هغه جملې چې ژوند مو بدلولای شي!

R
Riaz Muqamzai
Author
Mar 13, 2021
4 years ago
2,800 views
هغه جملې چې ژوند مو بدلولای شي!

ليکنه -  رياض مقامزی

دا ځل به د فرانسې د نوميالي شاعر او په اروپايي ادبياتو کې د ريالېزم د بنسټ ايښودونکي ليکوال (بالزاک) په ويناوو کې د ژوند درسونه ولټوو.

۱ـ “انسان له ناهيلۍ مري او اروا له ډېرې خوښۍ.”

يوازې د روح وتل د مړينې معنا نه لري. هرکه چې ناهيلي شوئ، په دې معنا چې تاسو مړه يئ. ناهيلي انسانان په ذهني لحاظ ځورېږي او هېڅ کار ته يې لاس نه ورځي. د بالزاک موخه دا ده، چې تاسو که ژوند غواړئ نو هيلې ولرئ او همدا ستاسو د ژونديتوب معنا لري. له هيلو پرته مړه يئ مړه!

همدا اوس له ځان سره فکر وکړئ، آيا تاسو هيلې لرئ؟ هيلې مو څه دي؟

که هره هيله لرئ، تاسو وته ژمن پاتې شئ او په ترلاسه کولو کې يې هېڅ درېغ مه کوئ. د جملې په بله برخه کې د ډېرې خوښۍ مسئله ده. پر له پسې خوښي له انسانه خپل رب هېروي او په دې توګه له اروايي مړينې سره مخ کېږي. په لنډ ډول ويلای شو، په هر ډول حالاتو کې خپل رب مه هېروئ. که خوښ يئ يا خفه خپل رب ته رجوع کوئ.

۲ـ “هېڅ وخت نه شئ کولای، چې د مور تر مينې رښتينې مينه پيدا کړئ.”

په دې کې لوی پيغام هغوی ته دی، چې له خپلو ميندو خفه دي. که ستاسو ميندې ژوندي وي، بختور خلک يئ. د خپلې مور قدر وکړئ او مينه ورکړئ. ځکه چې په نړۍ د مور د مينې په څېر حقيقي مينه نه پيدا کېږي. که تاسو هرڅومره لويه تېروتنه وکړئ، مور  مو بخښي او بيا مو هم ښکلوي، مګر نور انسانان هېڅکله دا خاصيت نه لري. نه مو ملګری او نه مو هم مېرمنه له لويې تېروتنې وروسته بخښي.

۳ـ “زياتې خبرې د منافقت نښه ده.”

د يوه ليکوال انسان د ژوند تجربه همدا ده، چې ډېرې خبرې د منافقت نښه ده. هغه انسان چې له موږ وړاندې تېر شوی او ډېر انسانان يې ليدلي دي. آيا تاسو داسې کوم څوک پېژنئ، چې ډېر غږېږي؟ که يې پېژنئ نو ويئ څارئ حتما به بدنيتي درته لري. خو بيا هم کېدای شي دا خبره پر ټولو انسانانو صدق و نه کړي، مګر دا خبره واضحه ده، چې پوه انسانان ډېر نه غږېږي او چوپيتا يې اختياره کړې وي.

۴ـ “نابغه هغه څوک دی، چې خپل فکرونه په عمل کې وکاروي.”

دلته نو بايد پوه شئ چې ستاسو او د يو نابغه ترمنځ توپير څومره دی. لږ دی بېخي لږ. که تاسو هم د خبرو پر ځای عمل ډېر کړئ نابغه يئ. همدا اوس خپل پلانونه وسنجوئ او عمل پرې وکړئ نو ډېر ژر به د بریا او پرمختګ خوند وڅکئ. 

د عادي او نابغه انسانانو ترمنځ توپير ډېر لږ دی. عادي انسانان يوازې فکر کوي خو نابغه وګړي بيا خپلو افکارو ته د عمل جامه ور اغوندي. تاسو څه پلان لرئ؟ آيا خپل هدف او پلان لپاره مو عملا اقدامات کړي؟ که ځواب مو هو وي نو بريالي يئ او که نا وي نو ځان اصلاح کړئ. يوازې د فکر او خيال تر پولو محدود مه پاتې کېږئ، کار وکړئ او مثبتې پايلې يې وګورئ!

Related Articles

Dec 26, 2021
2,959 views

خفګان مو داسې ختم کړئ!

لیکنه ـ ریاض مقامزی   په وروستيو څو میاشتو کې پراخ اقتصادي ناورین، نامعلوم برخلیک او ځينې نور عوامل ددې سبب شول، چې په ځوانانو کې د خفګان او ناهیلۍ يو ژور احساس را وپارېږي. تاسو مه خفه کېږئ، چون دا یو طبیعي حالت دی. که هرڅوک د افغانانو په څېر له یو...

Oct 24, 2021
3,243 views

د سټریس (فشار) د کمولو څو بېړنۍ لارې!

لکه څنګه چې موږ ټول پوهېږو په داسې ټولنه کې ژوند کوو، چې د سټریس د زېږېدونکو شرايطو شتون ډېر ممکن دي.  يواځینی کار چې موږ کولای شو دا دی، چې هر څومره زر کيږي بايد د سټریس زېږېدونکو شرايطو سره جدي برخورد وکړو.  لومړی ـ شوخي او خوشالي شوخي د سټریس د ک...

Feb 11, 2021
1,843 views

پلرونو تر منځ توپير

د ژمي شپې او ورځې وې ښوونځي مو رخصت وه د کلي په بازار کې مې د ریاضي کورس شروع کړ هره ورځ به په بایسکیل کورس ته تللم راتلم. بایسکیل به مې د کورس مخ ته له یوې ونۍ څخه کلک په ځنځیر تړه چې څوک یې را څخه غلا نه کړي خو د احتیاط سره سره یوه ورځ چې له کورس...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,726 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,140 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,022 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...