To start downloading books

Please sign in or create an account.

د تراژيدۍ پېژندنه

د تراژيدۍ پېژندنه

په قاموسونو کې په لږ لفظي توپیر سره د تراژیدۍ کلمه په یوه معنی کارېدلې،تراژیدي یعنې دردناکه صحنه،دردناکه ننداره یا دردناکه تمثیل. غم او ناورین ته هم ویل کېږي. 

 

ارستو د بوطیقا په اثر کې د تراژیدۍ په اړه داسې تعریف وړاندې کړی دی:((تراژیدي د یوه داسې سنجیده عمل نقل او عکس دی چې عظمت او مناسب طوالت لري،په خپل ځان کې په خپله پوره وي،دنقل لپاره به کې خوندوره او مزینه ژبه استعمال شي چې د تزین دا عمل په مختلفو حصو کې بېلابېل وي، داظهارژبه بیانیه نه بلکې عملي یا ډرامي وي او داسې واقعات په کې ځای شوي وي چې د رحم او وېرې جذبات راولړزوي او په دې طریقه د دغو جذباتو تطهیر وکړي.)) 

 

په تراژیدۍ کې د وېرې او ډار احساسات راولاړېږي او انسان ته دپېښو په تړاو عجیب احساس وربښي.

د ارستو له قوله تراژیدي بیا له حماسې سره توپیر لري او توپیر یې په دې کې دی چې حماسه تر تراژیدۍ پر دې دلیل لویه وي چې د پېښو د توحید له مخې مقید زمان نه لري خو تراژیدي بیا تر هغې ځکه وړه وي چې زمان یې مقید وي ممکن یوه ورځ یا یوه شپه په برکې ونیسي.

 

د تراژیدۍ په اړه ویل کېږي چې عملي بڼه لري یعنې ډرامي وي او حماسه بیا توضیحي یا بیاني وي چې په ورته وخت کې یې یو توپیر هم دی.

تراژیدي،غمیزه یا درد لیک ،تراژیدي د لرغوني یونان د مذهبي داستانونو نه راوتې یوه داستاني بڼه  ده،تراژیدي د تسپس له لوري پېژندل شوې،خپل نوم یې له تروګوس یعنې اوزې او اویدیا څخه اخیستی دی.

 

تراژیدي د کمیډۍ خلاف د هغه زمان د ارباب الانواعو،پاچایانو او شهزادګانو ترمنځ جنجالونو ته ویل کېږي.مکالمې،دکورس غږ او صحنې څخه.  

ارستو په خپل اثر بوطیقا کې د تراژیدۍ لپاره شپږ جزه ښودلي چې عبارت دي له: پلاټ،کرکټرونه، افکار، دتراژیدۍ پایله د اتل یا قهرمان په مړینه یا پرکومې بلې دردناکې موضوع پای مومي،دارسطو له نظره د تراژیدۍ موخه د کارتاسیس په عبارت په تماشه کوونکي یا لیدونکي کې د وېرې او ډار رامنځته کول دي.کارتاسیس نمایش ځای ته ویل کېږي.یا د شوپنهاور له نظره تراژیدي د لویې شوربختۍ ننداره ده،شوربختي د دیونان دتراژیدۍ جوړښت یا ساختار ته ویل کېږي.تراژیدي د یوې پېښې جدي او پرځای یا ټاکلی تقلید دی چې د نفس یا کارتاسیس د تزکیې لامل شي.

 

په پنیځه قبل المیلاد پېړۍ کې چې لا مذهب او هنر سره نه وو جلا شوي، مذهبي مراسم د هنر په جامه کې وړاندې کېدل، دامهال نو په یونان کې حماسه هم پرمختللې وه او د هغوی د پرمختګ پراساس د ډارماتیکو ژانرونو اساس هم کېښودل شو.

