تاج محل؛ د مينې او وفادارۍ سيمبول

R
Riaz Muqamzai
Author
Feb 06, 2021
5 years ago
3,300 views
تاج محل؛ د مينې او وفادارۍ سيمبول

ژباړه ـ ریاض مقامزی

د تاج محل ودانۍ مېرمنې ته د وفادارۍ او تلپاتې مینې یو سیمبول ګڼل کېږي. که د تاريخي ځايونو له لیدلو سره علاقه لرئ نو تاج محل مو د لومړني انتخاب په توګه وټاکئ. دا هغه ماڼۍ ده، چې د نړۍ له بېلابېلو سیمو هر کال، سلګونه زره وګړي یې لیدو ته ورځي.
 تاج محل ماڼۍ د ګورګاني پاچا شاه جهان او د هغه د مېرمنې آرامګاه هم ده. دا ودانۍ په "۱۰۲۵ هـ" کال د هند په اګره کې جوړ شوی دی.
 تاج محل د شاه جهان په امر د خپلې مېرمنې ممتاز محل د یادګار په توګه جوړ شو. ممتاز محل په "۱۶۳۱م" کال کې وفات شوه. له خپل خاوند څخه یې غوښتي و، که هغه مړه شي له بل چا سره واده و نه کړي او یوه مقبره دې ورته جوړه کړي. شاه جهان همداسې وکړل.

د تاج محل تاریخچه

تاج محل د شاه جهان (Shah Jahan) په حکم خپلې مېرمنې ممتاز محل (Mumtaz Mahal) لپاره جوړ شو. دوی دواړو ۱۷ کاله ګډ ژوند وکړ، چې په دې موده کې یې ۱۳ اولادونه دې نړۍ ته راوړل.
 دا د یوې رښتینې مینې کیسه ده. کله چې شاه جهان په لومړي ځل ممتاز محل ولیدله، دومره پرې مئين شو، چې بیا هېڅکله نورو مېرمنو ته توجه و نه کړه. خو ممتاز محل په "۱۶۳۱م" کال کې د ولادت پر محال خپل ژوند له لاسه ورکوي. ددې خبر په اورېدو سره پاچا له خپلو ټولو مبارزو تېر شو او پاتې عمر یې د خپلې مېرمنې مقبره جوړولو ته وقف کړ. 
 باید یادونه وکړو، چې دوه وروڼه احمد لاهوري او حمید لاهوري ددې سترې ودانۍ اصلي معماران بلل کېږي.

 

د تاج محل په اړه جالب ټکي

 ۱ـ ویل کېږي، ددې سترې ودانۍ د جوړېدو لپاره شل زره کارکوونکو، چې استادان، سنګ تراشان، نقاشان، فلزکاران او نور شامل وو دوه ويشت کاله کار وکړ. دغه کارکوونکي د آسیا له مختلفو سیمو ور غوښتل شوي وو.
 ۲ـ تاج محل داسې جوړ شوی دی، چې د ورځې په اوږدو بېلابېل رنګونه غوره کوي. مثلا په سهار کې یو، مازیګر کې بل او د شپې بل رنګ پيدا کوي.
 ۳ـ د اصلي ودانۍ دواړو غاړو دوه کوچنۍ ماڼۍ هم ښکاري. په غربي طرف کې یې یو درې ګنبده لرونکی جومات هم موجود دی.
 ۴ـ د موادو د انتقال او ځای پر ځای کولو په موخه ددې ماڼۍ په جوړلو کې د زرو څخه له ډېرو فیلانو ګټه اخیستل شوې.
 ۵ـ په ۱۸۵۷ م کال مې د پاڅونونو او ګډوډيو پر مهال ددې ودانۍ اکثره قیمتي تيږې ولوټل شول.
 ۶ـ په دې ودانۍ کې له ۲۸ ډوله قیمتي او نیمه قیمتي تيږو څخه ګټه اخیستل شوې وه.
 ۷ـ په بېلابېلو ځایونو کې په ښکلي خط سره آیتونه او په ځينو ځایونو کې اشعار لیکل شوي دي.

Related Articles

May 06, 2021
1,713 views

پديده هاي منفي و مثبت

پديده هاي منفي و مثبت مصطفی عمرزی در جامعه ي ما كه رواج نفي و انکار، حاكميت تمام دارد، درکی به درستی و گسترده گی به ميان نيامده كه مسایل را باید در ابعاد مثبت و منفي آن ها بررسي کنیم. سال هاي زيادي ست كه پديده هاي جالبي چون ويديو و تلويزيون در ميان...

Dec 19, 2020
2,071 views

اورېدل او ویل

اورېدل تر ویلو ډېر اړین دي. که داسې نه وي؛ نو خدای (ج) به یوه خوله او دوه غوږونه نه راکولای؛ هڅه مو باید دا وي چې لږې خبرې وکړئ ځکه ډېرې خبرې کول د انسان قدر کموي، نو باید خبرې مو تر اورېدو کمې وي او تل دا هڅه وکړئ چې کوم ځای کې مو چې خبرې کولو ته اړ...

Apr 25, 2022
2,089 views

وعده!

وايي پاچا د ژمي په يوه سړه شپه له مانۍ د باندې ووت. د راستنېدو په وخت یې یو بوډا عسکر ولید چې رېږدي. پاچا ورته وویل: ساړه خو دې نه کېږي؟   عسکر ورته وويل: هو صاحب!   پاچا ورته وویل: زه اوس مانۍ ته ځم او هورې به امر وکړم چې ښې تودې جامې درته راولېږي...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,726 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,140 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,022 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...