د وېښتانو تویدلو ۶ اصلي لاملونه؟

K
Ketabton
Author
Jul 29, 2020
5 years ago
5,785 views
د وېښتانو تویدلو ۶  اصلي لاملونه؟

کله چې ګومنځ له وېښتانو ډکه وګورئ حتما حیران او مایوسه کېږئ چې ولې؟

جام جم ورځپاڼې لېکلي، د ویښتانو تویدل یو له هغو ستونزو څخه ده چې بېلابېل لاملونه لرلی شي، دلته مو د وېښتانو تویدلو مهمو لاملونو څخه یادونه کړې ده:

هورموني بدلونونه: ښځې ممکن له امیندوارۍ وروسته او یا هم د امیندوارۍ په وخت کې د ویښتانو تویدولو سره مخ شي، ځکه په دې وخت کې هورموني بدلونونه رامنځ ته کېږي او همدا بدلونونه په ښځو کې د ویښتانو تویدلو ستر لامل دی.

همدا راز سړیان هم د ژنتیکي عواملو تر څنګ د عمر  ډېریدلو  له امله په هورمونونو کې د بدلون له امله د ویښتانو تویدلو سره مخ کېږي.

د تیروئید اختلالات: تیروئیدي اختلالات د ویښتانو تویدلو هورموني لاملونو څخه یو تر ټولو عام لامل دی. د تیروئید کړنو ډیریدل او کمیدل دواړه د ویښتانو تویدلو لامل کېږي. خو د دغو ستونزو حوارولو سره کولای شئ د وېښتانو له تویدو مو مخ نیوی وکړئ.

خفګان، اندیښنه یا سترس: استرس په فزیکي او رواني ډول کولای شي د ویښتانو تویدلو لامل شي. فزیکي ډول څخه یې جراحي، شدیه تبه، د وینې له لاسه ورکو او زیږون د ښو بېلګو په توګه یادولی شو، خو په فزیکي ډول د ویښتانو تویدل موقعتي دي بېرته د بدن په رغیدو ستونزه حل کېږي.

خو رواني استرس هم مهمه مسئله ده، ډېری خلک وایي چې د ژور خفګان، اندېښنې او استرس وروسته د ویښتانو تویدلو ستونزې سره لاس او ګریوان شوي دي، په ورځېني ‌ډول تمرین کولو او سمې تغذیي سره کولای شئ دا ستونزه حل کړئ.

درمل: ډېری درمل بېلابېل او رنګارنګ جانبي عوارض له ځانه سره لري، چې له ډلې یې هغه درمل چې د ویښتانو تویدلو لامل کېږي عبارت دي له، د تیروئید درمل، کیميوتراپي درمل، د امیندوارۍ څخه د مخنیو ځېني درمل، بتابلاکر درمل، د تشنج ضد درمل او د خفګان ضد درمل. البته، درمل کولای شي په هر چا بېلا بېلې اغیزې ولري او دا په دې مانا نه ده چې دا درمل دې د ټولو ويښتنان توۍ کړي.

تغذیه‌یي نېمګړتیاوې: په بدن کې د زېنک او اوسپنې کموالی د ویښتانو تویډلو یو له سترو او اصلي لاملونو څخه ګڼل کېږي.

همدا راز په بدن کې د ویټامین A, C, B12, D کمښت ترڅنګ د مس سلنیوم  او بیوتین کمښت هم د ویښتانو په تویدلو کې ونډه لري.

لوپوس: لوپوس یوه ناروغي ده، دغه ناروغي هم د ویښتانو تویدلو لامل کېږي، او متاسفانه چې د دې ناروغۍ ځېنې درمل هم ممکن د ویښتانو تویدولو لامل شي.

Related Articles

Jan 28, 2021
3,328 views

د لاچي روغتيايي ګټې

ژباړه ـ ریاض مقامزی که د کولچې، حلوا او یا نورو شیرینی بابو ډېر مينه وال یئ نو حتماً به پوهېږئ، چې لاچي د یادو توکو خوند څومره زیاتوي. همدارنګه لاچي چايو ته هم یو ځانګړی خوند ورکوي. لاچي له زعفرانو او وانیل وروسته په ټوله نړۍ کې ډېر زیات خوښوونکي ل...

Oct 04, 2021
4,850 views

د ډينګي ناروغي

ژباړه ـ ریاض مقامزی نړۍ له بېلابېلو رواني، جنسي او جسمي ناروغيو ډکه ده. پخوا به آن ډېرو عادي ناروغيو هم خلک وژل، ځکه چې په طبابت کې د پام وړ پرمختګ نه و شوی؛ خو له نېکه مرغه اوسنی عصر د نورو برخو ترڅنګ په طب کې هم د پرمختګ او ودې زمانه بلل کېږي، چې...

Jun 22, 2024
1,270 views

اخیره خاتمه خرابیدل او ښه کیدل -نقل

په دغه تصويرونو يو شخص مشهور امریکايي جوزف اسټس ( Joseph Estes) دي چې د پام وړ تاجر وو او انتهای درجې متعصب عيسوي وه او په مسلمانانو او اسلام طنز او خندا د هغه ورځينۍ عمل وو ، د مثال په ډول هغه به په تلويزنونو کي د کعبې په اړه ويل:  مسلمانانو يو تور...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,868 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,168 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,118 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...