To start downloading books

Please sign in or create an account.

څنګه کولای شم، یوه بله ژبه زده کړم؟

څنګه کولای شم، یوه بله ژبه زده کړم؟

لیکنه ـ ریاض مقامزی

په اوس وخت کې ډېری خلک هڅه کوي، چې نوي ژبې زده کړي، ترڅو ډېره پوهه ترلاسه کړي. په ځانګړې توګه د نړېوالو ژبو زده کړې ته ډېره پاملرنه کېږي. مګر ځينې خلک په ډېرو معتبرو او نوموتو تعليمي ځايونو کې د درس ويلو سره ـ سره بیا هم نه توانېږي، چې ژبه زده کړي. د همدې ستونزې د حل لپاره دلته ځينې لارښوونې لوستلای شئ. د هرې ژبې په زده کړه کې دا لارښوونې په کارېږي. 

 

لومړی ـ د زده کړې دلیل معلوم کړئ!

ځينې خلک د رواج په شکل د بلې ژبې زده کړې ته مخه کوي. یعنې کله چې وګوري، په تره زامنو، کلي او یا بل ځای کې نور خلک د ژبو په زده کړه بوخت دي، نو دوی هم د رقابت او سیالۍ له مخې د ژبې زده کړې ته مخه کړي. دا کار هېڅ مناسب نه دی.

د ژبې د زده کړې لپاره باید داسې یو دلیل ولرئ، چې تاسو وهڅوي او هېڅکله ترې لاس وانخلئ. مثلا، بله ژبه ددې لپاره زده کوئ، چې بل هېواد ته د زده کړو لپاره لاړ شئ. دا اوس یو بهترین دلیل کېدای شي، چې تاسو وهڅوي او ژبه زده کړئ. د ژبې زده کړه په رواجي شکل ډېره سخته ده. باید یو دلیل او مشخص هدف ولرئ!

 

دویم ـ ملګري پيدا کړئ!

تاسو د ژبې د زده کړې لپاره باید داسې ملګری ولرئ، چې پر هغې ژبې برلاسی وي، کوم چې تاسو یې زده کول غواړئ، یا حد اقل له تاسو ډېر پوه اوسي. په دې کار سره تاسو کولای شئ د نوموړي له تجربو ګټه واخلئ او  یا هم ورسره وغږېږئ. که تاسو په غږېدا کې کومه غلطي کوئ او مقابل کس یې درته شرحه کړي نو دا مو هېڅلکه له یاد نه وځي.

 

درېيم ـ له ځان سره وغږېږئ 

له ځان سره غږېدل په ارواپوهنه کې یو ډول ناروغي بلل کېږي، خو په یاد ولرئ، چې د ژبې په زده کړه کې له ځان سره غږېدل رواني ستونزه نه ده. بلکې دا د ژبې د زده کړې یوه غوره لاره ده. 

ممکن تاسو ته پوښتنه پيدا شوې وي، چې د خبرو لپاره مو پورته د یو ملګري درلودل اړين بللي او دلته وایو، چې باید له ځان سره وغږېږو. خو دا مه هېروئ چې دواړه ځانته ګټې لري. له ځان سره په غږېدا کې تاسو پر ځان باور پيدا کوئ، همدارنګه کم جرئتي مو له منځه ځي.

 

څلورم ـ د کوچنیانو په څېر اوسئ!

موږ نه وایو، تاسو دې لوښي مات کړئ یا دې د ماشومانو په څېر حرکات وکړئ. موخه دا ده، چې د ژبې په زده کړه کې د ماشومانو تګلاره وکاروئ. که مو فکر کړی وي، ماشومان لنډې ـ لنډې خبرې کوي، مشران ترې خوند اخلي او خاندي. خو ماشوم هېڅکله دا خندا جدي نه ګڼي. بلکې لا نور غږېږي. تاسو هم باید همداسې اوسئ. ډاډه وغږېږئ، که غلطېږئ دا کوم عیب نه دی، بلکې د زده کړې لاره جوړوي. 

 

پنځم ـ غوږ ونیسئ! 

کله چې کومه ژبه زده کوئ، نو د ژبې ويونکو ته غوږ شئ. دا کار ډېرې ښې پایلي لري. تاسو پرته له دې چې کورس ته لاړ شئ، نوي لغات او د لغات کارول زده کوئ. هڅه وکړئ ښه اورېدونکي اوسي. تاسو چې څومره په ځيرتیا غوږ نیسئ هومره ژر ژبه زده کولای شئ. 

 

شپږم ـ فیلمونه وګورئ

که تاسو هره ژبه زده کوئ، د هماغې ژبې اړوند د فیلمونو کتل له تاسو سره ډېره مرسته کولای شي. د فیلمونو یوه ګټه دا ده، چې تفریحي بڼه لري او د ستړیا احساس به نه کوئ.

