To start downloading books

Please sign in or create an account.

Ketabton 4 years ago 2,815
ذهني او فکرې تمرکز څنګه ترلاسه کړو؟

ذهني او فکرې تمرکز څنګه ترلاسه کړو؟

الله ج ټولو انسانانو ته د فکر کولو ځواک ورکړى، او هر انسان په خپل ذهن او فکر سره د ښو او بدو تشخص او توپير او همداشان د ځان او ټولنې لپاره مختلف کارونه کولاى شې.

دلته ځينې هغه نقاط بيانوم کوم چې زموږ د ذهني تمرکز او تقويت سبب ګرځې، هغه نقطي په لاندي ډول دي.

1-مثبت فکر وکړو:

مثبت فکر زموږ ذهن ته قوت ورکوي، او منفي فکر مو د ذهن او فکر د اختلال او کمزورتيا سبب کېږي، هره موضوع مثبت او منفي جهت او هر مشکل يو حل لري، انتخاب موږ خپله کوو، که موږ د هرې موضوع او هر څه په اړوند مثبت فکر وکړو خپل ذهني توازن به مو ساتلى وې، برعکس که چېرته د هرې موضوع منفي جهت په نظر کې ونيسو هم به مو ذهني توازن د لاسه ورکړى وې هم به ډېر کوچنى مشکل راته غټ ښکاري، او د حل کولو لپاره به يې ذهني قوت نه وې موجود ځکه موږ مخکې له مخکې خپل فکر او ذهن په منفي څيزونو مصروف کړى وې، دا يو حقيقت دى چې هره موضوع يا ستونزه دوه اړخونه لرې مثبت او منفي، که يې په مثبت جهت فکر وکړو حتماً يو حل لاره ورته پيدا کوو، خو که يې په منفي جهت تمرکز وکړو ذهني قوت له لاسه ورکوو، او ددې په ځاى چې ستونزه حل شې او خوښ و اوسو برعکس زموږ د خفګان او ستريس سبب کېږي،او د ستونزې د حل او فکر کولو ځواک له لاسه ورکوو.

2- په ستونزو نه بلکې په حل لارو يې فکر وکړو:

يوازي موږ نه بلکې د نړۍ ټول انسانان په ژوند کې له ډول ډول ستونزو او مشکلاتو سره مخ کېږي، هيڅوک هم داسې نشته چې ستونزې دي ونه لرې، نن سبا چې کوم خلګ بريالي او خوښ دي، يو وخت هغوئ تر هر چا زياتې ستونزي او مشکلات لرل، خو هغوئ ځکه بريالي شوي چې په ستونزو يې فکر نه دى کړى، بلکې د هغوئ په حل او حل لارو پيدا کولو يې فکر کړى، موږ دوه انتخابه لرو، ستونزه او حل لاره يې، دواړه روښانه دي که په ستونزه فکر کوو، ستونزه او مشکل نه حل کيږي بلکې نور مشکلات زيږوي او زموږ د خفګان او ذهني فشار سبب کېږي، خوکه يې په حل فکر وکړو هم به مو فکر آرام وي او هم به مو موجوده ستونزې ته يوه مناسبه حل لاره پيدا کوې وي.

3-خوښ و اوسو او خپل فکر او ذهن په بې ځايه خبرو مغشوش نه کړو:

