هغه جملې چې ژوند مو بدلولای شي!

R
Riaz Muqamzai
Author
Mar 21, 2021
4 years ago
2,933 views
هغه جملې چې ژوند مو بدلولای شي!

ليکنه ـ رياض مقامزی

دا ځل به د فرانسې هېواد نوبل جايزه ګټونکي ليکوال اناتول فرانس ((Anatole France)) په ويناوو کې د ژوند درسونه وڅېړو.

“خطا او اشتباه يو انساني کار دی، مګر تکرار يې حيواني کار دی.”

که د وينا ژورو ته ځير شو، نوموړی انسانانو ته دوه پيغامه لري. په لومړۍ برخه کې هغوی ته ډاډ ورکوي، چې په کوچنۍ خطا سره ځورېږي او تل ورته خپل زړه خوري. موږ او تاسو بايد دا ومنو چې انسان له سهوې او اشتباه خلاص نه دی. خو په دويمه برخه کې ټينګار کوي، چې تکرار اشتباه کول د بې عقلۍ ثبوت دی. 

که تاسو کومه غلطي کوي، بايد تل د يوه درس په توګه په خپل ذهن کې ولرئ. که له خطاوو مو درس زده نه کړ، نو حتما به يوه ورځ د ناکامۍ په سيند لاهو شئ. په لنډ ډول به يې ووایم، که خطا کوو درس زده کوو، اما تکرار يې هېښوونکی او نامناسب کار دی.

 

“که موږ په هر څه پوه شو، يو ساعت هم د ژوند تحمل نه شو کولی.”

ددې جملې په اړه فکر وکړئ او ووايئ چې د امانول موخه څه ده؟

دا يو څرګند حقيقت دی، چې څومره ډېر پوهېږئ هومره به ډېر ځورېږئ. ممکن د نوموړي موخه دا هم وي، چې ډېرو خبرو پسې مه ګرځئ. په قران کريم کې هم ښکاره امر دی، چې ((ولا تجسس)) ژباړه: ((تجسس (پلټنه) مه کوئ!))

نو ويلای شو، چې هرڅوک دې يوازې د خپل ځان مسوليت واخلي. د نورو په کارونو کې کار لرل او يا د هغوی په عيبونو او يا هم امکاناتو په اړه معلومات پيدا کول يوازې او يوازې زموږ درد زياتولای شي. همدا کافي ده، چې د خپلو کړنو ځواب ويونکي اوسو.

 

“خوښي له ژوند سره د جګړې تر ټولو ښه وسيله ده.”

ستونزې، خفګان او فشارونه د انسان له ژوند سره تړلي مسايل دي. خو ددې ټولو پر وړاندې درېدل او استقامت په کار دی. که داسې و نه شي د ناهيلۍ په اوج کې خپل شته خوښي او ژوند له لاسه ورکولای شو.

ښاغلی فرانس وايي، چې خوښي ښه وسيله ده، چې ژوند پرې تېر کړو. خو اوس پوښتنه دا ده، چې خوښي څنګه جوړه کړو؟ 

زه يې ځوابوم. يو ځای مو لوستي وو: ((خوښي کوم ځای نه دی، چې ورشو او نه هم کوم څيز دی، چې و يې پيرو. بلکې يو ذهني حالت دی، چې جوړول غواړي.))

حقيقت همدا دی. موږ او تاسو اړ نه يو چې په خوښۍ پسې وګرځو. يوازې د ځينو کوچنيو تګلارو له لارې يې جوړولای شو. پوهېږئ هغه تګلارې کومې دي؟

ـ په هر هغه څه چې لرئ شکر وباسئ.

ـ تل له ځانه ښکته خلکو ته وګورئ.

ـ ځان بوخت وساتئ. (بېکاره مه ګرځئ!)

ـ تل له نورو سره همکاري کوئ.

ـ کوچنۍ خوښۍ ونمانځئ!

ـ ځان له نورو سره مه پرتله کوئ.

ـ د هغه څه په اړه فکر مه کوئ، چې نه يې لرئ، هغه څه وګورئ چې لرئ يې.

 

“ژوند يو امانت دی، چې خدای تعالی بشر ته ورکړی دی؛ دغه امانت په ښه ډول وساتئ!”

د ليکوال موخه بېخي واضحه ده. ژوند په رښتيا هم امانت دی او بايد احتياط ورسره وشئ. خو څه کول پکار دي، چې دا امانت په سمه توګه وساتو؟

که تاسو د خپلې روغتيا په اړه بې غوره يئ نو دا په دې معنا ده، چې تاسو په امانت کې خيانت کوئ. تر هر څه لومړی خپلې روغتيا ته پام وکړئ. عبادات، له نورو همکاري، صدقات او ورته نور نېک کارونه په هغه صورت کې کولای شو، چې له بشپړې روغتيا برخمن اوسو. 

که لاندې کارونه کوئ، له ژوند سره خيانت کوئ!

ـ د وخت بې ځايه تېرول.

ـ ډېره غوسه.

ـ ورزش نه کول.

ـ عبادت نه کول.

ـ اصراف.

ـ قمار.

Related Articles

Aug 08, 2020
3,656 views

امونیم نایټرېټ څه شی او څومره خطرناک دي؟

امونیم نایټرېټ سپین، ښیښه یي غوندې کلک مواد دي چې په لویه صنعتي کچه جوړېږي. تر ټولو ډېر په کیمیاوي سره کې د نایتروجن سرچینې په توګه کارول کېږي، خو د دې ترڅنګ په کان کیندنه کې د چاودېدونکو موادو کار ترې اخیستل کېږي.امونیم نایټرېټ په ټوله نړۍ کې موندل...

Oct 10, 2023
1,597 views

مسجدالاقص او ژیړ رنکه ګنبده فرق

په بیت المقدس کې د مسجد قبة الصخره ګنبده د اسلامي معمارۍ په تاریخ کې تر ټولو لرغوني ګنبده ده چې په ۷۲ هجري کال کې جوړه شوي.یوه یادونه باید وکړم ځیني ملګري ژیړ رنګه ګنبده د مسجد الأقصی په نوم یادوي پداسې حال کې چې اصلاً دغه د قبة الصخرة ګنبدې په نوم ی...

Apr 08, 2021
5,181 views

د پروستات غُدې اړوند ناروغي!

پروستات ته په انګلېسي ژبه کې "Prostate" وايي. چې د "پروسټيټ" په شکل تلفظ کېږي. د نارینه وو په جنسي سیستم کې د مثل د تولید یوه اساسي غده بلل کېږي. ددې غدې حجم په سالمو وګړو کې چې عمر یې له ۵۰ کالو ښکته وي. د یوه چهارمغز په اندازه وي. چې وزن یې له "۰.۷...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,688 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,131 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
26,996 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...