څنګه پوه شو، چې يو کس مونږ سره کينه لري؟

R
Riaz Muqamzai
Author
Mar 25, 2021
4 years ago
6,377 views
څنګه پوه شو، چې يو کس مونږ سره کينه لري؟

ژباړه: قدر ت الله حبيب

کله کله انسان نه پوهيږي چې خلک دوې سره ولې خرابه رويه کوي،  کله چې انسان، بريا ته ورسيږي ، مشهور شي ، په مالي لحاظ لوړ شي، خوشاله وی، د ډاډمن  ژوند تيروي، کله کله حسد ددې له امله هم وي چې خلک ولې مينه تاسې سره لري.داسې وخت کې به دې ځينې خلک ستاينه کوي، او ځينې به درسره کينه پيدا کوي. په حقيقت کې حسد د انسان داسې احساس دی چې مونږ ته چې څه راکړل شوي  مونږ په هغې راضی نه يو.  د حسد کوونکو خلکو ځينې نښې عبارت دي له:

 

1. حسد کوونکي خلک به ستاسې دوه مخيز (رياکاری) او غلطه ستاينه کوي!

په ياد ولری! چې حسد کوونکي خلک کله هم دا نه منئ چې ګنې دوې له تاسې سره کينه لري.کله چې ستاسو په اړه ښه خبر راشي دوې به خپله مکاري شروع کړي  د دروغو  به تاسره ځان همکار ښايي.حسد کوونکو سره چې مخامخ يې ستا ستاينه به کوي خو چې نه وې پس شا به خلکو ته ستا عيبونه سپړي.دا خلک دوه مخې وي، ډير په مشکله به د هغې رښتنې څيره پيدا کړی، نو دې خلکو سره احتياط کوئ. 

کله چې تاسې يوه لاسته راوړنه(ښه خبر) ولری، نو حسد کوونکي خلک به د يو اوږد ځنډ نه وروسته تاسې ته مبارکي درکوي، دا ددې معنا لري چې دوې تاسې سره پټه کينه لري.

 

2. حسد کوونکي خلک پياوړي مقليدين(کاپي کوونکي) وي

سره ددې چې ځينې ارواپوهان په دې عقيده دي، تر ډيره مقليد د چاپلوسانو نښه ده، خو دا عمومي نه ده، هغه خلک چې تاسې سره حسد لري دوې ستاسې عادات نقل کوي، دوې ستاسې د ويښتو، جامو سټايل، قدم وهل، حتا خبرې کول کاپي کوي، په لومړيو کې دوې چاپلوسي کوي خو وروسته تاسې ته دوې د سر درد سبب ګرځي، په داسې وخت کې غوره طريقه دا ده چې دوې ته ډيره پاملرنه مه کوئ.

دوې هغه څه چې تاسې لری هغې سره هم حسد کوي لکه (لوبه) دوې غواړې له تاسو څخه هغه تر لاسه کړي، هغه خلک چې تاسو سره کينه لري دوې په بيلابيلو لارو ستاسو ژوند تګ لارې نقل کوي، او په ډير لږ بدلون سره هغه په خپل ژوند کې عملي کوي.

 

3. دوې خپل استعداد نه زيات خپل برياليتوبونه ښايي

کله چې تاسې په عاجزانه ډول خپلې لاسته راوړنې بيانوی ، حسد کوونکي خلک به خپلې لاسته راوړنې په ډير مهارت سره  له تاسو غوره وښايې، سره ددې چې د هغوې لاسته راوړنې به ستاسې نه ډيرې کوچنې وي. کله چې حسد کوونکي خلک  يوه وړه لاسته راوړنه ولري. دوې کوشش کوي چې ټوله دنيا په ځان خبره کړي.

 

4. حسد کوونکي خلک په قصدي(ارادي) ډول نا سم مشوره درکوي

څرنګه چې حسد کوونکي خلک نه غواړي ته نورې لاسته راوړنې ولري، له همدې امله دوې په موخيز ډول نه غواړي ته دې نورې لاسته راوړنې ولري، ځکه ناسمه مشوره درکوي، دوې حتا دومره کوښښ کوي او تاسې بې زړه کوي چې تاسې د يو کار د ترسره کولو هڅه هم ونه کړي.

په ياد ولری! حقيقت دادی چې دوې هيڅکله نه غواړي چې تاسې دې په خپل ژوند کې کامياب شی.که تاسې ددې مخکې خپل پلان شريک کړی دوې به د هر چا نه مخکې ستاسې د پلان په نيمګړتياو خبرې شروع کړي،ځکه دوې کوښښ کوي چې ستاسو خوبونه عملي نه شي.

 

5. حسد کوونکي خلک به ستاسو په اړه خلکو ته ناسم فکر ورکوي 

څيړنو ښودلې هغه خلک چې نورو پسې شايعات کوي دوې اکثرا خپله خفه او د شديد فشار، او تشويش لاندې وي، دوې کوښښ کوي چې ځان تر نورو غوره وښايې په داسې حال کې چې دوې خپله د خپل ځان په اړه هم ډاډمن نه وي، حسد کوونکي خلک هر وخت ډير کوښښ کوي چې خلکو ته ستاسې لاسته راوړنې کمې وښايې.

