د شنو چايو ګټې او زيانونه

R
Riaz Muqamzai
Author
Mar 28, 2021
4 years ago
5,386 views
د شنو چايو ګټې او زيانونه

ژباړه ـ ریاض مقامزی

د اوړي په را نږدې کېدو سره د انسان بدن په ډېره اندازه اوبه له لاسه ورکوي، چې له همدې امله خلک ډېر چای څښي. خو ډېری خلک نه پوهېږي، چې د شنو چایو ګټې او زیانونه کوم دې. په دې لنډه کې به پر همدې موضوع پوه شئ. 

 د شنو چايو روغتيايي ګټې
 ـ ستاسو د جلد د ښکلا او تازګۍ سبب کېږي.
 ـ ستاسو د بدن اړتيا وړ ويټامين سي او E برابروي.
 ـ د وزن په کمښت کې هم د پام وړ ګټور ثابتېږي.
 ـ د الزایمر په مخنيوي کې رول لري.
 ـ د خولې د بد بوی مخنيوی هم کوي.
 ـ د اسهال او کانګو په وخت کې هم بې ګټې نه دی.
 ـ د خفګان او سټریس په مخنيوي کې یې هم اغېز ثابت شوی.
 ـ د زړه د سکتې او نورو ناروغيو په مخنيوي کې هم ګټور دی.
 ـ د وینې غوړ هم په مناسبه اندازه کموي.
 ـ د لوړ فشار او وينې د شکر په کنترول کې مرسته کوي.
 ـ د ځیګر لپاره هم ګټور دی، او د ځيګر د سرطان په مخنيوي کې هم مرستندوی دی.
 ـ د قوي انتي اکسیدان لرلو له کبله، د سرطان ضد هم دی.

 زیانونه
 باید هېر نه کړئ، چې ددې ټولو ګټو سره ـ سره د شین چای ډېر څښل ستاسو روغتيا هم ننګوي. خو پوښتنه دا ده، چې د شنو چايو ورځنی مناسبه اندازه څو ګیلاسه ده؟ په عمومي ډول د ورځې له ۴ تر ۶ ګیلاسه باید وڅښل شي. له دې ډېر ځينې زیانونه لري. لکه:
 ـ د اوسپنې او کلسیم د جذب مخنيوي کوي، او په دې توګه د وينې د کمښت سبب کېدای شي.
 ـ همدارنګه په ځينو مواردو کې د قبضیت سبب هم کېږي.
 ـ د غوسې او بې خوبۍ لامل هم دی.

Related Articles

May 26, 2021
2,192 views

نابغه لیکوال "تورګینیف" وپېژنئ!

لیکنه ـ ریاض مقامزی  د نړۍ والو ادبي څېرو د پېژندنې په لړ کې به نن د روسیې د نولسمې پېړۍ نامتو سبک پېژندونکي او لیکوال په اړه لا ډېر پوه شئ. د لیکنې ترپایه د ښاغلي تورګینیف پر ژوند او فن ډېرې خبرې وشي.    تورګینیف د روسيې ددې ستر لیکوال او سبک پې...

Jun 30, 2022
1,531 views

د افغانستان د ډبرو سکرو صادرات او تازه جنجالونه

د افغانستان د ډبرو سکرو صادرات او تازه جنجالون  لیکنه: امین ستانکزید مشهور ځمک پېژندونکي، سکاټ مونتګو مري په خبره که چیرته په افغانستان کې امنیت او سوله راشي نو تر لسو کلونو پورې اړتیا ده، چې د افغانستان کانونه د هېواد د عوایدو اساسي سرچینې  شي او ک...

Jan 12, 2023
1,333 views

افسانچه ( غفور او رحیم)

مولوي صيب چي به ټوله هفته پردي حقونه اووهل نو د‌جمې په ورځ به په جمات کښې د ممبر د‌پاڅه خلقو ته لګيا شو .چې الله ډير غفور او رحیم دے

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,810 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,159 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,089 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...