د کتاب لوستو په بدل کې خپل زوي ته ډالر ورکوونکي پلار باندې نيوکې

S
Shamshad Zaheer
Author
Jul 25, 2020
5 years ago
3,223 views
د کتاب لوستو په بدل کې خپل زوي ته ډالر ورکوونکي پلار باندې نيوکې

نن سبا په ټولنيزو رسنيو هغه امريکايي پلار باندې نيوکې کېږي، چې وايي د کتاب د لوستو په بدل کې خپل زوي ته ډالر ورکوي. هغه وايي چې د ١٦٠ مخونو کتاب په بدل کې خپل زوي ته ١ ډالر ورکوي.

د سان فرانسيسکو په بى ايريا کې اوسېدونکي ډيويډ ووډلېنډ تېره اونۍ په ټويټر کې ليکلي و، چې هغه د يو کتاب لوستو په بدل کې خپل زوي ته ١ ډالر ورکوي، هغه وايي چې له زوي سره يې د ١٦٠ مخونو د کتاب خبره شوې ده.

نوموړي دا هم ليکلي و، چې په دې کال کې يې خپل زوي ته ١٢٠ ډالر ورکړي دي. هغه وايي چې زما زوي فکر کوي چې ما لوټي، خو زه غوره پانګونه کوم.

 

@DavidSven
We pay my oldest $1 every time he reads a book. We’re talking 160 page chapter books.  
 I’m out $120 this year and he thinks he’s ripping me off. Best investment ever.

خو د هغه له دې ټويټ وروسته په ټويټر کې يو شمېر خلکو په هغه سختې نيوکې وکړې. خلکو ورته وليکل چې دا کار غلط دى، ځکه چې له خپل زوي څخه يو لالچي انسان جوړوي.

يو شمېر خلکو دغه کس ته په ځواب کې ليکلي و، چې که په دې کوچني عمر کې يې زوي د پېسو عادت خپل کړ، نو که چېرته سبا پېسې ور نه کړل شي، ښايي هغه د کتاب لوست هم پرېږدي.

همدا راز يو شمېر کسانو بيا ډيويډ ووډ لېنډ ته مشوره ورکړه، چې د کوم ارواپوه سره دې وويني، تر څو د هغه ستونزه ورحل کړي.

خو د خلکو له نيوکو وروسته ډيويډ ووډ لېنډ په يو بل ټويټ کې له خپل ځان نه دفاع هم وکړه. هغه وويل چې خپل زوي ته د کتاب د لوستو په بدل کې د ډالر ورکولو مشوره د هغې د مېرمنې وه، نو هغه ځکه دا کار وکړ. نوموړي وليکل، که په دې اړه کومې نيوکې او ستاينې کېږي، نو د هغه نيوکو او ستاينو حقداره يې هم مېرمن ده.

د يادولو وړ ده چې د ډيويډ ووډ لېنډ دا ټويټ څه کم پنځه سوه زرو کسانو خوښ کړى دى، تر ٤٤ زرو څخه زياتو کسانو ريټويټ کړى دى او همدا راز له ١٢٠٠ څخه زياتو کسانو بيا پرې تبصرې کړې دي.

Related Articles

Jun 02, 2023
2,819 views

تهداب ډولونه

د تهداب ډولونهپه عموم کې تهدابونه په دوه ډوله دي1) سطحي تهدابونه  Shallow foundations2) عمقي تهدابونه Deep foundations 1) سطحي تهدابونه : - کله چي د کوم تهداب عرض له ارتفاع څخه زیات وي دې ډول تهدابونو ته سطحي تهدابونه وایي. چي په لاندي ډولونو باندي...

Feb 20, 2022
2,832 views

د خپل ځان په اړه څومره پوهېږئ؟

لیکنه ـ ریاض مقامزی   په ژوند کې د پرمختګ او بریا لپاره تفکر، تمرکز او دقیق اوسېدل ډېر اړین وي؛ خو اکثره انسانان دا خویونه نه لري. له همدې کبله د برياليو کسانو شمېر کم دی او ډېر لږ خلک ښه راتلونکی جوړوي. پدې برخه کې یوه اساسي ستونزه دا ده، چې انسانا...

Mar 09, 2023
2,285 views

وظايف سرویر (نقشه بردار) در پروژه سرک سازی

✍🏻 | وظايف سرویر (نقشه بردار) در پروژه سرک سازی:————————————————۱- تهیه گزارش روزانه نقشه برداری یا سروی.۲- تحویل لیست استیشن ها مختصاتی مسیر.۳- محاسبه مسیر و کنترل استیشن ها و اعلام نتایج در زمان کمتر.۴- مطالعه اسناد پیشنهادی، بررسی نقشه های مسیر ش...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,998 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,208 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,208 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...