په رواني لحاظ د روغو ماشومانو ځانګړنې

R
Riaz Muqamzai
Author
Feb 10, 2021
5 years ago
2,562 views
په رواني لحاظ د روغو ماشومانو ځانګړنې

 

ژباړه ـ ریاض مقامزی

تاسو چې له خپلو ماشومانو سره هر ډول چلند کوئ او یا یې روزئ، مستقیماً د هغوی پر شخصیت او روان تأثیر کوي. یعنې ستاسو هره کړنه د هغوی پر روان ځانګړی اغېز لري. له ماشومانو سره په چلند، راکړه ـ ورکړه، خبرو او لوبو کې پوره غور او دقت په کار دی. که په دې ټولو برخو کې پوره دقت وشي، نو ټولنې ته به سالم وګړي وړاندې کړو.

ځينې کورنۍ د بېلابېلو کړنو له امله د خپلو ماشومانو اروايي روغتيا زیانمنوي، خو بیا هم په دې نه وي خبر، چې ماشومان یې رواني اختلالات لري. تاسو به په دې لیکنه کې د سالمو ماشومانو ځانګړنې، د هغوی اروايي روغتيا لپاره د تګلارې او د ماشومانو هېښوونکو روغتيايي ګډوډیو په اړه پوه شئ.

 

په رواني لحاظ د روغ ماشوم ځانګړنې

ـ روغ ماشوم هیله مند وي

که په لنډ ډول ووايو نو ویلای شو، چې روغ ماشومان هېڅکله ناهیلي نه ښکاري. څېره یې تل ځلنده وي او په سترګو کې یې د ماشومتوب خاصه خوښي لیدلای شئ. که ستاسو ماشومان هم هیله من ښکاري نو، خوښ اوسئ. رواني روغتيا یې د ډاډ وړ ده.

 

ـ پر ځان باور

د روغو ماشومانو بله ځانګړنه دا ده، چې د هغوی لپاره د نه شم کولای، نه کېږي او امکان نه لري الفاظ هېڅ معنا لري. دوی هر کار ته په پوره علاقې او مینه ورغاړې وځي.

که ستاسو ماشومان پر ځان باور نه لري، نو رواني روغتيا یې ستونزه لري. خو دا د خفګان خبره نه ده. تاسو کولای شئ هغوی وهڅوئ او په درنښت ورته قایل شئ، ستونزه یې حل کېدای شي.

 

ـ له نورو سره ملګرتیا

په رواني توګه سالم ماشومان هېڅکله ګوښه ګير نه وي. دوی تل هڅه کوي له نورو ماشومانو سره ملګرتيا وکړي. که ستاسو ماشوم هم له نورو ماشومانو سره لوبې کوي او ګران وي ورته نو په رواني لحاظ روغ ماشوم دی.

 

ـ جرأت 

په رواني لحاظ رړغ ماشومان د خبرو او کړنو جرأت لري. البته په دې برخه کې د کورنۍ رول خورا مهم دی. باید خاصه توجه ولرئ.

 

په رواني لحاظ د سالمو ماشومان روزل

ـ هر کله چې نېک کار وکړي، و یې ستایئ.

ـ د مینې او محبت لپاره قید (شرط) مه ږدئ، یعنې تل مینه ورکړئ!

ـ داسې فضا برابره کړئ، چې د خوښۍ او ډاډ احساس ولري.

ـ لوبې ورسره وکړئ!

ـ که غلطي کوي، مه یې وهئ. په خبرو یې پوه کړئ.

 

د ماشومانو د رواني ګډوډۍ نخښې

ـ وېره او تشویش

ـ تل غلی اوسېدل

ـ په ازموینو کې له ډېرو هڅو سره ـ سره کمې نمرې اخیستل

ـ لټي

ـ ګوښه ګيري

ـ نا آرامي

ـ بد اخلاقي

ـ خفګان

وروستۍ خبرې

ددې لپاره چې په راتلونکي کې سالم ماشومان ټولنې ته وړاندې کړو، باید هغوی ته داسې چاپیریال برابر کړو، چې له وېرې، تاوتریخالي او توهين څخه پاک وي. تر څو مياشتو ماشوم په غیر شعوري توګه زده کړه وي، مګر له څو مياشتو ورړسته محیط د ماشوم په روزنه کې مهم رول لري.

 

 

Related Articles

May 31, 2023
1,239 views

اوبو دکمښت وجي او علتونه

د اوبو دکمښت وجي او علتونه:دا چي په نړيواله سطحه داوبو کچه په کمېدو ده دکمېدو ځيني وجي يې لاندي ډول ذکر کوو. 1. په غير فني ډول دژورو کوهيانو کيندل.2. د مختلفو سرچينو څخه داوبو استحصال.3. دنفوسو تراکم . 4. دمختلفو سرچينو څخه داوبو ککړتيا رامنځته کېدل....

Nov 17, 2021
2,620 views

که د خیټې وازګو ختمول غواړئ دغه پنځه خواړه پریږدئ!

د خیټې وازګې او غوړ په نارینه او ښځینه دواړو کې په مساوي ډول رامنځته کیږي، پوهان وایي چې د خیټې وازګې د نورو په پرتله ډيرې سختې دي، نو څرنګه ترې ځان وژغورل شي؟ځینې داسې لاملونه شته چې د خیټې لاندینۍ برخه کې د غوړ په زیاتولو کې ځانګړی رول لوبوي، دغه ل...

Jul 29, 2021
2,996 views

ویلیام بلیک وپېژنئ!

لیکنه ـ ریاض مقامزی د نړۍ نامتو لیکوالو په نوملړ کې "ویلیام بلیک" هم د ښه نوم او مقام خاوند دی. نوموړی یوازې لیکوال نه و؛ ښه انځورګر او حکاک هم و. په دې لیکنه کې د نوموړې پېژندنه، ویناوې او د شعر بېلګه ولولئ!   ویلیام بلیک څوک و؟ د انګلستان هېواد...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,513 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,097 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
26,884 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...