To start downloading books

Please sign in or create an account.

چیګوارا؛ له طبابت نه تر انقلابه!

چیګوارا؛ له طبابت نه تر انقلابه!

ژباړه ـ ریاض مقامزی

د نړۍ په سیاست، ادبیاتو، فلسفې او ګڼو نورو برخو کې داسې پېژندل شوي څېرې تېر شوي، چې د نړۍ نږدې ټول وګړي پرې ویاړ کوي او له نامه سره یې اشنا دي. موږ وپتېیله چې د همدې نوموتو څېرو د پېژندنې لړۍ پیل کړو. تاسو به ددې لړۍ په لومړۍ لیکنه کې نړېواله انقلابي څېره چیګوارا وپېژنئ!

 

چیګوارا

بشپړ نوم یې ارنست چیګوارا "Esneto Che Guevara" دی. نوموړي د "۱۹۲۸ز" کال د جون په څوارلسمه نېټه دې نړۍ ته سترګې پرانیستلې. هغه په یوه اشرافه کورنۍ کې وزېږېد، چې د ارجنټاین په روزاریو کې ستوګنه وه. نيکه یې د جنوبي امریکا د شتمنو کسانو په لومړي قطار کې حسابېده. دا چې د نوموړي کورنۍ په سیاست کې هم ښکېله وه، نو چیګوارا په ډېر کم عمر کې د نړۍ له مختلفو سیاسي افکارو سره بلدتیا پیدا کړه.

د هسپانیې په داخلي جنګونو کې یې پلار د جمهوري غوښتونکو ملاتړی و. هغه به په جګړه کې له زیانمنو سرتېرو سره مرسته کوله او پنا به یې ورکوله. همدا وجه شوه، چې چیګوارا هم له ماشومتوبه بېوزلو سره د مرستې فکر خپل کړي.

نوموړی د ګڼو نورو وړتياوو ترڅنګ یو پیاوړی ورزشکار هم و. په ګُلف، لامبو، فوټبال او نېزه بازۍ کې یې ښه نوم درلود. همدارنګه له خپل پلار څخه یې د سطرنج لوبه په ښه شکل زده کړې وه او په محلي سیالیو کې به یې ګډون کاوه.

هغه د وخت د نامتو لیکوالو له آثارو سره مینه لرله، چې له جملې یې د پابلو نرودا، گابریل میسترال، فدریکو گارسیا لورکا، آلبرکامو، کافکا او ژول‌ورن نومونه یادولای شو.

که څه هم د ناروغۍ له کبله ښوونځي ته نه تللو، خو مور یې په کور کې هغه ته ښه زده کړه ورکوله. بالاخره په "۱۹۴۸ز" کال په بوینوس پوهنتون کې داخل شو. هلته د طب په لوستلو بوخت شو.

ددې لپاره چې له قبایلو او د هغوی له فرهنګ سره سم بلد شي، له پوهنتون څخه یې یو کال رخصتي واخیسته او د لاتينې امریکا بېلابېلو سیمو ته یې سفرونه وکړل. د ارجنټاين شمال ته سفر او د هغه ځای د خلکو غربت او تنګلاسۍ د چیګوارا په فکر کې مطلق تغیر راوست او په هغه کې یې د مبارزې هوډ پیدا او پیاوړی کړ.

چیګوارا به د خلکو د غربت او بدبختۍ اصلي لامل ظالم نظام باله او له دې حالاتو د وتلو یواځینۍ لاره یې مسلحانه انقلاب باله.

نوموړی په "۱۹۵۳ز" کال کې ګواتیملا ته سفر وکړ. هغه ددې لپاره چې د لاتینې امریکا پر شتمنيو د امریکا متحده ایالاتو استثمار ختم کړي، د ګواتیملا د جمهوري ریاست تر چتر لاندې په ټولنیزو اصلاحاتو کې رغنده رول ولوبوه.

له تورې کودتا وروسته چیګوارا د مکزیک مقاومت له نهضت سره یو ځای شو. هلته یې ګڼ نظامي درسونه او تکتیکونه زده کړل. همدا د هغه د نظامي وړتياوو د څرګندېدو پیل و.

په همدې وخت کې نوموړي ته د "Che" لقب ورکړل شو؛ په ارجینټايني ژبه کې دا کلمه د "ملګري" معنا لري. وروسته له یوې کمونیستي نظامي ډلې سره یو ځای شو. له څه وخت وروسته له دې کاره ستړی شو. نو بېرته یې د طبابت کار ته مخ وګرځېد.

مګر په ډېر لنډ وخت کې د آربنز نظام ونړول شو. چیګوارا هم د ارجینټاين سفارت ته پناه یوړه. وروسته له څو هفتو مکسیکو ته ولاړ. هغه پوه شو، چې د امریکا متحده آیالات د یو امپریالیست ځواک په لاس کې ده. دا قدرت هيڅکله داسې هېواد نه شي زغملای، چې په خپلواک ډول پرمختګ وکړي.

