To start downloading books

Please sign in or create an account.

Ketabton 4 years ago 1,943
تاکیدي عبارتونه

تاکیدي عبارتونه

اوسني ارواپوهان په دې نظر دي، چې دا ډول تاکیدي عبارتونه هغه هڅونکې، پاڅونکې او دعاوزمه جملې دي چې په هر وخت کې کولی شي، د انسان زیاتې رواني خلاوې ډکې کړي. د یادونې وړ ده، دلته چې کوم تاکیدي عبارتونه لولئ، د ارواپوهنې له سلګونو کتابونو او رسالو څخه غوره شوي دي، ترڅو ستاسو په وجود او روان کې د يوه سالم احساس، نوښتګر تفکر او ښې ځانخبرۍ وړانګې راوځلوي، او له یوې مخې ستاسې تشویشونه په تصمیمونو واړوي، زړه ته مو تسکین ورکړي او بلاخره ستاسې په ژوند کې له هره اړخه مثبت اثرات پرېباسي.
په دې عبارتونو کې مو چې هر عبارت په زړه پرېوت، هغه له ځانه سره د یوه کاغذ په پاڼه ولیکئ او په هغو ځای کې یې ولګوئ، چې هر وخت پرې ستاسې سترګې لګېږي.... 
دا تاسې او دا هم تاکیدي عبارتونه:
◀ له یاده مه وباسئ: د تشویش او سودا پر وخت د مثبتو او تاکیدي عبارتونو لوستل ستاسې د روحي رنځونو په مقابل کې تر ټولو غوره معنوي درملنه ده!
◀ په یاد ولرئ : ټول شرایط موقتي دي او هیڅ شی په خپل پخواني شکل سره باقي نه پاتې کېږي؟
◀ خبر ووسئ: دا چې شرایط څه ډول تغير کوي، دا یوازې په تاسو پورې اړه لري!
◀ دا قبوله کړئ: ستاسې ژوند یوازې په چانس او نصیب سره نه خلاصه کېږي!
◀ که چېرې په ژوند کې هغو څه ته چې هیله یې لرې، خو نه ور رسېږې، دا په دې معنا نه ده، چې خدای نخواسته، خداي ج ستاسو دعاګانو ته ځواب نه وايي، بلکې دلیل یې دا دی - دهغه څه په اړه چې ته فکر کوې، خلاف دهغو څه دي چې ته یې آرزو کوې!
◀ په یاد ولرئ: خدای (ج) موږ هسې تصادفي نړۍ ته نه یو راوستي!
◀ موږ نړۍ ته ددې لپاره راغلي یو، ترڅو د خدای ج مینه او رضاد ځمکې پر مخ پلې کړو!
◀ اطمینان ولره: د ژوند او مسائلو په اړه ستا قضاوتونه، ستاله فکرونو پرته بل هیڅ هم نه دي!
◀  دا فورمول له ځانه سره په لوړ غږ تکرار کړه، تلاش =موفقیت!
◀ کامیابي یعنې، توانايي + ماتې نه منل +شهامت!
◀ هره ورځ داسې چلند وکړه، چې ستاسو د نېکو کارونو رڼا په نورو پرېوزي، خو هېڅکه پدې فکر مه کوه، چې نور هم ستاسې په څېر عمل کوي او که نه؟!
◀ هره ورځ پنځه ځله په لوړ آواز سره تکرار کړه، خدای ج له ماسره دی او مايوازې نه پرېږدي!
◀ په یاد ولرئ، څومره چې مهربانه ووسئ، هغومره به د خوشالۍ او بهتری احساس کوئ!
◀ باور ولرئ : هر عمل چې د ایمان پر بنسټ ترسره کړې، د خدای (ج) د مهربانی سبب کېږي!
◀  له یاده مه وباسه : کله چې په کوم کار لاس پورې کوې، نو دشک دروازې په بشپړ ډول وتړه!
◀ پدې نړۍ کې تر ټولو ساده او آسانه کار دادی، چې پخپله ته ورسې او تر ټولو سخت کار دادی، چې داسې څوک ووسې، لکه نور دې چې غواړي!
◀ دا ټکی مهم و ګڼه: د هدف تعينول، د موفقیت د دروازې کلي ده !
◀ دا درسره ومنئ: ستاسې ارزښت له دې څخه زیات دی، لکه څنګه چې يې تصور کو، صرف مشکل دادی، چې تر اوسه پورې تاسو ته دا حقیقت چاویلی نه دی؟
◀ په لوړ آواز سره ووایئ: له عمل څخه پرته فکر هیڅ معنا نه لري!
◀ په خپل ځان، خپل سرنوشت او خپل خدای (ج) باندې باور ولره!
