ او ښه ليکوال شئ.

Related Articles

!له ګناه څخه د خلاصون لارې

  ليکنه ـ شکېبا نادري،له ګناه څخه د خلاصون لارې!   الله د ځمکې پر مخ انسانان د یوې ځانګړې موخې لپاره پیدا کړي دي او څو څو ځله یې د انسان د خلقت موخه په قران کریم کې په ښکاره توګه بیان کړې او فرمایلي یې دي: {وما خلقت الجن و الانس الا لیعبدون}  ژباړه: پېریان او انسانان مو نه دي خلق کړي، مګر د عبادت لپاره. د دې ایت په لیدو سره موږ ته معلومیږي چې د...

د یلدا شپه د کال تر ټولو اوږده شپه

لیکنه: شکېبا نادري د یلدا شپه د کال تر ټولو اوږده شپه   موږ په ژوند کې بېلابېلې ځانګړې ورځې لرو او نمانځو یې، خو دا ورځې ځینې پر مذهب او ځینې پر ورځینو رواجونو پورې اړه لري، پر مذهب او عقیدې پورې تړلې ورځې لکه، میلاد نبي او یا د اشورا ورځ او داسې نورې ورځې دي، چې مسلمانان یې د عبادت او خیراتونو په واسطه نمانځي، خو داسې ورځې هم شته چې زموږ په فره...

اندېښنې

لیکنه ـ ریاض مقامزی   وايي یوې کوچنۍ نجلۍ او هلک لوبې کولې. له هلک سره تُوشلې (مردکي/بیلورۍ) وې او نجلۍ یوه اندازه خواږه درلودل. هلک وویل، زه به ټولې تُشلې درکړم او ته دا ټوله شيريني ماته راکړه. نجلۍ هم ومنله. هلک یوه ښکلې تُشله پټه کړه. پاتې نور یې نجلې ته ورکړې؛ مګر نجلۍ له ژمنې سره سم، ټول خواږه هلک ته ورکړل. نجلۍ ټوله شپه توشلې په خوب کې لیدلې...

Recommended Articles

بي دوه پنځوس" څه ډول الوتکې دي؟"

ژباړه ـ ریاض مقامزی په هېواد کې د جګړو له پراخوالي سره سم امریکايي ځواکونو اعلان وکړ، چې د بي.۵۲ الوتکو پر مټ به پر تالبانو هوايي بریدونه وکړي؛ همداسې وشول او په بېلابېلو سیمو کې یې د وسله والو تالبانو ډلې په نښه کړې. خو اوس پوښتنه دا ده، چې بي ـ ۵۲ څه ډول الوتکې دي او کومې ځانګړتیاوې لري؟  ددې لیکنې تر پايه به مو دواړه پوښتنې حل شي.    ځانګړتي...

د وينا پر مهال د ويرې ختمولو 27 ګټورې لارې

هغوى چې په سټيج باندې عونډو، سيمنارونو، ټولګي او حتى د ملګرو سره په مخامخ خبرو پر مهال ويره احساسوي دوى عمومآ د Glossophobia په اروايي ناروغۍ اخته دي، چې د خبرو دغه ويره د مرګ له ويرې هم سخته ده چې ستاسو مسلکي او شخصي ژوند زيان رسولى شي. ددغې ويرې پر مهال ستاسو بدن ريږدي، لاسونه مو خولې کيږي، زړه ضربان مو زياتيږي، چې په تجارت او د ژوند په نورو اړخ...

له مطالعې سره څنګه ځان عادت کړو؟

لیکنه ـ ریاض مقامزی د هر لوستي ځوان لپاره دوامداره مطالعه ډېره اړينه او مهمه ده. که تاسو دوامداره مطالعه کوئ، ذهن به مو فعال وي او هېڅکله به په وینا کې له بندښت سره مخ نه شئ. ددې ترڅنګ مطالعه ګڼې نورې ګټې هم لري. موږ نه غواړو، چې تاسو ته د مطالعې پر ارزښت وغږېږو. یوازې غواړو، تاسو ته ددې لارښوونه وکړو، چې څنګه دوامداره مطالعه خپل عادت وګرځوو. آیا...