رسنیزه جګړه وپېژنئ!

R
Riaz Muqamzai
Author
Jun 16, 2021
4 years ago
2,495 views
رسنیزه جګړه وپېژنئ!

رسنیزه جګړه چې په انګلیسي کې ورته(Media War) ویل کېږي، د نړیوال امنیت د مختل کېدو یو مهم لامل دی. تر ټولو ښه تعریف چې د رسنیزې جګړې لپاره یې کولای شو: 

د موخو هېوادونو د تضعیف لپاره او همدارنګه د خپلو ملي منافعو او ملي ګټو څخه د دفاع لپاره د رسنیو د ځواک، ظرفیت او ډولونو (مطبوعات، خبري اژانسونه، رادیو، تلویزیون او انټرنیټ ....) څخه ګټه اخیستل رسنیزه جګړه ګڼلای شو. 

رسنیزه جګړه د نرمو او نړیوال نظام کې د مدرنو جګړو څخه یوه مهمه نوعه ده، د رسنیزې جګړې استعمال د نظامي جګړو په وخت کې ډېر مطرح وي، مګر دا په دې معنا نه ده چې ګواکي په نورو وختونو کې له دې جګړې څخه استفاده نه کېږي، رسنیزه جګړه یواځینۍ جګړه ده چې حتا د سولې پر مهال د هېوادونو ترمنځ په نارسمي شکل جریان پیدا کوي او هر هېواد د امکان تر حده هڅه کوي، چې خپل سیاسي اهداف د رسنیو پر مټ تر لاسه کړي.

 

رسنیزه جګړه ظاهراً د راډیوګانو، تلویزیونونو، رسنیزو مفسرانو، د خبري اژانسونو د خبریالانو او انټرنیټي سايټونو ترمنځ روانه وي، خو حقیقت دا دی چې د دې ژورنالیستیکې جګړې ترشا د یو هېواد رسنیز سیاست Media policy) لاس وي او مستقیماً د نوموړي هېواد له پارلمان څخه رسمي بودیجه ورته ټاکل کېږي، د ځینو مخفي اطلاعتي او امنیتي سازمانونو او یا هم د ځینو جاسوسي سرویسونو له خوا یې مالي ملاتړ کېږي. 

 

د تبلیغاتي جګړې سرتیري تبلیغاتي متخصصان، د نړیوالو تبلیغاتو ستراتېژي جوړونکي او د رسنیو نور عام کارکوونکي دي. د تبلیغلاتي جګړې لپاره د یوه هېواد د نظامي، سیاسي، اطلاعاتي، امنیتي، رسنیزو او تبلیغاتي برخو هراړخیزې او نیږدې همکارۍ ته اړتیا ده. د تبلیغاتي جګړې طرحه کوونکي یواځې نظامي جنرالان نه شي کیدای، بلکې شونې ده چې د پوهنتونونو استادان او د ژورنالیزم د ډیپارټمنټونو غړي اوسي. 

 

رسنیزه جګړه یوه داسې جګړه ده چې وینه پکې نه تویېږي او له دې اړخه یوه ارامه جګړه ګڼل کېږي. دا یوه داسې جګړه ده چې د ورځپاڼو پر مخونو، د راډیوګانو پر مایکروفونونو او د تلویزیونونو پر پردو او د کیمرو پر عدسیو تر سره کېږي. هغه خلک چې د رسنیزې تبلیغاتي جګړې تر بمبارۍ لاندې راغلي وي د هغې جګړې نه هم نا خبره وي چې د هغوی د تنفس په هوا کې کېږي. که څه هم د رسنیزې جګړې د اصولو هدف د دولتونو رویو ته بدلون ورکول دي؛ خو په عمل کې د دې پر ځای چې دا جګړه دولتونه خپل هدف وګرځوي، ملتونه هدف ګرځوي او په اصطلاح بمباروي يې.

 

رسنیزه جګړه پر دې باور ترسره کېږي چې که د ملتونو عمومي افکار د یوې موضوع په اړه  قانع کړای شي یا هم ورته په یو ځانګړي لوري بدلون ورکړل شي، نو همدا بدلون د دې لامل کېږي چې پر دولتونو د خپلو ملتونو فشار راشي او په هماغه لوري د دولتونو پالیسۍ او رویې هم بدلون وکړي.

 

شریف الله ځيرک

Related Articles

Aug 28, 2022
2,176 views

د دجال له فتنې څنګه په امان شو؟

د دجال له فتنې څنګه په امان شو؟ اکثره خلک د هرې جمعې په ورځ د کهف مبارک سورت لولي ترڅو د دجال له لویې فتنې په امان شي، په همدې خاطر غواړم د دې سورت په اړه تاسو درنو لوستونکو ته معلومات وړاندې کړم. کهف سورت د قران کريم په پنځلسمه سپاره کې ١٨ سورت دى...

Mar 13, 2021
3,611 views

ګلنار بېګم څوک وه؟

روا ښاده ګلنار بیګم د پښتو یوه نا متو او مشهوره سندرغاړې وه چې په ۱۹۴۲زیږدیز کال کې دافغانستان په کونړ ولایت کې دګل محمد کره زیږیدلې وه اؤ بیا په ماشومتوب کې له دخپلې کورنۍ سره د پښتونخوا دمردان شهباز ګړهې سیمې ته یې کډه کړې وه. هغې دپښتو، فلمونو او...

Jul 03, 2021
5,949 views

اصهاب کهف څوک وو؟

د اصحاب کهف (د سمڅې یا غار)  د یارانو په اړوند به مو ډیر څه لوستلي وي. په قرآن شریف کې ددوی په اړوند یوه سوره شته چې( سورةالکهف ) یې بولي . همداراز ددوی په اړوند ډیرې لیکنې، ویډیو ګانې او فلمونه هم جوړ شوي دي. په مسیحي دیني منابعو کې هم ددوی یادونه ش...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,645 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,122 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
26,964 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...