خوښې او خفګان دواړه هغه څه دې چې موږ يې بغير له کوم لګښت څخه انتخابولاى شو، که خوښ و اوسو او خندا وکړو هم به خپله خوښ يو هم به مو دوستان او کورنۍ خوښه وې، خو که چيرته خفه و اوسو او د خندا په ځاى ژړا وکړو هم به مو ځان ته جزا ورکړې وي هم خپلې کورنۍ او دوستانو ته، زموږ په خندا يا ژړا سره په نړۍ او خلګو کې هيڅ بدلون نه راځې دا هرڅه موږ د خپل ځان لپاره کوو، موږ ژوند د خپل ځان لپاره کوو، نه د نورو لپاره، خلګ چې زموږ په اړوند هرڅه نظر لري د هغوئ خپل نظر او فکر دى په موږ پورې هيڅ ارتباط نه لري او نه هم موږ ضرورت لرو چې په هغه څه انديښنه وکړو يا خفه شو کوم چې د نورو خلګو د ذهن محصول وي، هرڅوک هر ډول فکر کولاى شې مثبت يا منفي که خلګ زموږ ښه يا بد بيانوي دا د هغوئ خپل ذهني محصول دى او فقط د هغوئ مثبت ګرايى او منفي ګرايى بيانوي زموږ حالت کې کوم تغير نه راولې، نو بايد د نورو خلګو خبري او افکارو ته په خپل ژوند او ذهن کې ځاى ور نکړو او له خپلو ټولو ستونزو او مشکلاتو سره سره خوښ و اوسو او د هغوئ په حلولو په آرام ذهن، فکر او سوچ وکړو.

له حوصلې او لوستلو څخه مو مننه

Related Articles

د محمد شهزاد محمد پېژندګلوي

لیکنه: شکېبا نادري، د محمد شهزاد محمدي پېژندګلوي   د افغانستان د کرېکټ د ملي لوبډلې هر یو لوبغاړی د نړۍ په کچه  پېژندل شوې څېرې دي، د افغانستان د ملي لوبډلې لوبغاړي سربېره پر افغانستان په ټوله نړۍ کې ځانګړي مینه وال لري، ان تر دې چې د نړۍ له ګوډ ګوډ څخه خلک د دوی لیدو او لوبو ته ورځي، ورسره انځورونه اخلي، لاسلیکونه یې اخلي او له دوی سره لیدنه ورت...

د کوم ډول خلکو له ملګرتیا څخه ځان وساتو؟

لیکنه ـ ریاض مقامزی تاسو په خپل ژوند کې څو واقعي ملګري لرئ!؟ له څو تنو سره پېژنئ او د حال پوښتنه یې کوئ؟ ۳ زره تنه؟ ۱۲۰۰ تنه؟ ۵۰ تنه؟ که تاسو هم ددې ارقامو په منځ کې یئ، په غلطه لاره مزل کوئ. په دومره لوړ شمېر واقعي ملګري درلودل ډېر کم امکان لري. تاسو په ډېر معمولي حرکت هم له دوی بېلېدلای شئ. زموږ موخه دا ده، که تاسو په دومره لوړ شمېر ملګري لرئ ن...

پښتو ادب او پښتنې مېرمنې

پښتو ادب او مېرمنې په پښتنه معاشره کښې داسې مېرمنې هم په نظر راځي چې د کور د کارونو سره سره د بهر په کارونو کښې هم د خپلو سړيو سره څنګ په څنګ ولاړې وي او د ژوند سفر په شريکه ترسره کوي ــــ هرکله چې دغه پښتنې مېرمنې په هر کار کښې د سړو مرسته کوي نو په ادبي مېدان کښې هم د دوي ستړې د هېريدو نه دي بلکې د ستاٸېنې وړ دي ـ او په حقيقت کښې دوي د خپلو سړو...

Recommended Articles

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا رټل کېږي او د جرات ماده یې په هماغه کوچني والي کې مړه کېږي.   ځينې خلک بیا خپل جرات په هماغه کوچني...

کوم ډول خلک بايد کېله ونه خوري

که څه هم کېله ځيني ګڼې ګټي لري خو دغه ميوه ځينې عورايض او تاووانونه هم لري.چې په لاندي ډور ورته اشاره کوو. دغه خوږ ميوه د خپل ځانګړي خوند، او نرموالي له امله په ټوله نړۍ کې مشهوره ده. ګېله کوم ډول زيانونه لري. ۱: د وزن زياتوالی دـ ځينو نورو خوړو په څير کېله هم پريمانه کالوري لري چې د وزن د زياتوالي لامل کيږي په هره متوسطه کېله کې ۱۰۵ ګرامه کالو...

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د کتاب بازار سوړ شوی، له بهر څخه واریدیدونکي کتابونه محدود شوي دی نو ځکه مې لازمه وبلله د کتاب د نړیو...