 

6. دوې ډير سيالي کوونکي وي 

لکه څنګه چې مونږ يادونه وکړه چې حسد کوونکي خلک هر ډګر کې امکان ترحده غواړي تاسې مات کړي، دوې غواړي ستا ټول جلال پټ کړي، ځکه دوې فکر کوي ته يې لياقت نه لری. له همدې امله دوې سيالي کوي په ځانګړي ډول د کار ساحه کې.که غواړی چې سيالي مو ګټلی وي د موږک او پيشکې کاټون لوبه ترې مه جوړوي(سيالي مه ورسره کوی).

 

7. حسد کوونکي خلک به په تاسو نيوکې کوي

حسد کوونکي خلکو ته چې کله هم موقع په لاس ورغله په تاسو به نيوکې کوي، که چيرې تاسې داسې خلک ګورې چې هر وخت په همدې فکر کې وي، هو، دوې حسد کوونکي دي.منځني خلک هم نیوکې کوي خو حسد کوونکي خلکو دا دنده ګرځولي وي او ددې نه خوند اخلي. ددوې نيوکې تر ډيره نامناسب وخت او ځای(مجلس، فيسبوک ) کې وي ددې لپاره چې تاسې خجالته کړي.

 

8. حسد کوونکي خلک خپله يوه ښپه په بلې اچوي 

د باډي لنګويج(د بدن حرکاتو) د ماهرينو په اساس يو کس خپله يوه ښپه په بلې ښپې د ډيرو عواملو په اساس اچوی، يو عامل يې دا هم دی چې کله چې انسان کوم کس سره د حسد په حال کې وي دا عمل تر سره کوي، که چيرې تاسې د خپلو لاسته راوړنو په اړه غږيدی،او مقابل لوري دا عمل ترسر کړ، ددې امکان شته ډير دي چې نوموړې تاسې سره حسد لري.

 

9. حسد کوونکي خلک ستاسو په ناکامۍ جشن کوي!

کله چې تاسې په يو کار کې ناکام شي ددوې طبعيت ډير جوړ او خوشاله وي، کله کله دوې ددې لپاره چې تاسې پرې پوه نشي هس د دروغو ځان خواخوږی ښايې او دا ددې لپاره چې دوې تاسو نه نور معلومات هم ترلاسه کړي.

 

10. حسد کوونکي خلک د پلانو  ويجاړولو ځانګړی استعداد لري

د حسد کوونکو خلکو يوه نښه دا هم ده، چې په ډیرې خوشالۍ سره تاسې ته خراب خبر درکړي، دوې ځان داسې ښايې چې دوې ستاسو ډير خواخوږي دي او ستاسو په ګټه خبره کوي. د بيلګې په ډول که ته دوې ته ووايې زه راتلونکي هفته پلان لرم خپلو ملګرو چيرته چکر ته لاړ شم دوې به ووايې چې راتلونکي هفته د باران د وريدو امکان ډير دي، دې سره به ستاسو زړه کې يو شک پيدا کړي.

 

11. دوې تاسو د نورو خلکو مخکې سپکوي 

د حسد کوونکو خلکو يوه نښه دا هم ده چې دوې تاسو د نورو مخکې سپکوي، دوې په دې کار سره خلکو ته ښايې چې دوې تاسو نه لوړ دي او دويم دا چې ستاسو غوره والی د لمنځه وړلو کوښښ کوي.

 

12. په ټوله کې دوې به له تاسې څخه نفرت کوي پرته له کوم دليله 

حسد کوونکي خلک کله هم دا نه مني چې دوې له تاسره نفرت کوي، ځکه  نو دې خلکو سره اړيکه کمه کړئ.

 

13. دوې اکثرا ستاسې په برياليتوبونو کې غير حاضر وي 

حسد کوونکو خلکو ته دا ډيره ګرانه تماميږي، چې ستاسې په خوشاليو کې ګډون وکړي ځکه نو دوې ډير کوښښ کوي چې په يو نه يو بهانه ستاسو خوشالۍ کې ګډون ونه کړي.

 

که دغه پورتنې نښ تاسې په کوم کس وليدې ځان ترې وساتئ.

Related Articles

Jun 29, 2021
2,767 views

یونان؛ د تمدن د پیل مرکز

ژباړه ـ ریاض مقامزی د نړۍ له سلګونو هېوادونو یې ممکن موږ یوازې د لسګونو له نومونو سره اشنا یو او کېدای شي د ګوتو په شمار هېوادونو په اړه معلومات ولرو. کتابتون ویبسايټ د خپلو لوستونکو د معلوماتو ډېرولو په پار د وطنونو لړۍ پيل کړې ده. ددې لړۍ په دې لی...

Jun 01, 2021
1,443 views

کدام حنفیت؟

کدام حنفیت؟ عزیز احمد حنیف فقه حنفی با وجود غنای عقلانی‌ای که در میدان‌های مختلف فقهی به‌شمول سیاست، اقتصاد و مدنیت در قرن‌های نخست داشته است، اما در سه قرن اخیر، به‌ویژه پس از تأسیس دارالعلوم دیوبند تا حال در بُعد سیاست و رهبری، هیچ دست‌آورد و تول...

Feb 24, 2023
2,136 views

لنډه کیسه: ټکر

ټکر (لنډه کیسه) لیکواله: شکېبا نادري سړي نارې کړې: ــــ له بازاره خو به مو بل څه نه وي پکار؟ غوټۍ خبره ور غبرګه کړه: ـــ نه پلاره، هر څه شته. ټول چمتوالی نیول شوی، مېلمانه به هم اوس راورسېږي. غوټۍ له خوشحالۍ په جامو کې نه ځایېده، له المارۍ یې خپلې ن...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,534 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,106 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
26,900 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...