To start downloading books

Please sign in or create an account.

د شنو چایو ګټې او زیانونه

د شنو چایو ګټې او زیانونه

ژباړه ـ ریاض مقامزی

په ټول افغانستان او په ځانګړي توګه پښتون مېشتو سیمو کې شین چای د هرې حجرې او دېرې رنګ جوړوي. د مېلمنو د قدر لپاره حتمي ده، چې چای ورکړل شي. مګر ډېر کم خلک د شنو چایو پر ګټو او زیانونو پوهېږي. په دې لیکنه کې پر همدې موضوع بحث شوی. د لیکنې تر پایه به د چایو پر ګټو او زیانونو پوه شئ!

 

د شنو چايو روغتيايي ګټې

په مناسبه اندازه د شنو چايو څښل ګڼې روغتيايي ګټې لري. د لیکنې په دې برخه کې پر همدې موضوع مفصلې خبرې شوي.

 

  • د سرطان مخنيوی

د سرطان ادارې د څېړنې پر اساس څرګنده شوې ده، چې په چایو کې شته پلي فنولونه د تومورونو د چټکې ودې مخه نیسې او په دې توګه شین چای د سرطان په مخنيوي کې خپل رول لوبوي.

په هغو هېوادونو کې چې د شنو چايو د مصرف کچه لوړه ده، برعکس په کې د سرطان پېښې کمې تر سترګو کېږي. خو لا هم په پوره ډول څرګنده نه ده، چې یوازې شین چای ددې چارې سبب کېږي او که نور خصوصیات هم شته.

ځينې نورې څېړنې ښيي، چې شین چای د سرطان د لاندې ډولونو مخنيوی کوي.

ـ د سینې سرطان 

ـ د مثانې

ـ د تخمدان

ـ د کولورکتال (کولمو) سرطان

ـ د مرۍ 

ـ د ځيګر

ـ د پروستات غُدې

ـ او د معدې سرطان

څېړونکي پر دې باور دي، چې همدا پلي فنولونه د سرطاني سلولونو په له منځه وړلو کې مرسته کوي او د هغوی د ودې مخه نیسي. د سرطان د مخنیوي لپاره د چايو څښلو اندازه په مختلفو څېړنو کې توپیر کوي. خو په ټولو کې "له ۲ تر لسو" وړو پیالو اندازه ښودل شوې ده.

 

  • د زړه روغتيا

یوې بلې څېړنې په ډاګه کړې، چې شین چای د زړه د رګونو د ناروغۍ مخه نیسي. په دې څېړنه کې څلوېښت زره جاپانیان تر څېړنې لاندې نیول شوي وو. ددوی عمرونه له څلوېښتو تر نهه اویا کلونو وو. دې څېړنې نږدې یوولس کاله دوام وکړ، چې پایله یې همدا د زړه روغتيا وه. 

ګډونوالو به د ورځې پنځه پیالې شنې چای څښلې. د هغو کسانو په پرتله په کې د زړه عروقي ناروغيو له کبله د مړینې کچه کمه وه، چې د ورځې یې يوه پیاله چای څښه.

 

  • د وینې غوړ کموي 

په ورستیو کلونو کې شوې څېړنه ښیي، چې د ورځې په مناسبه اندازه شین چای څښل د وینې د کلسټرول LLD په کموالي کې د پام وړ رول لري.

 

  • د مغزې سکتې خطر کموي

په منظمه توګه د شنو چايو څښل د مغزې سکتې خطر ۷% راکموي. که غواړئ د مغزې سکتې ګواښ مو کم کړئ، پخپل ورځني غذايي رژيم کې چايو ته حتما ځای ورکړئ.

 

  • د حافظې پياوړتيا 

ډېری خلک ښه ګڼي، چې د سهارنۍ له خوړولو وړاندې یو ګیلاس شین چای وڅښي. دوی پر دې باور دي، چې د حافظې په پياوړتيا او د تمرکز په ډېروالي کې به ګټور ثابت شي. 

طبي څېړنو هم ښودلې ده، چې په شنو چایو کې شته کافین ددې سبب کېږي، چې حافظه مو سم کار وکړي.

 

 له دې ټولو سره ـ سره پر شنو چايو ترسره شوې څېړنې ښيي، چې د ډيابت د دویم ډول په کنټرول، د وزن په کموالي، د حافظې په پیاوړتیا، د غاښونو په قوت، د خفګان او ستړيا په کنټرول او د التهاب په مخنيوي کې رغنده رول لري.

 

 

د شنو چايو زیانونه

پورته مو د شنو چايو پر بېلابېلو ګټو خبرې وکړې. خو دا هم باید هېر نه کړو، چې شین چای ځينې جانبي زیانونه هم لري. 

 

له کافین سره حساسیت: هغه وګړي، چې له کافین سره شدید حساسیت لري، د چای له څښلو وروسته ممکن بې خوبي، وېره، زړه بدوالی او د معدې درد تجربه کړي.

