څرنګه پر ځان باور پیدا کړو؟

K
Ketabton
Author
Jul 08, 2020
5 years ago
4,918 views
څرنګه پر ځان باور پیدا کړو؟

هغه خلک چې پر خپل ځان پوره باور لري هغوی پر خپلو وړتیاوو باور لري، هر وخت خپل مهارت ښیي او ناوړه غوښتنو ته په ښکاره توګه نه وايي. دغه خلک په رواني توګه روغ دي او د ځان تر ځنګ نورو ته هم ارزښت ورکوي.
د پوهنتون استاد ډاکټر کیهان نیا چې د (مشاوره خانواده) لیکوال دی لیکي: د دې لپاره چې پر خپل ځان بایللی باور بیا ترلاسه کړئ، لومړی خپلې وړتیاوې وپېژنئ او په لازم وخت کې يې څرګندې کړئ.
خپل ځان په مثبت فکر کولو سره وپېژنئ!
پر خپل ځان مو باور زیات او بدبیني کمه کړئ. تاسې به ځلونو د یو چا په مقابل کې خپل فکر نه وي بیان کړی او د هغو په کړنو به د نقد کولو زړه نه‌لرئ، له همدې امله به تل له خپل ځان سره په کشمکش کې وئ.
هغه خلک چې د خپل فکر د څرګندولو لپاره پر ځان پوره باور نه لري مختلف عوامل لري، چې پیل يې د ځان کم ګڼل او پر ځان بې باوري ده. دغه خلک د ژوند له ښو کامیابیو استفاده نه‌شي کولی او په ژوند کې يې خپل مسوولیت نه دی پېژندلی. پر عادي ډول دغه خلک د نه ویلو توان نه لري؛ یعنې د ناوړه پېښو په مقابل کې ځواب نه‌شي ویلی او که له ناوړه کړنو سره مخ شي سترګې ترې پټوي. له همدې امله پر ځان غوسه کوي، چې څنګه مې د ناوړه کړنو ځواب ورنکړ او د هغه په مخ کې کم راغلم. دغه خلک تل د کمزورتیا، ضعف او ستړیا خبرې کوي او ځان نالایقه او کمزوری انځوروي. دغه خلکو ته ستره کوتنیونه داده چې له خپلو وړتیاوو څخه استفاده نه کوي، په عادي توګه په کم څه قانع کېږي.
برعکس هغه خلک چې پر خپل ځان پوره باور لري پر خپلو وړتیاوو ولاړ دي، په هر حال کې خپله وړتیا ښیي. د نامعقوله غوښتنو په مقابل کې په قاطع توګه نه وایي. دغه خلک په رواني توګه روغ دي او د ځان سربېره نورو ته هم ارزښت ورکوي. داسې خلک هم شته چې دروغجن غرور لري او مخ يې پر نقاب پوښلی وي، ترڅو خلک د ده پر ځان له بې باورۍ خبر نه‌شي. د نورو ذهنونو د اړولو لپاره کېدای ځینې کارونه هم وکړي؛ خو باید پوه شي چې دا یو نقاب دی؛ دوی په واقعي بحران کې بیا د مدیریت توان نه لري. دغه خلک د ناوړه پېښو پر وخت له سترس او اضطراب سره مخ کېږي او پرېکړه نه‌شي کولي.
د دې لپاره چې پر ځان بایللی باور بیا ترلاسه کړئ، لومړی باید خپلې وړتیاوې په ګوته کړئ او په لازمو ځایونو کې ښکاره کړئ.
خپل شخصیت باید په مثبت فکر سره وپېژنئ.
پر ځان مو باید باور زیات او بې باوري کمه کړئ. که په چا کې دغه حالات ښکاره شي پر ځان د باور او قوي کېدو حس پیدا کوي؛ ترڅو وکولی شي په یو ډول >خپل خر له اوبو پورې باسي< دغه خلک له نورو سره مینه کوي، په خبرو او عمل کې ښایسته خاطرې پرېږدي، د سختیو په مقابل کې سپر کېږي او د خپل درون د پیاوړتیا لپاره په لوړو او ژورو تېرېږي.

Related Articles

Jul 17, 2022
2,132 views

دا نه پوهیږي چې دا یوه مجسمه ده

په پورته انځور کې دا کوچنۍ انجلۍ پدې نه پوهیږي چې دا یوه مجسمه ده، یوازې ګوري چې یو کس (سړی) رنځ او درد باسي او مرستې ته اړتیا لري. که چېرې زمونږ ښه والی، د نورو خلکو رفتار او رویې پورې تړلی وي . . نو دا ښه والی ندی؛ بلکې یوه راکړه ورکړه (معامله)...

Nov 09, 2023
2,121 views

لیول کولو طریقه

د لیول کولو طریقه لیول کاری دسروی یوڅانګه ده چی دځمکی پرمخ دمختلفونقطو دلوړوالی اوژوروالی (ارتفاعاتو) داندازه کولوسره سروکارلری. نوپدی خاطر دلیول اندازی په عمودی پلان کی ځای په ځای کیږی. یاپه ساده ډول:لیول کاری هغه پروسه ده چی دهغی پواسطه ددوه نقطو...

Aug 05, 2020
3,138 views

هوا څه شی دی ؟

موږ او تاسې څخه راچاپېره هوا د اکسيجن او ناېتروجن ( عناصرو) څخه جوړه ده . اکسيجن په نړۍ کې ( نه ېوازې د انسان بلکې تقريبآ ټولو ژوندیو موجوداتو )د ژوند کولو لپاره تر ټولو زیات مهم او اساسي عنصر دی .انسان کولی شي د خوړو پرته شاوخوا شپږ اونۍ ژوند وکړي ؛...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,793 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,155 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,073 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...