To start downloading books

Please sign in or create an account.

په رواني لحاظ د روغو ماشومانو ځانګړنې

په رواني لحاظ د روغو ماشومانو ځانګړنې

 

ژباړه ـ ریاض مقامزی

تاسو چې له خپلو ماشومانو سره هر ډول چلند کوئ او یا یې روزئ، مستقیماً د هغوی پر شخصیت او روان تأثیر کوي. یعنې ستاسو هره کړنه د هغوی پر روان ځانګړی اغېز لري. له ماشومانو سره په چلند، راکړه ـ ورکړه، خبرو او لوبو کې پوره غور او دقت په کار دی. که په دې ټولو برخو کې پوره دقت وشي، نو ټولنې ته به سالم وګړي وړاندې کړو.

ځينې کورنۍ د بېلابېلو کړنو له امله د خپلو ماشومانو اروايي روغتيا زیانمنوي، خو بیا هم په دې نه وي خبر، چې ماشومان یې رواني اختلالات لري. تاسو به په دې لیکنه کې د سالمو ماشومانو ځانګړنې، د هغوی اروايي روغتيا لپاره د تګلارې او د ماشومانو هېښوونکو روغتيايي ګډوډیو په اړه پوه شئ.

 

په رواني لحاظ د روغ ماشوم ځانګړنې

ـ روغ ماشوم هیله مند وي

که په لنډ ډول ووايو نو ویلای شو، چې روغ ماشومان هېڅکله ناهیلي نه ښکاري. څېره یې تل ځلنده وي او په سترګو کې یې د ماشومتوب خاصه خوښي لیدلای شئ. که ستاسو ماشومان هم هیله من ښکاري نو، خوښ اوسئ. رواني روغتيا یې د ډاډ وړ ده.

 

ـ پر ځان باور

د روغو ماشومانو بله ځانګړنه دا ده، چې د هغوی لپاره د نه شم کولای، نه کېږي او امکان نه لري الفاظ هېڅ معنا لري. دوی هر کار ته په پوره علاقې او مینه ورغاړې وځي.

که ستاسو ماشومان پر ځان باور نه لري، نو رواني روغتيا یې ستونزه لري. خو دا د خفګان خبره نه ده. تاسو کولای شئ هغوی وهڅوئ او په درنښت ورته قایل شئ، ستونزه یې حل کېدای شي.

 

ـ له نورو سره ملګرتیا

په رواني توګه سالم ماشومان هېڅکله ګوښه ګير نه وي. دوی تل هڅه کوي له نورو ماشومانو سره ملګرتيا وکړي. که ستاسو ماشوم هم له نورو ماشومانو سره لوبې کوي او ګران وي ورته نو په رواني لحاظ روغ ماشوم دی.

 

ـ جرأت 

په رواني لحاظ رړغ ماشومان د خبرو او کړنو جرأت لري. البته په دې برخه کې د کورنۍ رول خورا مهم دی. باید خاصه توجه ولرئ.

 

په رواني لحاظ د سالمو ماشومان روزل

ـ هر کله چې نېک کار وکړي، و یې ستایئ.

ـ د مینې او محبت لپاره قید (شرط) مه ږدئ، یعنې تل مینه ورکړئ!

ـ داسې فضا برابره کړئ، چې د خوښۍ او ډاډ احساس ولري.

ـ لوبې ورسره وکړئ!

ـ که غلطي کوي، مه یې وهئ. په خبرو یې پوه کړئ.

 

د ماشومانو د رواني ګډوډۍ نخښې

ـ وېره او تشویش

ـ تل غلی اوسېدل

ـ په ازموینو کې له ډېرو هڅو سره ـ سره کمې نمرې اخیستل

ـ لټي

ـ ګوښه ګيري

ـ نا آرامي

ـ بد اخلاقي

ـ خفګان

وروستۍ خبرې

ددې لپاره چې په راتلونکي کې سالم ماشومان ټولنې ته وړاندې کړو، باید هغوی ته داسې چاپیریال برابر کړو، چې له وېرې، تاوتریخالي او توهين څخه پاک وي. تر څو مياشتو ماشوم په غیر شعوري توګه زده کړه وي، مګر له څو مياشتو ورړسته محیط د ماشوم په روزنه کې مهم رول لري.