کله چې چیګوارا د ګواتیمالا په ټولنیزو اصلاحاتو کې برخه اخیسته د تور سازمان له لورې اړ شو، چې له صحنې ووځي. همدا کار ددې سبب شو، چې نوموړی یوه خاصه سیاسي ايډيالوژي ولري. چیګوارا به د درېيمې نړۍ د وروسته پاتې کېدو علت امپریالېزم، نوی استعمار او د سرمایه دارۍ نظام باله. له دې وروسته والي څخه د وتلو لپاره یې نړېوال انقلاب او انترناسیونالېسم ښې لارې بللې.

د کتابونو نومونه یې "د چریکي جنګونو لارښود" او "د موټرسایکل خاطرې" دي. د لومړي کتاب محتوا جنګي تکتیکونه او د دویم یې لاتینې امریکا ته د سفر درسونه دي.

 

چیګوارا او د فيډل کاسټرو ډله

د "۱۹۵۴م" کال د سيپټمبر په لومړيو کې چیګوارا مکسیکو ته لاړ او هلته د ګواتیمالا له تبعید شوو وګړو سره په اړیکه کې شو. نیکولوپز هم له همدې خلکو څخه و. هغه دا فرصت برابر کړ، چې نوموړی له فيډل کاسټرو سره وویني.

چیګوارا د فیډل کاسټرو له ډلې څخه ملاتړ وکړ او د دیکتاتوري نظام ننګه یې وکړه. هغه ددې ډلې یو پياوړی روغتياپال او چريکي حملو ماهر و.

کله چې په "۱۹۵۶ز" کال کې فیډل کاسټرو له مکسیکو څخه د کیوبا په لورې حرکت وکړ، ترڅو خپل لومړني انقلابي عملیات وکړي، هلته تر حملې لاندې راغی او ډېر نظامیان ووژل شول. په همدې جنګ کې چیګوارا "ډاکټري" یوې خواته کړه او د یوه ټپي سرتېري له اوږو ټوپک واخیست او لکه یو جنګیالی وجنګېد.

د فیډل کاسټرو له لوري نوموړی د یوه لښکر مشر وټاکل شو. په لومړۍ حمله کې د چیګوارا لښکر سم جنګ و نه شو کړای، له همدې کبله نوموړي یو څه سختي پیل کړه. هر کس چې به له لښکر وتښتېد خاین پېژندل کېده او د هغه د پيدا کولو او وژلو هڅه یې کوله. 

وروسته پر کیوبا حملو د وخت ولسمشر باتیستا تېښتې ته اړ کړ. نوموړي په ۱۹۵۹ کال کې کيوبا پرېښود او په دې توګه د کیوبا د اوسني نظام بنسټ کېښودل شو.

چیګوارا په کې د صنایعو وزیر او د مرکزي بانک د سفیر او رئيس په توګه وټاکل شو. په "۱۹۶۲م" کال کې شوروي اتحاد ته د سفر پرمهال د اقتصادي هيئت رئيس و. ورپسې په "۱۹۶۳م" کال د الجزایر په اقتصادي کنفرانس کې د کيوبا په نمایندګۍ ګډون وکړ. په "۱۹۶۴م" کې د تجارت او پرمختیا په کنفرانس کې چې ژنیو کې ترسره کېده ګډون وکړ.

چیګوارا په "۱۹۶۴م" کال کې د کیوبا په استازولۍ د ملګرو ملتونو په عمومي سرمشریزه غونډه کې ګډون وکړ. دا غونډه په نیویارک کې ترسره شوه، چې چیګوارا هم په کې وینا وکړه.

 

کورنۍ 

چیګوارا د هیلدا ګادئا او الیدا مارس په نامه مېرمنې درلودې. البته له یوې څخه تر جلا کېدو وروسته یې له بلې سره واده کړی و. اولادونه یې هیلدا، آلیدا، کامیلو، سلیا او ارنستو نومېږي.

 

د چیګوارا اعدام او وژل کېدل

تور سازمان د "۱۹۶۷م" کال د اکتوبر پر ۸ نېټه نوموړی ونیوه. ځينې پر دې باور دي، چې دې سازمان غوښتل چیګوارا ژوندی ونیسي او تحقیقات ترې وکړي. بالاخره له خپلو څو تنو ملګرو سره ونیول شو او یوه ورځ وروسته اعدام/ووژل شو. له مرګ څه وروسته نوموړی په جنګي فنونو کې د یوه متخصص او د انقلابي سوسیالیستي ډلو د یوه اتل په توګه وپېژندل شو.

چیګوارا هغو سربازانو چې نوموړی یې واژه، وویل: "حواس مو ټول کړئ، سمه نښه ونیسئ، ځکه چې تاسو یو نر وژنئ!"

وروسته له مرګه یې د هغه د دفن ځای په اړه هېڅوک نه پوهېدل. تر دې چې د هغه د وژونکو له ډلې یوه تن د چیګوارا د قبر په اړه معلومات ورکړل. په "۱۹۷۷م" کال کې د نوموړي د جسد پاتې شوني، کیوبا ته انتقال شول. په یاد یې د نوموړي قبر جوړ شو.

