د مصر په اړه لا ډېر پوه شئ!

R
Riaz Muqamzai
Author
Jun 08, 2021
4 years ago
3,385 views
د مصر په اړه لا ډېر پوه شئ!

ژباړه ـ ریاض مقامزی

مصر په افریقا کې یو له ګڼ نفوسو هېوادونو څخه شمېرل کېږي، چې لویديځ لوري ته له لیبا، جنوب ته له سوډان او له ختیځ لوري ته له فلسطین سره سرحد لري.

ددې سیمې اوږد تاریخ ددې سبب شوی، چې ګڼ تاريخي آثار په کې وموندل شي. له تاریخي میراثونو یې ډېر مشهور او مهم ددې هېواد اهرامونه بلل کېږي، چې نړۍ ورته ګوته په غاښ ده.

په ۱۷۹۸م کال کې ناپیلیون دغې ښار ته خپلې لښکرې ولېږلې، ورپسې په ۱۸۰۵ زېږديز کې د عثماني دولت له لوري محمد علی ددې سیمې واکمن وټاکل شو او په دې توګه د معاصر مصر تاريخ پیل شو.

په ۱۸۶۹ میلادي کال کې مصریانو د سويز کانال جوړ کړ، چې پر مټ یې مدیترانې سمندر له سره سمندر سره وصل کړ. دا هېواد په "۱۹۱۴میلادي" کې د انګليسانو له خوا مستعمره شو. وروسته له ۸ کلونو په "۱۹۲۲میلادي" کې خپله خپلواکي ترلاسه کړه.

په مصر کې د حکومت ډول جمهوري دی. مشري یې ولسمشر کوي، چې په هرو شپږو کلونو کې د نوي ولسمشر لپاره ټولټاکنې کېږي.

دا هېواد د خلکو یوه لویه شورا "پارلمان" لري، چې ۴۵۴ چوکۍ په کې دي. له دې جملې یې "۴۴۴" د ټاکنو له لارې دې شورا ته لاره پيدا کوي او پاتې لس یې د ولسمشر له خوا معرفي کېږي.

همدارنګه بله شورا یې الشورا نومېږي. دا فقط یو مشورتي بورډ دی. د غړو شمېر یې ۲۶۴ تنو ته رسېږي. له دې ډلې یې ۱۷۴ تنه د خلکو د رایو په اساس او پاتې ۸۸ تنه یې د ولسمشر له خوا ټاکل کېږي. 

هېره دې نه وي، چې ددې هېواد نوي سلنه وګړي مسلمانان دي او رسمي ژبه یې عربي ده. په اقصتادي برخه کې یې د نفتو او ګازو بډايه ذخیرې د یادولو وړ دي. همدارنګه تجارت هم د پام وړ اقتصادي ګټه ورته رسوي.

 

د مصر په اړه جالب ټکي

ـ له څلورمې تر اوومې میلادي پېړۍ مسیحیت د مصر رسمي دین و.

ـ د لرغوني مصر اوسېدونکو له ۱۴۰۰ څخه د ډېرو خدایانو او بوتانو عبادت کاوه.

ـ  د نړۍ تر ټولو زوړ کمیس په مصر کې پيدا شوی دی، چې د ۵۰۰۰ کالو څخه وړاندې وخت پورې اړه لري.

ـ د مصر او سوډان ترمنځ د ۲۰۶۰ کیلومترو په مساحت پراخه سیمه پرته ده، چې دواړه هېوادونو یې د مالکیت دعوه نه لري.

ـ د هرامونو شمېر له مصر څخه په سوډان کې ډېر دی.

ـ په مصر کې باز ملي حيوان بلل کېږي.

ـ په مصر کې د "Heracleion" په نوم ورک شوی ښار، له ۱۲۰۰ کلونو وروسته تر سمندر لاندې پيدا شو.

ـ د لرغوني مصر اوسېدونکي پر هغو بالښتونو ويده کېدل، چې له تيږو به جوړ شوي وو.

ـ لومړنۍ بادي کښتۍپه مصر کې جوړه شوې ده.

ـ د یوې څېړنې پایلې ښيي، چې ۸۶ سلنه مصریان د هغو کسانو لپاره د اعدام غوښتنه کوي، چې له اسلامه واوړي.

ـ د طبابت په برخه کې د نړۍ لرغونی کتاب په مصر پورې اړه لري. ددې کتاب نوم "Kahun Papyrus" دی. په دې کتاب کې د تمساح غایطه مواد د جنین د سقط درمل ښودل شوي دي.

ـ د لرغوني مصر رهبر "توت عنخ آمون" په اتلس کلنۍ کې مړ شوی دی.

Related Articles

Jun 17, 2023
1,860 views

کتاب څه ډول باید ولوستل شي

کتاب څه ډول باید ولوستل شي، د زیرک لوستلو عملي لارښوود لیکوالان:مورټیمر اډلر او چارلس وان ډورین معرفي کوونکی: احمدالله ارچیوال د ډلبندۍ له اړخه دا کتاب یو عملي لارښود دی.  کتاب څه ډول لوستل کېږي.......، د بېلا بیلو موضوعاتو په اړه د لیکل شويو کتاب...

Jul 04, 2023
1,698 views

صابئین دین چی قران کی تری یادونه شوی

دهغه دین پیروان چې په قرآن شریف کې ترې یادونه شوې ده ، خو  ډیر لږ خلک ترې خبر دي : صابئین چې مندائیان هم ورته ویل کیږي  دهغه دین پیروان دي چې په قرآن شریف کې ترې یادونه شوې ده او زیاتره په عراق ، سوریه او دایران د خوزستان په اهواز   کې استوګنه لري ا...

Feb 23, 2022
2,762 views

که د روباټ په اړه نه پوهیږئ دا لیکنه حتماً ولولئ

روباټ د کمپیوټر په واسطه پرواګرام شوي ماشين دى، چې ډير پيچلي مشکلات په اتومات ډول ترسره کوي او د انساني زحمت پرځاى کارول کیږي. روباټ د بهرني عامل يا هم خپله د روباټ په داخل کې لګيدلي سيسټم په واسطه کنټروليږي، چې د جورج ډيول له خوا په 1954 کال کې جوړ...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,726 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,140 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,021 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...