◀  دا ومنئ، ترڅو چې يو کار شروع نه کړئ، ستاسې په ژوند کې به هيڅ تغیر رانه شي!
◀ پام دې وي : هرکار دې چې پیلاوه، پای ته يې رسوه، کوم کار چې پای ته نه شې رسولی، نو پیلوه یې هم مه
◀  فقیرانه او حقیرانه فکر، له انسانه حقیر او فقير جوړوي!
◀ پدې وپوهېږئ، هغه څوک چې انتقام اخلي، يوه ورځ خوشاله او څوک چې بښنه کوي، ټول عمر خوشاله وي !
◀ په یاد ولرئ، انسان د یو رود په شان دی، هر څومره چې ژور شي، هغومره آرام درومي!
▶ په یاد ولره: که چېرې تغیر ونه کړې، پس پاتې کېږې!
◀  دا مهمه وبوله: کله چې ټول له تاسره هم عقیده او همفکره شول، نو هغه وخت وپوهېږه چې اشتباه دې کړې!
◀ بدبینه سړی څوک دی؟ هغه څوک دی چې د هر شي په بیه پوهیږي، خو د هیڅ شي په ارزښت نه پوهيږي!
◀ حقایق له منځه نه ځي، بلکې سترګې ورباندي پټيږي!
◀ پام مو وي: د فکر څخه مخکې خبرې کول پېښماني ده او د فکر څخه وروسته خبرې کول سلامتي!
◀ په یاد وساتئ: هېڅوک د پټ استعداد ستاینه نه کوي!
◀ په یاد ولره: هیڅ وخت تېره شوې دښمني مه تازه کوه!
◀ په یاد وساته: هېڅ وخت له چا سره په بدکارۍ کې لاس مه یو کوه!
◀ خبر ولره: هېڅ شی له خدای (ج) څخه پټ نه دي!
◀ په یاد وساته: له هرڅه او هر چا څخه مطمئن مه اوسه !
◀ په ټولنه کې له ناپوه او خشره خلکو سره له ناستې پاستې ډډه وکړه، ترڅو خلک په تا د ناپوه سړي ګومان ونه کړي! 
◀ پام مو وي: د دوست ساتل د دښمن تر ماتولو زیات مهارت غواړي!
◀ خبر ووسه: که د کار او زیار له لارې یوه روپۍ هم وګټې، تر هغو پنځو روپیو غوره ده، چې په لار کې يې پیدا کوې!
◀ په یاد ولرئ: عمل تر الفاظو په لوړ اواز ږغیږي!
◀ موږ ځکه دیو چا څخه کرکه کوو، چې سم يې نه پېژنو او هیڅکله به یې سم ونه پېژنو، ځکه چې کرکه ځینې کوو!
◀  باور د علاقې ډېر پیاوړي ثبوت دی!
◀ ستر مغزونه د مفکورو په باره کې غږېږي، متوسط مغزونه د پېښو په هکله خبري کوي او کوچني مغزونه د خلکو په اړه بيان کوي!
◀ له یاده مه وباسئ: له مشكل څخه د خلاصون یوازنۍ لار، له هغو سره مبارزه ده!
◀ ایا پام مو شوی: کله چې نور له موږ وغواړي، چې ژمنه ورسره وکړو، دا په دې معنا نه ده، بلکې دا زموږ لپاره يو فرصت دی، چې هغو ته خپل باور او اعتماد ثابت کړو!
◀ دې ته باید پام وکړو چې له حده زیاتې ژمنې ونه کړو!
◀ هېڅکله باید له خلکو سره داسې ژمنې ونه کړو، چې ترسره کول یې زموږ له وسې پورته وي!
◀ پام مو وي، که چېرې څوک په تاسو انتقاد کوي، که چېرې انتقاد پرځاي ؤ، نو له هغو څخه مننه وکړئ!
◀ په یاد ولره: که تا خلک ونه پېژني باک نه لري، خو که ته خلک ونه پېژني، دا د خپګان ځای دی.
◀ خپلو فکرونو ته پام وکړه، ځکه هغه ستا په خبرو باندې بدليږي، خپلو خبرو ته پام وکړه، ځکه هغه ستا په عمل باندې بدليږي، خپل عمل ته پام وکړه، ځکه هغه ستا په عادت بدلیږي، خپل عادت ته پام وکړه، ځکه هغه ستا په شخصيت بدلیږي، خپل شخصيت ته پام وکړه، ځکه هغه ستا په سرنوشت بدلیږي!
◀ خپل ځان د خپلو ناکامیو مسئول وګنئ!
◀ خبر ووسه: کله چې خپل ځان توانمند احساس نه کړې، هیڅ وخت به دې توانايي څرګنده نه شي.
◀ له یاده مه وباسه: نه هېڅ انسان ستا دښمن دی او نه هیڅ انسان ستا دوست، بلکې هر انسان له تا سره ستا د چلند مطابق چلند کوي!

