To start downloading books

Please sign in or create an account.

imranghani 3 years ago 2,159
که چیرې مو سپی وداړي، د مکروبونو او د سپي په لاړو کې د ذهري موادو د مخنیوي لپاره څه باید وشي؟):

که چیرې مو سپی وداړي، د مکروبونو او د سپي په لاړو کې د ذهري موادو د مخنیوي لپاره څه باید وشي؟):

  که چیرې مو سپی وداړي، د مکروبونو او د سپي په لاړو کې د ذهري موادو د مخنیوي لپاره څه باید وشي؟): اکثره په کلیو او بانډو کې د سپي داړلو پیښې رامنځته کیږي، په ځانګړي ډول د اوړي په موسم کې، چې د تندې د لاسه سپیان آن چې لیوني کیږي او د لیوني سپي داړل یو شمېر ناروغۍ زیږوي او ډیر زر انفیکشن رامنځته کوي. که داسې پیښه رامنځته شي سمدلاسه د انفیکشن او ناروغۍ خپریدو مخنیوی څرنګه وکړئ؟ لاندې نسخې وازمویئ! زخم معاينه کړئ: له هر څه وړاندې لومړی زخم معاینه کړئ، ځکه چې که چیرې زخم کوچنی او معمولي وي نو درملنه یې په کور کې هم ممکنه ده، خو که چیرې د سپي غاښونو هډوکې ته زیان رسولی وي نو بیا اړینه ده چې د ډاکټر له لورې یې طبي معاینه وشي. ټپ پریمنځئ: د سپي داړلو څخه وروسته ټپ په صابون سره پریمنځئ، په ځانګړي ډول هغه صابون چې د مکروب په ختمولو کې مرسته کوي، که څه هم صابون سره د پریمنځلو پر وخت سوز زیات وي خو په مرسته یې جراثیم له منځه ځي. ټپ زور کړئ: په داسې وخت کې بیا ټپ زور کړئ او د هغه ځای نه روانه او اضافي وینه د ټوټې په واسطه پاکه کړئ، چې په دې سره به وینه ودریږي، که چیرې بیا هم وینه دوام لري نو سمدلاسه طبي معاینه ترسره کړئ. اینټي بیټک مرهم ولګوئ: اینټي بیټيک مرهم په ټپ او شاوخوا یې ولګوئ، په دې کریم سره د ټپ انفیکشن د خپریدو مخنیوي کې مرسته کوي. پټۍ یا پلستر ولګوئ: ددې هر څه سرته رسولو وروسته پر ټپ کلکه پټۍ ولکوئ، خو دومره کلکه هم نه چې درد پیدا کړي یا شاوخوا وینه جام کړي، همدا ډول وخت تر وخته پټۍ بدله کړئ، د لامبلو پر وخت ټپ له اوبو وساتۍ او ټپ ته پر کتلو تازه کریم ولکوئ او پټۍ وربدله کړئ. د تیسانس انجکشن ولګوئ )Titanse injection(: ډاکټران د سپي داړلو نه وروسته ضرور د تیسانس انجیکشن لګولو مشوره ورکوي، ځکه چې په دې سره په بدن کې د جراثیم خپریدو مخه نیول کیږي. پر ټپ نظر ساتئ: د سپي داړولو نه وروسته هیڅکله غفلت مه کوئ، او هر وخت پر ټپ نظر ساتئ، که چیرې ټپ، انفیکشن (درد زیاتېدل، پړسوب کول، د زخم شاوخوا سوروالی رامنځته کېدل، تبه او یا زووې راوتل) پیدا کړي سمدلاسه طبي معاینه ترسره کړئ، ځکه چې د سپي داړلو ټپ اوږدېدو سره د سرطان ناروغۍ رامنځته کیدو امکانات زیاتیږي. همدا ډول باید په پام کې ونیول شي که څوک د شکر یا ځیګر ناورغي لري سمدلاسه دې ډاکټر ته رجوع وکړي او طبي معاینه دې ترسره کړي، ځګه چې د داسې ناروغ د بدن دفاعي سیستم کمزوری وي او په کوچني ټپ هم لویه ستونزه رامنځته کیږي. 

