کتاب لوستل څه ارزښت لري؟

H
Hikmatullah Yousafzai
Author
Jan 04, 2021
5 years ago
6,622 views
کتاب لوستل څه ارزښت لري؟

مارک توین وایي: کتاب هغه ملګری دی چې په لوستو یې وجدان آرام، روح تازه او په ژوند کې له ستړیا پرته د پرمختګ او ښه ژوند کولو لارې چارې انسان ته په ګوته کوي. هر انسان باید له کتاب اخیستلو وړاندې د کتاب لوستلو لپاره وخت واخلي، ځکه کتاب د لوستو لپاره وي نو کله چې تاسو وخت وانخلئ کتاب اخیستل ګټه نه لري.

کتاب د یو ښه ملګري په توګه انسان تل خپلو کمیو، کمزوریو او پرمختګونو ته متوجه کوي، په ژبه ګونګی وي، خو په زړه کې راته بلا خبرې لري، خبرې نه شي کولای خو له ستړیا پرته مو په هر وخت او ځای کې ستونزو ته د حل لار پیداکوي، تل مو سمونو ته اړ باسي، هیڅکله ناسمه مشوره نه راکوي، سره ددې چې کتاب لوستنه په ټولنه کې ځانګړی ځای لري، خو دوامداره مطالعه مو پر دې ډاډمنوي چې ګواکې د پوهې له بحره مو لا یو څاڅکی هم نه دی راپورته کړی.

کتاب د انسان په ذهن او زړه کې د را ټوکیدلو احساساتو او تصوراتو مجموعه ده او د احساساتو او تصوراتو دغه نړۍ دومره پراخه او رنګینه ده چې پیړۍ وروسته به هم ددې رنګینیو په لټون پسې لوستونکی سرګردانه وی. اوس موږ په داسې پیر کې ژوند کوو چې په اړه یې عموما دا فکر کیږی چې د ساینس، ټیکنالوژۍ او کمیپوټر نړۍ ده او د ژوند په اساسی اړتیاوو کې یاد کړی شوی موارد مهم ځای لری.

کتاب د ژوند اساسي برخه ده، ډېر غوره ملګرى دى، د تمدنونو ترمنځ د پول حيثيت لري، ستر ملتونه چې د پرمختګ او تمدن لوړو پوړيو ته رسېدلي، غښتلي ليکوال او څېړونکي يې درلودل، د کتاب لوستونې لېوال په کې زيات وو؛ همدا ده چې سوکاله ژوند يې په برخه شوى او د فرهنګ له پلوه بډايه شوي دي. کله چې په يوه ولس کې کتاب او کتاب لوستلو ته په درنښت وکتل شي، په حقيقت کې يې د خپلې ټولنې فرهنګي هويت ثابت کړى او بالعکس په يوه هېواد کې د کتاب او کتاب لوستنې د ارزښت کمېدل، په واقعيت کې د هغه هېواد د فرهنګي او فکري ميراث محوه کېدل ښيي. دا ثابته شوې، هغه ولس چې کتاب نه لولي، بايد چې ټول تاريخ تجربه کړي.

د پوهانو په اند، د کتاب له لارې د انسانانو د تجربو لړۍ زرګونو کلونو ته رسېدلې ده، انساني ژوند ته يې تسلسل ورکړى. دا هغه وسيله ده، چې د انسانانو د ذهني روښانتيا لپاره يې ستر کارونه کړي دی. دا چې کتاب لوستونکي غوره خلک دي دا هيڅ د تعجب خبره نه ده. د کتاب لوستل په حقیقت کې په غیرواقعي سترګو د نورو ژوند تجربه کول دي.کتاب لوستل انسان ته دا ور زده کوي، چې په يوې موضوع کې له دخيل کېدو پرته کولی شي دنيا په يو بل چوکاټ کې وګوري.

کتاب لوستونکي د زرګونو خلکو روح او د هغوی ټوليزې پوهې ته لاسرسی لري. هغوی داسې څه ليدلي چې کتاب نه لوستونکي يې تصور هم نشي کولی. هغوی دا زده کړي، چې نارینتوب او ښځينه والی څه ته وايي. هغوی په دې پوه شوي چې د نورو درد او غم څومره دروند يا څومره سپک دی. کتاب لوستونکي له خپل عمر نه زيات عاقل وي.

Related Articles

Mar 19, 2023
1,320 views

انجنيري مربوط لغاتونه

د انجنيري مربوط لغاتونه .!!!1. Flank wall کناري دیوال2. Flat آپارتمان3. Flat roof مسطح بام4. Flemish bond د خښتو هالنډي پیوند 5. Flexible joint انعطاف پذیره جاینټ یا هم نرم جاینټونه6. Flight د زینې پتې7. Floor چت 8. Flow جریان9. Flue دود کش10. Flush...

Jul 08, 2020
3,447 views

ژوند ته خوشالي څنګه راوستلی شو؟

ځينې خلك  خوښوي چې پلان جوړ كړي تر هغه زيات څه وكړي چې وخت اجازه ور كوي. ځينې خلك په دې كې ناكامه كيږي چې ناممكنه هدفونو ته ورسيږي خو زه په دې باور يمه چې هر كار ممكنه دى او كيږي. د خوشبينۍ له پاره ډير كلاسيك تعريف چې شوى هغه دا دى چې خوشبيني هغه باو...

Mar 17, 2025
963 views

لمریزه قطب نما- د لمر څخه څلور طرفه پیداکول

#لمريزه_قطب_نما تاسې په دښته (صحرا) او يا کوم ناپيژندل شوي ځای کې کې لاره ورکه کړه، نو د لمر په مرسته خپل لوری داسې موندلی شئ:  1. لرګی ودروئ: یو سېده لرګی په ۹۰ درجې (عمودي) پر ځمکه کې ودرَوئ، او یو کوچنی کاڼی په هغه ځای کې کېږدئ، چرته چې د سیوري پ...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,763 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,146 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,050 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...