Related Articles

لوی امپراتور www.kesa.blog

لوی امپراتور ابدالي بابا ليکوال:سيدادريس سادات  دسحر دوي کور مخی ته ودريدو هيڅ لار نه وه تر څو سحر له کوره راوباسو ډير فکر مو وواهه خو هيڅ چاره نه کيده ديو څه شيبی وروسته دسهار پلارله کوره راووت زه چی يي وکتلم مخ يي واړاوه ويل يي ته بيا راغلی يي ?خبر سوی يم وس دټولو افغانانو ابداليانو او ټولو قومونو دفوځ مشر شوی يي مبارک دی وي. https://www.kesa.b...

لوی،منځني او کوچني انسانان

د لوی، منځني او کوچنيو انسانانو پېژندنه د ژوند د پرمختګ د کچې  پيژندلو ساده توکي لومړی درس: لوی خلک د هر چا تر مخه سلام اچوي، منځني خلک په سلام اچولو کې عجله نه کوي مګر کوچني خلک بيا دېته ګوري چې نور خلک پر هغوی سلام واچوي. دوهم درس: لوی خلک لومړی فکر کوي او وروسته خبرې کوي. منځني خلک لومړی خبري کوي وروسته فکر کوي . کوچني خلک اصلا هیڅ فکر نه کوي...

پر ځان باور

پر ځان باور یا Self-confidence په ټولنه کې ډیر خلک وینو چي په لوړ موقف یا ډیر بریالې دي.بریالیتوب او خپلو موخو ته رسېدل ډیر زحمت،او د بیلابیلو لارو چارو استفاده کول غواړي، چي یوه مهمه او بنسټیزه لاره یې په خپل ځان باور دی. پر ځان باور یا ډاډمنتیا چې په انګلیسې کې (Self-confidence) او فارسي ژبه کې (اعتماد به نفس) بلل کیږي ،په خپلو وړتیاوو او ځانګرت...

Recommended Articles

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا رټل کېږي او د جرات ماده یې په هماغه کوچني والي کې مړه کېږي.   ځينې خلک بیا خپل جرات په هماغه کوچني...

د وينا پر مهال د ويرې ختمولو 27 ګټورې لارې

هغوى چې په سټيج باندې عونډو، سيمنارونو، ټولګي او حتى د ملګرو سره په مخامخ خبرو پر مهال ويره احساسوي دوى عمومآ د Glossophobia په اروايي ناروغۍ اخته دي، چې د خبرو دغه ويره د مرګ له ويرې هم سخته ده چې ستاسو مسلکي او شخصي ژوند زيان رسولى شي. ددغې ويرې پر مهال ستاسو بدن ريږدي، لاسونه مو خولې کيږي، زړه ضربان مو زياتيږي، چې په تجارت او د ژوند په نورو اړخ...

د خپل مخ پوستکی څنګه ښکلی کړو

د خپل مخ پوستکی څنګه ښکلی کړو، چې د هرچا د خوښې وړ وګرځي؟پر پوستکي مختلف داغونه د مختلفو عواملو له امله پیدا کېدی شي لکه د لمر د وړانګو له امله، د ځینو درملو د استعمال له امله او یا کېدای شي د عمر په زیاتېدا سره هم ځینې نښې نښانې را څرګندې شي. په همدې اساس د هر عامل له وجې د پوستکي د داغونو درملنه هم په جدا ډول سره کېږي، چې باید توپیر یې وشي، لکه...