 

د تراژیدۍ اصطلاح له دوو توکو (تراګوس-ورغومی او ودي یعنې سندرې (دورغومي سندرې) څخه جوړه ده  چې دا سندره په دوه ډوله ده،لومړی هغه سندره چې د دیونیس له کړاوونو،سرګردانیو،تکلیفونو او دهغه مړینې نه په کې بحث کېده چې د همدغو سندرو پر بنسټ د تراژیدۍ بنسټ هم کېښودل شو. دویم دول سندره هغه وه چې په هغو کې به د دیونیس بیاژوندي کېدل،پر مرګ غلبه،پر کړاونو او تکلیفونو بری تلاسه کول او د هغه نمانځل به بحث کېدل چې پر همدې بنسټ یې د کومېډۍ بنسټ هم کېښود.

 

د دیونیس کړاونو او د ماتم سندرو ډېر کلونه دوام وکړ چې بیا یې په پنځمه ق میلاد پیړۍ کې وده وکړه او دامهال د لرغوني یونان د تراژیدۍ پلرونه  (ایسخیل،سوفوکل او یوروپید) منځته راغلل. 

د تراژیدۍ پېژندنې په اړه ارستو تر هرڅه لومړی به دهغې د عمل او مضمون برترۍ ته ګوته نیوله یعنې په تراژیدۍ کې داسې پېښې تمثیلېږي چې په هغو کې پر حق او رښتیا بری،دانسان دعقل بریالیتوب بریالیتوب ښکاره وي.

 

یوناني فیلسوف ارستو به د تراژیدۍ په باب ویل:((تراژیدي چې ننداره چیانو کې د وېرې او خواخوږۍ احساس پیداکوي،د دوی د هغو انساني احساساتو د سوتره کولو سره مرسته کوي چې د ده په اصطلاح کترسیس(دنفس تزکیه) نومېږي.))  

په نوي عصر کې د تراژیدۍ په برخه کې په هسپانیه کې لوپي دیویګه او ګلدیون دوو لیکوالو کار کړی،په انګلستان کې شکسپیر کار کړی،په فرانسه کې کورنیل او راسن دوو لیکوالو  تراژیدۍ لیکلي ،په جرمني کې ګویته،شیلر او په روسیه کې پوشکین په اوسني عصر کې د تراژیديو لیکوالان وو.

 

دا د ۱۶پېړۍ وروستی او د ۱۷پېړۍ پیل و چې بروژوازي رامنځته کېده  او فیوډالیزم مخ په زوال و ،په دې زمانه کې ټولنیز ژوند او د تنګسې او ځوړ وروستي برید کې و نو ځکه حالات لیکوال د تراژیدیو رامنځته کولو ته وهڅول.

 تراژیدي هم لکه کومیډي غوندې له سملاسي خبرو یا فی البدیهه خبرو سرچینه اخیستې،تراژیدي له دیتیرامبیک اشعارو څخه راوتې چې اوس هم د یونان په یوشمېر ښارونو کې شته دي،له هغې وروسته تراژیدي ورو ورو قدم پورته کړ او قدم په قدم مخ په ښه کېدو شوه،دیتیرامبیک هغه شعرونه دي چې په قبل المیلاد کې به یونانیانو د شرابو خدای په حضور کې د وجد راوستو یا مستانه کېدو لپاره ویل.

 

په ۵۴۴قبل المیلاد کې د اتن حکومت رسمي جشنونه او مېلې جوړولې چې به هغه کې به میله جوړونکو یا تراژیدي لیکونکو د جوایزو ترلاسه کولو په موخه ګډون کوه.مېله یا نمایش په اتن ښار کې کوم معمول کار نه و بلکې په دوو رخصتیو یعنې د شرابو په مېله یاجشن او د ښار د دیونوسیا په مېله کې به دا نمایشونه یا ښودنې وړاندې کېدې.

 

د یونان د لرغوني ادب لومړۍ دورې اثر لیکوال وایي :هغه سندرې چې په هغو کې به یونانیانو د انګورو درب النوع یعنې دیونیس کړاوونه،سرګردانۍ،تکلیفونه او د هغه مړینه ستایله،دهمدغه ډول سندرو په اساس د تراژیدۍ بنیاد کېښودل شو.  

