اعصاب په کومو شيانو کمزوري کېږي؟! لیکوال: اکرام الله عادل د انسان په وجود کي اعصاب تر ټولو مهمه برخه ده، د انسان ټولې چارې او فعالیتونه د همدغې ناحیې څخه کنټرولېږي. لاندې ځینې مهم ټکي دي، چي په پام کې نیول یې د ذهن په سالم ساتلو کې مرسته کوي. - د سهار چای نه څښل: هغه خلک چې د سهار چای نه څښي، په بدن کې یې د شکرې اندازه راکښته کېږي، په نتیجه کې یې دماغو ته په کافي اندازه مواد نه ور رسېږي او دماغ کمزوري کېږي. - زیاته ډوډۍ خوړل: هغه کسان چې زیاته ډوډۍ خوري، د هغوی دماغي قوت ضعیفه کېږي. - د سګرېټو څکول: د سګرېټو او نورو نشه يي موادو استعمال دماغي قوت راکموي او د الزایمر یا هېرېدو ناروغي پیدا کوي. - د بورې څخه زیاته استفاده: د بورې زیاته استفاده د پروتینو او نورو غذايي موادو د استفادې مخنیوی کوي او په نتیجه کي یې دماغي رشد سوکه کېږي. - ککړه هوا: د انسان دماغ په وجود کې تر ټولو زیات اکسېجن مصرفوي او ککړه هوا د دې سبب کېږي، چي دماغ په کافي اندازه اکسېجن تر لاسه نه کړي، په همدغه دلیل د دماغ مؤثرتیا راکمېږي. - د خوب څخه محرومتیا او د خوب کموالی: خوب دماغ ته اجازه ورکوي، چي استراحت وکړي او د اوږدې مودې له پاره د خوب نه کول د دې باعث کېږي، چې د دماغ حجرې مړې شي. - د خوب پرمهال د سرپټول: کله چي د استراحت پرمهال د انسان سر پټ وي، نو په دماغ کې د اکسېجن کچه راکښته کېږي او د کاربن دای اکساید کچه لوړېږي، چي پر دماغ باندې سخت تاثیرات کوي. - د مریضۍ پرمهال د دماغ څخه کار اخیستل: د ناجوړۍ پرمهال د دماغ څخه کار اخیستل یعنې مطالعه کول او پر دماغ باندې فشار راوستل، د دماغ په مؤثروالي کې کموالی راولي. - د هڅوونکو فکرونو نشتوالی: انسان تل باید هڅوونکي فکرونه په ذهن کي ولري، ترڅو ذهن تربیه کړي. د دغو هڅوونکو فکرونو د نشتوالي په صورت کې ذهن کمزوری کېږي. – لږ خبري کول: ادبي او علمي محاورې د ذهن په انکشاف کي مرسته کوي.
Related Articles
جرم او سزا ناول لنډیز
Crime and punishment! ،"«جرم او سزا« د پي ايس او د لاهور تکړه ملګري شيرشاه وجدان دا کتاب(ناول) راته ډالۍ کړی وو، ډېر وخت وروسته مه بشپړه ولوستلو ،واقعي چې ډېر په زړه پورې ناول دی . دوستوسکي يو Russian ليکوال دی،د ناول characters نومونو لږ ګران دي...
د شفتالو حيرانوونکې روغتیایي ګټې
ژباړه - ریاض مقامزی شفتالو یو له هغو مېوو څخه ده، چې د اوړي په موسم کې پخېږي او بازار ته عرضه کېږي. دا مېوه د ښه خوند تر څنګ ګڼې روغتيايي ګټې هم لري. د زړه، جسمي او نورو التهابي ناروغیو پر وړاندې د مقابلې لپاره یو ښه ډال بللای شو. موږ په دې لیکنه...
امریکا DV لاټری
د 2025 کال د DV لاټرۍ اړوند لنډ معلومات.انشاءالله مونږ به داسې سهولت درته برابر کړو،چې هر څوک به پخپله ثبت نام وکړئ. د امریکا DV لاټرې به د روان 2023/10/04 تاریخ د پنځم په ورځ نوم لیکنه پیل شي. او د 2023/11/07 تاریخ د غرمې په 12 بجو به یې نوم لیکنه...
Recommended For You
وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه
وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...
د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه
هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...
که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ
ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...