 

 

Related Articles

د پیسو چاپ او کنټرول

۱. د پیسو چاپ څه ته وايي؟ د پیسو چاپ هغه بهیر ته ویل کېږي چې یو هېواد له خپل مرکزي بانک څخه نوي پیسې جوړوي او بازار ته یې وړاندې کوي. دا پیسې کولای شي کاغذي وي، یا هم سکې (فلزي پیسې). د پیسو چاپ یواځې د حکومت له‌خوا ترسره کېږي، او دا کار باید ډېر دقت سره وشي، ځکه چې که بې‌کچې پیسې چاپ شي، نو د هېواد اقتصاد ته تاوان رسوي. کله چې حکومت احساس کړي چې...

ودانیو ته د پلستر ورکولو ډولونه

ودانیو ته د پلستر ورکولو ډولونه او د کارولو ځایونه Types of Plaster for Building and their application پلستر دودانیو د زینتي وروستیو او بشپړونکو کارونو(finishing work) له ډلې شمیرل کیږي چې دیوالونو او چتوتو ته دښه  ښکاره کیدو ،ښویه کیدو او لاخوندیتوب لپاره ورکول کیږي.د پلستر په پروسو کې لومړی د خښتو یا بلاکونو په سطحه لامده مواد شیندل کیږي او بیا...

له موبايل څخه د ګټې اخيستنې ځينې آداب

ګرځنده موبایلونه زموږ د ورځني ژوند یوه برخه ګرځېدلې. موږ له کوره نیولې بیا تر بازار، کار ځای، موټر او نورو ځایونو کې اړ کېږو، چې خپل موبایل و کاروو. خو دا باید هېره نه کړو، چې ځينو ټکو ته مو باید پام وي. د موبایل کارول په مختلفو ځایونو کې خپل آداب لري. موږ ته پکار دي، چې په عمومي ځایونو لکه موټر، شفاخانه او یا بل هر ځای کې چې خلک ډېر وي په موبایل ک...

Recommended Articles

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته بيا بېرته خپل ټول تاثير له لاسه ورکړي، د هورمونونو تاثير د زيات وخت لپاره دوام کوي. د انسان په بدن...

ملا نصرالدین څوک و؟

ملا نصرالدين ته ترکان حواجه يا خواجه نصرالدين وايې، افغانان او اير انيان يې ملا نصر الدين (ملا نصرودين) بولي،عربان يې دجحا نصرالدين او افندي نصرالدين په نامه پيژني٠  ملا نصرالدين د يوه روايت پر بنسټ په اوومې هجري پېړۍ کې چې د١٢٠٩ زېږدېز/میلادي کال سر ه سمون خوري دسلجوقي واکمنۍ په زمانه کې دتر کيې دخورتو په ښار ګوټي کې دې نړۍ ته سترګې پرانيستلي دي...

کوټه سنګي ته ولې کوټه سنګي وايي؟

ځینې کسان په دې اند دي چې د کوټه سنګي نوم اصلا د هغې ډبرېنې کوټې څخه اخیستل شوی دی چې یو وخت په میرویس میدان کې جوړه شوې وه.ویل کیږي کله چې د دغه ځای د سړکونو کرښې وکښل شوې د سړکونو د تقاطع په نقطه کې یعنې په څلور لارې کې د ساتونکي لپاره د ډبرو یوه خونه جوړه شوه له همدې امله دا سیمه په کوټه سنګي یا د ډبرو د کوټې په نوم ونومول شوه.خو اصلا د دې  سیمې...