 

د یو بل روایت له مخې تراژیدي د اوزې ترانې ته یا غږ ته ویل کېږي، د یونانیانو په قبل المیلاد پېړیو کې اوزه یوه مقدسه وه او دوی ورته په ځانګړې عقیده وو،یونانیانو به د تیاتر او نندارې لپاره د تراژیدۍ کلمه کاروله،دا کلمه د تراګو یعنې اوزې او اګل یعنې ترانې څخه مرکبه شوې ده چې مرکبه معنی یې د اوزې ترانه ده.کله به چې په یونان کې نندارې وړاندې شوې نو لوبغاړو به ځانونه د اوزې په څېره کې شودل چې په لومړي سر کې دا نندارې خندوونکې یا ډراماتیکې وې او وروسته بیا بېلې شوې. 

 

په لرغوني یونان کې درې تنه نامتو تراژیدي لیکونکي تېر شوي دي ،ایسکلیس،سوفوکلیز او یوروپیدیز،ویل کېږي چې یوروپیدیز ټولط ۹۲ډرامې لیکلې دي چې د هغو له جملې څخه ۱۹ډرامې یې لاتراسه ژوندۍ دي او ځیني یې د سټیج پر سر ښودل کېږي.فیورټي په خپل اثر (ستاسوادبي میراث)کې لیکي چې د لرغوني یونان له تراژیدي لیکونکو څخه یوروپیدیز تر ټولو زیات معاصر دی. 

 

دیوناني تراژیدۍ جوړښت:

۱-مخکینۍ خبرې یا پرولوګ:-ننداره کوونکو ته د نندارې د راتلونکو پېښو په اړه معلومات وړاندې کوي.

۲-سریزه یا پارودو:-که چېرې پرولوګ نه و نو بیا ننداره پر پارودو یا سریزې پیلېږي.

۳-داستاني طرحه یا اپیزود:-په ننداره کې د کرکټرانو یا لوبغاړو لومړني څرګندېدل یا د نندارې د پېښو پیل.یوشمېر فرعي یا معترضه داستانونه وړاندې کېږي چې له ۲-۶معترضه داستانونو پورې وي.

۴-د هم ویونکو یا ګډو غږکوونکو د غږونو ټولګه یا استاسیما:-اپیزودونه له یو بل څخه بېلوي.ډلییز غږکوونکي د پېښ شوو پېښو په اړه نظر ورکوي.

۵-پایله یا اکسُدوس:-په دې کې ډلییزغږکوونکي او لوبغاړي له صحنو وځي.

 

د تراژیدۍ بنسټونه:

۰ننداره پر یوې سریزې پیلېږي چې په هغه کې د داستان نچوړ پېژندل کېږي.

۰همسرایان صحنې ته دننه کېږي او داستان پیلېږي.

۰دداستان د قهرمانانو په شتون کې د نندارې اصلي داستان پیل او وروستۍ نقطه.

۰د نندارې پای او د همسرایانو وتل. 

 د یونان تراژیدیکو نندارو موضوعګانې:

۰ملتمسان:-له خاوند څخه د ښځې د تښتېدو په اړه ده.

۰مصریان:-دهغو ښځو په تړاو ده چې خپل مېړونه وژني.

۰پارسیان:-د یونانیانو او ایرانیانو د جګړو په تړاو ده.

۰دتبس ضد اوه سرخېلان:- د دریو تراژیدیو ټولګه ده.

۰لائیوس:-دهغه سړي په تړاو ده چې پر خپل بل مېلمه سړي تېری کوي.

۰اودیپوس:-دپلار وژنې په تړاو ده.

۰اوه سرخېلان:-د ورور وژنې په تړاو ده.

۰پرومتوس:-د یوې رب النوعې د شکنجې په اړه ده چې له اور څخه یې ګټه اخیستل خلکو ته وښودل.

۰اورستیا:-د دریو متونو ټولګه ده.

آګاممنون:-د سړي خوړلووخاوند وژلو او نورو وژلو په تړاو ده.

۰خوئه فوروئه:-د مور وژنې په تړاو ده.

 ۰ائومنیدس:-د یو مور وژونکي د محاکمې په تړاو ده.

۰آژاکس:- د دې پهلوان د ځان وژنې او لېونتوب په اړه ده.

