کمال خان څوک و؟

R
Riaz Muqamzai
Author
Mar 27, 2021
4 years ago
4,035 views
کمال خان څوک و؟

 

لیکنه ـ ریاض مقامزی

په دې وروستيو کې د کمال خان بند جوړېدو د ګڼو افغانانو په څېرو کې د خوښۍ مسکا راوسته. ددې بند په جوړېدو سره به نیمروز ولایت په اقتصادي او ټولنيز لحاظ لاپرمختګ وکړي. همدارنګه ګڼې دښتې به یې ښېرازې او تیارې خونې به یې رڼا شي. خو ددې لیکنې بحث دا دی، چې کمال خان څوک و؟ تاسو به د لیکنې تر پایه پوه شئ او ددې پوښتنې ځواب به ومومئ.

کمال خان څوک و؟

د نوموړي په اړه دوکتور اعظم سيستاني ليکي: "د ايوان سميت په نوم انګرېز افسر چې د جنرال ګولډ سمیټ د سکرتر په توګه دنده درلوده، په "۱۸۷۲م" کال کې له کوهک بند څخه تر کمالخان بندر پورې سفر کړی دی، هغه د کمال خان شجره داسې بیانوي: "جان بیک د (خان جانخان، اسلام خان یا اسلم جان، او نواب خان) په نامه درې زامن درلودل. د خانجان خان زوی ابراهیم خان نومېده، چې د چخانسور واګي یې په لاس کې وې. امام خان چې د اسلم خان زوی و، حسین آباد یې په خپل واک کې درلود. خو د نواب خان زوی "سردار کمال خان" نومېده، چې "چهاربرجک" سیمه یې په اختیار کې وه. پخپله کمال خان بیا اته زامن درلودل، چې "محمد عمر خان، محمد رضا خان او سرفراز خان" یې ډېر مشهور وو.

د سردار کمال خان نفوذ پر هغو کوچي بلوچانو ډېر دی، چې د هلمند له سیند چپ طرف ته د کمالخان بندر او رودبار ترمنځ پراته دي. رودبار سیمه بیا د نوموړي او سردار امام خان ـ چې د کمالخان ترور زوی دی ـ ترمنځ وېشل شوې ده. او هر یو یې خپلې کلاګانې لري، خپلو کسانو او زامنو ته یې سپارلي، چې د ځمکو د عایدات په وېش کې نظارت وکړي. د سردار امام خان پر نسبت د کمال خان ځواک ډېر دی."

په لنډ ډول ویل شو، چې کمال خان پر وطن او خپلو خلکو مئين شخص و، چې سلګونه کلونه وړاندې یې ژوند کاوه. نوموړي د خلکو له سمې مرستې پرته د لرګیو او شته امکاناتو په مرسته چهاربرجک سیمه کې یوه اندازه اوبه مهار کړې. پر مټ یې شاوخوا سیمې ښيرازه شوې. خو د ګوډ تيمور په وخت کې پر یاده سیمه برید وشو او هغه بند له منځه يوړل شو.

له هغه وروسته سردار محمد داوود خان وویل، چې یاد بند به جوړوي، خو له بده مرغه شهید کړای شو. نوموړي هم خپل ارمان ګور ته یووړ. د خوښۍ خبر دا دی، چې یاد بند په اوس وخت کې جوړ شو. د کمال خان او سردار محمد داود خان ارمانونه به پوره شوې وي.

Related Articles

Jul 14, 2020
2,855 views

په يو ټيم کې په شريکه د کار کولو ګټې

ګډ کار يا په يو ټيم کې په شريکه کار ډېرې ګټې لري، مګر بدبختانه دا بايد په تاسف سره ووايم، چې دلته یوه لویه بدبختي دا ده، چې ځوانان په ګډه یا یو ټیم کې کار نه ترسره کوي. هر يو ځان ځاني خوښوي، هر یو ځان ته بېله، بیله جنډه پورته کوي، او کوښښ کوي د یو کا...

Jun 28, 2024
1,340 views

لس کاروبارونه چې په اسانۍ او لږې سرمایې سره پیلولی شو

هغه لس کاروبارونه چې په اسانۍ او لږې سرمایې سره پیلولی شو. (1 )  د تصفیه شوو اوبو خرڅلاو : اوس وخت کې نږدې د هر کور او هر کارځای اړتیا ده چې تصفیه شوې اوبه وپیري، نو ددې لپاره کولای شو چې حتا بیخي په کمو امکاناتو هم دغه ډول خدمات عرضه کړو که چیرته د...

Jul 16, 2025
1,024 views

!!!!ناآشنا دوسته

ته زما د ژوند يو غوره او ښکلي فصل وي هغه فصل چي هيڅکله مي نه غوښتل پاي ته ورسيږې، خو بدبختانه د ليکلو په وخت کي د قلم رنګ خلاص شو او زموږ د ملګرتيا کتاب نيمګړي پاتي شو، ريښتيا غوښتل مي ووايم ما اميد درلوده زموږ کيسه داسي پای ته ونه  ورسيږي، اصلا دا ه...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,691 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,132 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
26,998 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...