خرمهره؛ تاسو یې په اړه څومره پوهېږئ!؟

R
Riaz Muqamzai
Author
Dec 25, 2020
5 years ago
14,925 views
خرمهره؛ تاسو یې په اړه څومره پوهېږئ!؟

 لیکوال: لطیف یاد

په پخوانیو وختونو کې به خرو ته اوربشې ورکول کیدلې، چې ددغو اوربشو د خوړلو په پایله کې به تر څو کلونو وروسته د خرو د ژبې لاندې  وینه ټینګه  او غلیظه شوه او د یوه مرغېړي (غُدې) بڼه به یې ونیوله. وروسته به یې دغه مرغېړي (غُده) د خرو د ژبې د لاندینۍ برخې نه  د جراحي عملیاتو (آپریشن) په تر سره کولو وویستله او په جوشو شیدو (پیو) کې به یې واچوله، چې کلکه شي. بیا به دغه خرمهره د نیمه قیمتي ډبرو نه شمېرل کیدله او ځینو خلکو به توږله  او د ګوتې د غمي پر ځای به یې لګوله.

خلکو به دغه خرمهرې ددې لپاره له ځان سره ساتلې، چې په دوی کې دا عقیدې شتون درلود چې خرمهره  د بد نظر پر وړاندې  اغیزناک رول لوبوي او چې څوک خرمهره له ځانه سره ولري بد نظر پرې اثر نکوي او هم هغه کسان چې د یوه چا  د پر مختګ او شتمنۍ سره کینه او حسادت لري نو خرمهره یې مخه نیسي.

دغه خلک په دې اند هم ول چې څوک له ځانه سره خر مهره وساتي نو خدای یې شتمن کوی او پراخه روزي ورکوي او بخت او طالع یې راویښیږي. همداراز خرمهره ددې لپاره هم ساتله کیدله چې د میرمنې او خاوندتر منځ مینه او محبت زیات او  تلپاتې وي. البته په پخوانیو وختونو کې نقلي خرمهرې هم خرڅیدلې چې د څارویو له هډوکو جوړیدلې او ګچ به هم پکې کارول کیدل خو اصلي خرمهره له بوی او کلکوالي نه پیژندل کیدله.

د پښتو او پارسي ژبو شاعرانو هم په خپلو شعرونو کې د خرمهرې یادونه کړې ده لکه رحمان بابا چې وايي: 
 په نظر د نابیناوو ګوهریانو
 خرمهره، لعل ا و ګوهر درې واړه یو دي 
 په هر ځای چې ستا ثنا شي شيوه ګرې
 خرمهرې شي هلته دُر او ملغلرې
 (خوشال بابا )
 بل پښتوژبی شاعر بیا د خر مهرې په اړه داسې وايي:
 په کوم ځای چې ستا صفت شي ښېوه ګرې
 خر مهرې شي هلته د ر یا ملغلرې
 بل پښتو شاعر وایي: 
 خرمهره لال و ګوهر سره خرڅیږي
 په یو نرخ د زمانې شو بازار ګډوډ
 او د پښتو په یوې لنډۍ ( ټپه) کې هم دذخرمهرې یادونه شوې ده:
 یا دې په سترګو کې تاثیر دی
 یا دې د کورمې خرمهرې تړلي دینه
 په خر مهرو باندې ونه شو
 زړه مې را باسم په جانان يې دمومه
 او د فارسي ژبې غزلبول شاعر حافظ شیرازي بیا د خر ګمهري به اړه داسې وايي: 
 آه آه ازدست صرافان ګوهر شناس
 هرزمان خرمهره را با در برابر میکنند
 کابلی شاعر صوفی عشقری بیا وایی: 
 از قیمت خرمهره مپرسید درین شهر
 بسیار بلند است ز نرخ گهر امروز
 شاخ و دمی بنمای که تا قدر بیابی
 آدم نشو ی تا نشوی گاو و خر امروز

Related Articles

Mar 11, 2021
2,384 views

راجع به نامه ی زرغونه منگل

راجع به نامه ی زرغونه منگل مصطفی عمرزی زرغونه منگل در میان بهترین گوینده گان اناث افغان که پس از سقوط طالبان از فرصت ها، مثبت استفاده می کردند، قرار دارد. رادیو آزادی، یک بخش بزرگ شهرت خویش را مدیون زرغونه منگل است. ما در موارد مختلف، در جا هایی که...

May 07, 2021
1,579 views

اتمانخېل او د مېلمه ننګ .

تېمور شاه چې د احمد شاه بابا ځوئي وو پينځه ځل ئې د هند په لور په کال 1774. 79.80.85. 88 کښې ئې لښکرې لېږلې وې خو ځنې خوېونه او کمزورې داسې وې چې د احمد شاه ښوځښت پشا تلل هم دده د وخت نه پېل شو او په آخر کښې دده ځوئي شاه شجاع د سيهکانو او پيرنګيانو سر...

Feb 10, 2022
2,062 views

د لویو بریاوو لپاره کوچني ګامونه!

ليکنه ـ ریاض مقامزی   تاسو چې خپل شاوخوا ته کوم بريالي کسان وينئ، هغوی هم ستاسو په څېر انسانان دي؛ خو توپير مو دومره دی، چې هغوی بریالي او تاسو افسوس کوونکي یئ. افسوس مکوئ! يوازې ځينې کوچني عادتونه خپل کړئ، ترڅو يوه ورځ د هغوی په څېر تاسو هم بریالي...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,683 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,129 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
26,994 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...