۰آنتیګونه:-دهغې جلۍ په اړه ده چې د خپل هیواد د قانون پر ضد پاڅېږي.

۰اودیب شهریار:-دتقدیر،محرماتو سره د ناوړه اړیکو او پلار وژنې په اړه ده.

۰الکترا:-د هغې وژنې په اړه ده چې د محرمو سره د زنا لپاره کېږي.

۰تراخینیائه:-د خاوند د مړینې په تړاو ده.

۰پرهلن تېری:-په دې کې دهمدې سرلیک په تړاو موضوع شامله ده.

۰هیپونوموس:-دهغه چا په اړه ده چې خپله لور وژني.

 

ضیأالرحمن حسرت

Related Articles

از هنر های مردم ما

از هنر های مردم ما مصطفی عمرزی سرزمین ما، همان گونه که تاریخ طولانی، مردم سلحشور و مذهبی آن شهرت دارند، به خاطر داشتن کالای های مختلف سنتی، از جمله قالین و قره قل نیز مشهور می باشد. این فرآورده ها مهمترین تولیدات صادراتی کشور را نیز تشکیل می دهند. در این کنکاش برنامه ی «مستند باختر»، سراغ یکی از آن فرآورده های داخلی می رویم و خواهیم دید که سرگذشت...

د اولاد تربیه او کورنی چاپېریال

زمونږ په ټولنه کې زیات مور و پلار په لوی لاس خپل اولاد د بې لارېتوب لوري ته کشوي، هغوی خپل اولاد ته خبرې د پېغور په ډول کوي. د مثال په ډول که کوم بچی یې له کوم تکړه ډاکتر څخه متاثره شوی وي او د پلار یا مور پر وړاندې ووایي چې که لوی شم زه به هم ډاکتر یا انجینر جوړېږم؛ نو پلار یې په طنزيه او قهرېدلې ژبه ورته وايي، ((مردار خوره، ته دې شکل وګوره، ستا ش...

هغه ناروغۍ چې علایم یې په سترګو کې پیدا کېږي

ژباړه ـ ریاض مقامزی   د ناروغیو په تشخیص کې د ناروغ پر بدن څرګندې شوي نښې نښانې خورا مهم نقش لوبوي. روغتیاپالان اکثراً د همدې علايمو پر مټ ناروغي تشخیصوي او د درملنې چارې پیلوي. دا علايم د بدن په بېلابېلو برخو کې تر سترګو کېږي. په لاسونو، پښو، سترګو، سر او يا د بدن په بل هر ځای کې اختلالات د ځينو ناروغيو ښودنه کوي. په دې ليکنه کې موږ يوازې هغه نار...

Recommended Articles

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته بيا بېرته خپل ټول تاثير له لاسه ورکړي، د هورمونونو تاثير د زيات وخت لپاره دوام کوي. د انسان په بدن...

د حافظې د پیاوړتیا څو لارې

هغه حقیقت چې د عمر په زیاتېدو سره حافظه له منځه ځي، دلیل نه شي کېدای چې ونه شو کولی د له منځه تللو طریقه یې ډېره سسته کړو. څېړنو ښودلې ده چې موږ کولی شو د امکان تر حده حافظه وساتو، اجازه راکړئ دغه عملي لارې وسپړو.  د حافظې د قوي کېدلو څو لارې  ژور فکر وکړئ چې فعاله حافظه مو بهتره شي: فعاله حافظه تقریباً ستاسو د مغز د یادښت کتابچه ده، چېرته چې نوي...

د خپل مخ پوستکی څنګه ښکلی کړو

د خپل مخ پوستکی څنګه ښکلی کړو، چې د هرچا د خوښې وړ وګرځي؟پر پوستکي مختلف داغونه د مختلفو عواملو له امله پیدا کېدی شي لکه د لمر د وړانګو له امله، د ځینو درملو د استعمال له امله او یا کېدای شي د عمر په زیاتېدا سره هم ځینې نښې نښانې را څرګندې شي. په همدې اساس د هر عامل له وجې د پوستکي د داغونو درملنه هم په جدا ډول سره کېږي، چې باید توپیر یې وشي، لکه...