 

د وینې نرۍ کېدل: هغه ناروغان چې د کوادامین/وارفارین په څېر د وینې د رقیق کولو درمل خوري باید د چايو په څښلو کې احتیاط وکړي. همدارنګه باید هڅه وکړي، چې د چایو له څښلو او اسپرین څخه له استفادې ډډه وکړي.

همدارنګه ځينو څېړنو ښودلې چې د که څوک درمل خوري باید له ډاکټر سره په مشورې له شنو چايو ګټه واخلي. ځکه له ځينو درملو په وخت کې د شنو چايو څښل کولای شي د وینې فشار لوړ کړي. همدارنګه د زړه د ضربان کچه هم ډېرولای شي.

Related Articles

د بریالیو خلکو ځانګړنې

لیکنه ـ ریاض مقامزی په ژوند کې بریا د هر انسان هيله وي، خو آیا تر اوسه مو په دې اړه فکر کړی، چې د بریاليو خلکو هغه کومې ځانګړنې دي، چې دوی یې له نورو رابېل کړي او بریالی ژوند لري؟ په دې لیکنه کې پر همدې موضوع خبرې شوي او تاسو به د بریاليو خلکو دېرش "۳۰" ځانګړنې وپېژنئ! نو که تاسو هم غوښتل بريالي شئ همدا ځانګړنې په خپل ځان کې پيدا کړئ. د بریاليو و...

انفلاسیون څه ته وايي؟

لیکنه: سرفراز څرګند انفلاسیون په عامه اصطلاح د توکو او خدمتونو په نرخونو کې په عمومي کچه جګوالي ته وایي یا په بله معنا انفلاسیون په اقتصاد کې هغه حالت ته وایي چې پیسې خپل ارزښت له لاسه ورکړي او د توکو او خدمتونو په نرخونو کې لوړ والی راشي چې دغې حالت ته انفلاسیون وایي، چې یاده چاره په اقتصاد کې مهم رول لوبوي او دولتونه ورته باید متوجي اوسي، مخکې ل...

بې اسرې (افسانه) ليک:- محمد الياس طوطه کان ملاکنډ خيبر پښتونخوا

بې اسرې ګل زاده چې نن کورته راننوتو نو مور يې ورته اووې چې بس بچے د ژوند او مرګ هېڅ پته نۀ لګي سبا درله د پروين په مور تپوس کوم چې ستاسو د دواړو ـ  ـ  ـ  " ګل زاده پرې رااودانګل "خو مورې زۀ لا اوس ـ  ـ  ـ  ـ " بس بچے چې مخکښې يو لفظ هم اونۀ وائې ستا ډولۍ خو زمونږه هم ارمان دے- د خېره سره چې پلار دې راشي نو هم نن درله خبره کوؤم ـ  ګل زاده او مور...

Recommended Articles

عثمان کاکړ څنګه ووژل شو؟

پښتونخوا ملي عوامي ګوند ادعا کوي چې د دغه ګوند صوبايي مشر عثمان خان کاکړ وژل شوی دی او دوی سره دې لړ کې کافي ثبوتونه شته. یو شمېر نورو ځايي سیاسي ګوندونو هم د یاد ګوند ملاتړ کړی او د بلوچستان صوبايي حکومت وايي، د پېښې په هکله به څېړنه کوي. د یادونې ده چې د روانې جون میاشتې پر ۱۷ نېټه ویل شوي و، چې د عثمان خان کاکړ سر سخت ټپي شوی دی. له پېښې وروست...

د وينا پر مهال د ويرې ختمولو 27 ګټورې لارې

هغوى چې په سټيج باندې عونډو، سيمنارونو، ټولګي او حتى د ملګرو سره په مخامخ خبرو پر مهال ويره احساسوي دوى عمومآ د Glossophobia په اروايي ناروغۍ اخته دي، چې د خبرو دغه ويره د مرګ له ويرې هم سخته ده چې ستاسو مسلکي او شخصي ژوند زيان رسولى شي. ددغې ويرې پر مهال ستاسو بدن ريږدي، لاسونه مو خولې کيږي، زړه ضربان مو زياتيږي، چې په تجارت او د ژوند په نورو اړخ...

ملا نصرالدین څوک و؟

ملا نصرالدين ته ترکان حواجه يا خواجه نصرالدين وايې، افغانان او اير انيان يې ملا نصر الدين (ملا نصرودين) بولي،عربان يې دجحا نصرالدين او افندي نصرالدين په نامه پيژني٠  ملا نصرالدين د يوه روايت پر بنسټ په اوومې هجري پېړۍ کې چې د١٢٠٩ زېږدېز/میلادي کال سر ه سمون خوري دسلجوقي واکمنۍ په زمانه کې دتر کيې دخورتو په ښار ګوټي کې دې نړۍ ته سترګې پرانيستلي دي...