د خبرو پر مهال کومو ټکو ته پام وکړو؟

R
Riaz Muqamzai
Author
Feb 03, 2021
5 years ago
2,775 views
د خبرو پر مهال کومو ټکو ته پام وکړو؟

لیکنه ـ ریاض مقامزی

په ټولنيز ژوند کې غږېدل او له نورو اورېدل بېخي طبیعي خبره ده. موږ ټول انسانان اړ یو، چې د خپلو پيغامونو، غوښتنو او افکارو د انتقال لپاره وغږېږو او له نورو واورو.

خو ځينې وخت له خپلو خبرو پښېمانېږو یا هم د کوم بل تن خبرې خوند نه راکوي. ددې چارې له اصلي عواملو څخه یو هم د خبرو پر مهال ځينو نزاکتونو ته نه پاملرنه ده. موږ په دې لیکنه کې هڅه کړې، چې ځينو ټکو ته ستاسو پام واړوو.

 

۱. اړتیا

که په هر مجلس او ناسته کې یئ له غږېدا وړاندې په دې فکر وکړئ، چې ستاسو خبرو ته اړتيا شته او که نه. که خبرو ته مو اړتيا نه وي، مهمه نه ده چې د خپلې خولې خوند خراب کړئ.

هغوی چې پرته له اړتيا غږېږي د اکثرو خلکو بد ایسي. حتمی ده، چې تاسو به هم ځينې وخت له داسې حالت سره مخ شوي یئ. آیا هغوی چې پرته له اړتيا غږېږي ستاسو بدې شي؟ که ځواب مو "هو" وي نو معلومه ده چې که تاسو هم له اړتيا پرته وغږېږئ د خلکو په نظر بې نزاکته معلومېږئ.

 

۲. نوبت مراعت کړئ

پښتانه وايو "ژرنده که د پلار ده هم په وار ده." همدا متل د خبرو پر مهال هم تطبیقولای شو. باید هڅه وکړو، چې د خبرو نوبت مراعت کړو. تر څو چې ستاسو د خبرو وار راځي باید صبر وکړئ. هغوی چې له خپل نوبت وړاندې غږېږي بې ادبه معلومېږي.

د نوبت د مراعت بله ګټه دا ده، چې د خبرو د ګډوډۍ مخه نيسي. همدارنګه تاسو کولای شئ په غور سره د مقابل لوري خبرې واورئ.

 

۳. د نورو خبرې مه پرېکوئ

ځينې خلک په ناڅاپي توګه د نورو خبرې پرې کوي. دا ډېر نامناسب کار دی. که خبره بېخي ډېره اړينه نه وي نو باید صبر وکړئ او خپله خبره په ذهن کې ولرئ، کله چې متکلم خپلې خبرې پای ته ورسوي تاسو خپله خبره وکړئ. مګر که د خبرو پرېکولو ته بېخي اشد ضرورت و. په اشاره یې وپوهوئ چې تاسو کومه مهمه خبره کول غواړئ. ترڅو متکلم پخپله خپلې خبرې ودروي او له تاسو واوري.

همدارنګه که د خبرو پرېکولو له امله ترې بخښنه وغواړئ بېخي غوره خبره ده. په عامه اصطلاح "غوړې لاغوړي."

 

۴. خپل غږ ته توجه وکړئ

د خبرو پر مهال د خپل غږ لوړوالي او ټیټ والي ته باید خاصه پاملرنه ولرئ. له حده ډېر لوړ او یا ټيټ غږ اورېدونکي ستړي کوي او ستاسو د خبرو اغېز په لوړه امندازه راښکته کوي.

کوښښ وکړئ، تل باید د خپل غږ  تناسب ته پام وکړئ. په دې توګه د خپلو خبرو د اغېز کچه لوړولای شئ.

 

۵. نورو ته غوږ ونيسئ

د خبرو او مجلس پر مهال حتمي ده، چې له تاسو وروسته او یا مخکې ځينې نور خلک هم وغږېږي. مو هڅه وکړئ، چې د مقابل لوري خبرو ته خاصه پاملرنه وکړئ.

ددې کار یوه ګټه خو دا ده، چې نوموړي ته احترام کوئ او په مقابل کې ستاسو د خبرو ارزښت هم لوړوي. ددې ترڅنګ تاسو يو ښه اورېدونکی کېږئ او تقریبا ټول ښه اورېدونکي ښه ويناوال هم وي.

Related Articles

Jan 29, 2021
2,611 views

په اميدوارۍ پورې اړوند شکر ناروغي

لیکنه ـ نګین کرګر د امیدوارۍ پر مهال په میندو کې د هورمونو جریان (سایکل) بدلون مومي. په وینه کې زیات ګُلوکوز د انسولینو په تولید باندې اغیز  کوي  اوپه وینه کې ګلوکوز زیاتېږي. البته باید بیا هم یادونه وکړم، چې دا ډول شکر له زیږون څخه وروسته له منځه...

Jul 17, 2022
2,129 views

دا نه پوهیږي چې دا یوه مجسمه ده

په پورته انځور کې دا کوچنۍ انجلۍ پدې نه پوهیږي چې دا یوه مجسمه ده، یوازې ګوري چې یو کس (سړی) رنځ او درد باسي او مرستې ته اړتیا لري. که چېرې زمونږ ښه والی، د نورو خلکو رفتار او رویې پورې تړلی وي . . نو دا ښه والی ندی؛ بلکې یوه راکړه ورکړه (معامله)...

Dec 02, 2020
1,882 views

د غره عابد او د یوې ښځې ورتږ

د غره عابد او د یوې ښځې ورتږ  ژباړه فضل رباني قاضي زی ښځه نه پوهېده چې څه وکړي ... د خاوند خوی یې په بل مخ اوښتی و له دې وړاندې به یې خبر اترې کړې خندل به یې، د کور د ننه به له ماشومانو سره لوبې او مستۍ کړې ولې داسې څه پېښه شوې چې د څو میاشتو رایسې...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,764 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,146 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,050 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...