 

د چګوارا ویناوې 

ـ زه آزادي بخښونکی نه یم. ازادي بخښونکي نشته. خلک دي چې خپلواکي ترلاسه کوي. 

ـ که انقلاب رښتونی وي، انسان یا ګټونکی دی یا وژل کېږي.

ـ زموږ او د ټولې امریکا دښمن د متحده ایالاتو انحصار غوښتونکی دولت دی.

ـ هغه مرغۍ چې له څروي* وېرېږي، له لوږې مري. څوک وېرېږئ؟

ـ زما اختر هغه ورځ دی، چې د بزګر د ټول کال خواري د باچا یوه شپه نه وي. 

ـ که د بې عدالتۍ په لیدلو له خفګانه رېږدې، نو زما له ملګرو څخه یې.

ـ چریکي جنګیالی د خلکو بشپړې ملګرتیا ته اړ دی.

ـ که غواړو نړېوالې سولې ته ورسېږو، باید سوله ئيزه همکاري یوازې ځواکمنو هېوادونو پورې محدود نه وي.

ـــ...

* ـ څروی: په پټيو کې چې د مرغيو د وېرولو لپاره ډانچه درول کېږي هغه ته پښتو کې څروی وايي.

Related Articles

ایا پوهېږﺉ سرکه د کومو شیانو د خرابېدو لامل کېږي؟

لیکنه: شکېبا نادري ایا پوهېږئ سرکه د کومو شیانو د خرابېدو لامل کېږي؟   هر څوک غواړي چې پاک او ښکلی کور ولري، د خپل کور د پاکولو لپاره له بېلابېلو موادو څخه کار اخلي چې یو له دغو موادو څخه سرکه ده. طبیعي او ارزانه سرکه د کور د وسایلو د پاکولو لپاره تر ټولو غوره او اسانه لار ده. سرکه یوه پیاوړې پاکوونکې ماده ده چې کولای شي د کور د وسایلو غوړوالی...

ښاغلے ارواښاد ملک حاجی وصلي خان اُتمان خېل

د اتمان خېل قبیلې سر لښکر، د جرګو او مرکو مشر ښاغلے ارواښاد ملک حاجي وصلي خان په کال 1902 کښې په ضلع مهمند تحصیل امبار اُتمانخېل د لویه شاه په کلي کښې د ملک ظفر خان په کور کښې ځېګیدلے وۀ، د پلار نوم یې ظفرخان وۀ، د نیکه نوم یې محمودخان، د هغه دَ پلار نوم سلطان خان وۀ او د هغه د پلار نوم صحبت خان وۀ، په قبیله اتمان خېل کښې بوډي خېل (بُټ خېل)وۀ اوپه...

ساختمان پلستر سوالونه جوابونه

سوال:- :د پلستر ورکولو په اړه څه پوهیږئ، ویې وایاست؟پلستر د دیوالونو د ښایست،همواروالي او د یو ښه عایق په صفت  پکار وړل کیږيد پلستر مواد شګه،سیمنټ او اوبه ديپلستر لمړی باید له چت څخه پیل شي، په چت کې د استعمالیدونکي مصالې مارک باید د دیوالونو دمصالې د مارک څخه لوړ وي معمولاً 1:3 مارک د چتونو لپاره پکار وړل کیږيپلستر کړل شوې سطحې ته باید تر 10 ورځو...

Recommended Articles

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته بيا بېرته خپل ټول تاثير له لاسه ورکړي، د هورمونونو تاثير د زيات وخت لپاره دوام کوي. د انسان په بدن...

د خپل مخ پوستکی څنګه ښکلی کړو

د خپل مخ پوستکی څنګه ښکلی کړو، چې د هرچا د خوښې وړ وګرځي؟پر پوستکي مختلف داغونه د مختلفو عواملو له امله پیدا کېدی شي لکه د لمر د وړانګو له امله، د ځینو درملو د استعمال له امله او یا کېدای شي د عمر په زیاتېدا سره هم ځینې نښې نښانې را څرګندې شي. په همدې اساس د هر عامل له وجې د پوستکي د داغونو درملنه هم په جدا ډول سره کېږي، چې باید توپیر یې وشي، لکه...

خېټه څنګه کوچنۍ کړو؟

د نارینه او نجونو لپاره تر ټولو بد مرض د خېټې د وازدو ډېرېدل او غټېدل دي چې نه یې یوازې ښکلا ته زیان رسوي، بلکې صحت ته یې هم ستونزې جوړوي. نن درته د خېټې د کوچني کولو داسې طریقې در ښیوو چې د ډېر ورزش ستړیا به هم نه ورسره ګالۍ او په تکلیف به هم ورسره نه شئ. د ورځې پیل د لیمو په جوسو وکړئ، نیم لیمو په یو ګیلاس اوبو کې زبېښل او څښل یې په حجراتو کې...