همدارنګه په فیلمونو کې د ژبې د اصلي ويونکو په څېر خبرې کېږي. د کورس او بل ځای ژبه زده کول لکه د فیلم هومره ګتور نه وي. 

 

اووم ـ ګرامر ته ډېر مه وارخطا کېږئ!

ځينې خلک ددې لپاره چې ګرامري غلطي و نه کړي، خبرې نه کوي او خپله ډېره توجه ګرامر ته کوي. خو دا هېروي چې خپله مورنۍ ژبه یې هېڅلکه د ګرامر له ویلو نه ده پیل کړې، بلکې لومړی یې پرې خبرې کړي دي. آیا تاسو د پښتو په ګرامر پوهېږئ؟ د ډېرو ځواب به نا وي. مګر ژبه به یې زده وي. کله چې ژبه زده کوئ، ډېر اړین ګرامري مسایل وګورئ او نور ډېرو پسې یې سر مه خوږوئ. هغه وروسته پخپله زده کوئ.

Related Articles

د کتابتون ډالۍ (۱)

لیکنه ـ ریاض مقامزی په نړۍ کې اکثره خلک د تېر او یا هم د راتلونکي په اړه فکر کوي. یا به پر خپلو بریاوو ویاړي او یا به خپلو ناکامیو ته د بې وسۍ اوښکي تويوي. همدارنګه د راتلونکي په اړه هم دوه ډوله فکر مسلط دی. یوه ډله وګړي راتلونکي ته خوښ وي او دویمه ډله له خپلې آیندې وېره لري. په هر حال؛ دا خبرې عادي دي. مګر پوهېږئ بریالي خلک څوک دي؟ پورته یاد شو...

باربیری توافقنامه

#باربیري_توافقنامه خبر دي یاست!!!له نن څخه سل کاله مخکې امریکا مسلمانانو ته جزیه ورکوله. 1785 میلادي کال باندي لومړی ځل د امریکا سمندري بیړۍ د خلافتِ عثمانیه 🇹🇷 بحري ځواکونو په سمندر کې ونېوله، تر 1793 میلادي کال پورې دوولس دانی نورې بیړۍ هم د خلافت ځواکونو ونیولې بالآخره ناچاره امریکا له عثماني خلافت سره (توافقنامه) لاسلیک کولو ته اړ شوه، د (با...

په روژه کې څه وکړو چې روغ او تکړه پاتې شو؟

روژه راورسېدله. د اسلام درېيمه بنا او سپېڅلې میاشت چې د نړۍ مسلمانان ورته هر کال په همدغو شپو ورځو کې سترګې په لار وي. ډېر خلک نه پوهېږي، څه وکړي چې په دې میاشت کې خپل بدن او ذهن روغ وساتي. په دې لیکنه کې ځينې لارښوونې شته چې څوک څنګه په روژه کې سم خوراک وکړي او ځان له رواني او بدني یا جسمي پلوه روغ رمټ وساتي.  یو پلان ولرئ: که درس وایئ، له کوره ک...

Recommended Articles

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته بيا بېرته خپل ټول تاثير له لاسه ورکړي، د هورمونونو تاثير د زيات وخت لپاره دوام کوي. د انسان په بدن...

که دا عادتونه خپل کړئ له غربت څخه خلاصېږئ!

لیکنه ـ ریاض مقامزی دا به سمه خبره وي، چې شتمني له قسمت سره تړلې ده؛ خو دا خبره هم هېڅکله غلطه نه ده، چې ستاسو عادات په دې برخه کې رغنده رول لري. که تاسو هر څومره ډېرې پیسې ولرئ؛ مګر پر مصرف، پانګونې او نورو لاروچارو پوه نه شئ ډېر ژر به مو غربت د کور تر دروازو ورسېږئ. یا که ډېر غریب هم یئ؛ مګر دا لارښوونې عملي کړي، نو ډېر امکان شته، چې له غربت څخه...

د خپل مخ پوستکی څنګه ښکلی کړو

د خپل مخ پوستکی څنګه ښکلی کړو، چې د هرچا د خوښې وړ وګرځي؟پر پوستکي مختلف داغونه د مختلفو عواملو له امله پیدا کېدی شي لکه د لمر د وړانګو له امله، د ځینو درملو د استعمال له امله او یا کېدای شي د عمر په زیاتېدا سره هم ځینې نښې نښانې را څرګندې شي. په همدې اساس د هر عامل له وجې د پوستکي د داغونو درملنه هم په جدا ډول سره کېږي، چې باید توپیر یې وشي، لکه...