خپګان ( خفګان ) څه شى دى ؟

K
Ketabton
Author
Jul 06, 2020
5 years ago
6,644 views
خپګان ( خفګان ) څه شى دى ؟

څوك خپه كېږي او ولې؟ 

خپګان يوه داسې ناروغي ده، چې په هغې باندې د اخته كېدو اټكل  پر ټولو يو ډول دى .

خپګان زوړ او ځوان، بډايه او بېوزله، لوستى او نالوستى، تور او سپين، ښځه او نر، دينداره او بې دينه نه پېژني او كولاى شي، چې ټول خلك اغېزمن كړي .

دغه ډول ناروغي  د ژوند او عمر سره هېڅ تړاو نه لري او ټول زاړه او ځوانان په يو ډول راښكېلوي .

تقريباً هېڅ څوك د خپګان څخه تېښته نشي كولاى، هغه څوك چې په دې ناروغۍ اخته دي؛ ډېر ترې رنځېږي او كوښښ كوي له هغو كورنيو څخه، چې دى ورسره تړاو لري ځان څنګ ته كړي او دا تر ټولو خورا معمول بيولوژيكي اختلال دى، چې نن سبا په اروا پوهنه كې ډېر تر سترګو كېږي .

داسې شونتيا هم لري، چې  يو مهال تاسې په دغه ډول ناروغۍ اخته شوي ياست، زه هم همداسې ؛ خو زه او تاسې استثنااُت نه  يو ؛ ځكه ډېرى پېژندل شوې څېرې هم په دغه ډول جادويي طلسم راښكېلې  شوې دي .

وينسون چرچل د خپلې ځوانۍ ډېره برخه په همدغه ډول ناروغۍ كې تېره كړه، هغه څه چې هغه د (تور سپي ) په نامه يادول هغه يو شمېر ليكوال، لكه: ارنست همينګوي، ويليام استايرون، وسيلوياپلت، پېژندل شوى هنرمند لكه: پتي ديوك، نوموتي سندرې جوړونكي، لكه: اكلاد دبوسي او جرج فردريك هندل وو، چې يوازې همدغه لږه شمېره كسان د دغه سړي د ذهن او فكر ښكار شوي ول .

دغه راز د نړۍ يو شمېر پېژندل شوي لوړ پوړي چارواكي لكه، شاه سول، لومړۍ ملكه اليزابت، ابراهام لينكلن او دم ګړۍ توماس ايګلون، د امرېكې پخوانى سناتور وكاتن چاپلز، د فلوريدا ښاروال، د سياست پوهانو مېرمنې، لكه: دبتي فورد او باربارابوش مېرمنې هم د دغه غم نه په امان كې نه دي پاتې شوې او تل خپګان غم وركړى دى. حتىٰ پخوانى فضا ختونكى ( نورد ) بازالدين هم د خپګان سره پنجې نرمې كړې دي او اوس د سينمايي نړۍ ډېرى لوبغاړو هم پر دغې خبرې  اقرار كړى دى، چې د خپګان له ناروغۍ نه رنځېږي او د دوى ترمنځ هم دغه ناروغي خوره شوې ده ؛ نو په دې توګه كه چېرې ستاسې د كورنۍ كوم غړى په دغه ناروغۍ اخته شوى وي تاسې په هېڅ صورت پر هغه مه شرمېږئ ؛ ځكه دغه دواړه خبرې لكه، خپګان او شرمېدل يو له بل سره نېغ په نېغه اړيكې لري .

Related Articles

Mar 13, 2021
2,812 views

هغه جملې چې ژوند مو بدلولای شي!

ليکنه -  رياض مقامزی دا ځل به د فرانسې د نوميالي شاعر او په اروپايي ادبياتو کې د ريالېزم د بنسټ ايښودونکي ليکوال (بالزاک) په ويناوو کې د ژوند درسونه ولټوو. ۱ـ “انسان له ناهيلۍ مري او اروا له ډېرې خوښۍ.” يوازې د روح وتل د مړينې معنا نه لري. هرکه چې...

Apr 27, 2021
2,116 views

بخش تولید در تلویزیون

بخش تولید در تلویزیون مصطفی عمرزی نشر برنامه های تولیدی، مهمترین فعالیت رسانه ها را تشکیل می دهد. به خصوص شبکه های تلویزیونی با ایجاد دو بخش خبر و تولید، به انجام این مامول می پردازند. بخش خبر با پوشش رویداد ها و تهیه ی برنامه های خبری(گزارش ها) و...

Apr 09, 2022
1,416 views

هغه اصطلاحات چې په عدلي طب کې کارول کېږي

 لیکنه ـ وړانګه اکبر Abrasion: پوستکي ته په سطحي ډول زیان رسېدل د abrasion په نوم یادېږي چې په اصل کې د ټپ یو ډول دی.کله چې د پوستکي سطحي برخه د کوم ځيږ څيز سره په تماس کې راشي،ګرېدلی ښکاري چې همدا ګرېدنه د abrasion په نوم یادېږي او شونې ده چې بېلاب...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,871 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,168 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,119 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...