Related Articles

د اسلامي فقهي له نظره په جزایي مسولیت باندې د ناپوهۍ، خطا او نسیان اغیزې

د اسلامي فقهي له نظره په جزایي مسولیت باندې د ناپوهۍ، خطا او نسیان اغیزې!لومړۍ برخه: په جزایي مسولیت باندې د ناپوهۍ اغېز!په اسلامي شریعت کې د لومړنیو مبادیو نه یوه مبدا دا ده چې جنایتکار د ناروا کار په کولو باندې نه نیول کېږي، څو یې په تحریم باندې پوره پوه نه وي، او که نه نو مسولیت پرې نشته، د نا روا کار په تحریم باندې د پوهې په برخه کې دا کافی ده،...

په رواني لحاظ د روغو ماشومانو ځانګړنې

  ژباړه ـ ریاض مقامزی تاسو چې له خپلو ماشومانو سره هر ډول چلند کوئ او یا یې روزئ، مستقیماً د هغوی پر شخصیت او روان تأثیر کوي. یعنې ستاسو هره کړنه د هغوی پر روان ځانګړی اغېز لري. له ماشومانو سره په چلند، راکړه ـ ورکړه، خبرو او لوبو کې پوره غور او دقت په کار دی. که په دې ټولو برخو کې پوره دقت وشي، نو ټولنې ته به سالم وګړي وړاندې کړو. ځينې کورنۍ د...

بي دوه پنځوس" څه ډول الوتکې دي؟"

ژباړه ـ ریاض مقامزی په هېواد کې د جګړو له پراخوالي سره سم امریکايي ځواکونو اعلان وکړ، چې د بي.۵۲ الوتکو پر مټ به پر تالبانو هوايي بریدونه وکړي؛ همداسې وشول او په بېلابېلو سیمو کې یې د وسله والو تالبانو ډلې په نښه کړې. خو اوس پوښتنه دا ده، چې بي ـ ۵۲ څه ډول الوتکې دي او کومې ځانګړتیاوې لري؟  ددې لیکنې تر پايه به مو دواړه پوښتنې حل شي.    ځانګړتي...

Recommended Articles

د خپل مخ پوستکی څنګه ښکلی کړو

د خپل مخ پوستکی څنګه ښکلی کړو، چې د هرچا د خوښې وړ وګرځي؟پر پوستکي مختلف داغونه د مختلفو عواملو له امله پیدا کېدی شي لکه د لمر د وړانګو له امله، د ځینو درملو د استعمال له امله او یا کېدای شي د عمر په زیاتېدا سره هم ځینې نښې نښانې را څرګندې شي. په همدې اساس د هر عامل له وجې د پوستکي د داغونو درملنه هم په جدا ډول سره کېږي، چې باید توپیر یې وشي، لکه...

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د کتاب بازار سوړ شوی، له بهر څخه واریدیدونکي کتابونه محدود شوي دی نو ځکه مې لازمه وبلله د کتاب د نړیو...

اعصاب په کومو شيانو کمزوري کېږي

د انسان په وجود کي اعصاب تر ټولو مهمه برخه ده، د انسان ټولي چاري او فعالیتونه د همدغي ناحیې څخه کنټرولېږي.لاندي ځیني مهم ټکي دي چي په پام کي نیول یې د ذهن په سالم ساتلو کي مرسته کو. - د سهار چای نه چیښل:هغه خلک چې د سهار چای نه چیښي په بدن کي یې د شکري اندازه راکښته کېږي، په نتیجه کي یې دماغ ته په کافي اندازه مواد نه ور رسېږي او دماغ کمزوری کېږي....