هيله بخښونکې جملې

R
Riaz Muqamzai
Author
Jul 12, 2021
4 years ago
3,637 views
هيله بخښونکې جملې

د انسان جوړښت داسې دی، چې د بې وسۍ، مجبوریتونو، کړاوونو او نورو ستونزو له کبله خپل هوډ او قوت له لاسه ورکوی او یا کمزوری کېږي. خو له نېکه مرغه ددې ځواک د بېرته ترلاسه کولو لارې شته.

د ژوند په داسې سختو شرایطو کې باید د چا خبرې او نصحیتونه واورئ، ترڅو بېرته قوت پيدا کړي او د ستونزو پر وړاندې قوي اوسي. دا لیکنه پر همدې موخه کښل شوې ده او تاسو ته ډېره انرژي او ځواک درکولای شي. 

 

هيله بخښونکې کرښې

ايا زړه مو غواړي پوه شئ، چې د ژوند په مستقيمه لاره روان يئ؟

ايا غواړئ هوسا ژوند ولرئ او په مشکلاتو برلاسي واوسئ؟

 

۱_ليدل او اورېدل مو وڅارئ

اجازه مه ورکوئ د ژوند ستونزې مو شاته وغورځوي، هيلو ته هغه کس و اوسئ چې په تمه يې وئ. پرېکړه وکړئ او لاس په کار شئ، خپلو تېروتنو ته اندېښنه مه کوئ!

که زر ځلې هم ناکام شوئ، په حقيقت کې مو زر مختلفې لارې وازمويلې او له زړه پوهېږئ، چې خپله هڅه مو کړې ده.

هر کار مو چې له لاسه راځي ويې کړئ، هر چېرې چې غواړئ لاړ شې لاړ شه، هيلې مو په ډېر خلاص نظر څارئ. د موخو لپاره مو کوښښ وکړئ، مه مايوسه کېږئ. د هيلو جاده مو له ډېرو ستونزو او موانعو ډکه ده. موانع مو له لارې لرې کړئ زړه او جرئت په کار واچوئ. د جادې په اخر کې کاميابي ستاسو په تمه ده.

 

۲_ پر ځان ووياړئ

تاسو د خپل ځان مهم نقاد او نږدې ملګري یئ، کله مو چې په ځان ووياړه، په ژوند کې با هدفه کېږئ. په دې صورت کې هغه لاره ټاکئ، چې د خدای ج په رضايت ختمېږي او نورو ته يو ايډيال ګرځئ. 

دقت وکړئ، چې په څان فخر کول د مغرورۍ په معنا نه ده. بلکې پدې معنا ده، چې ځان ته په امورو کې پابند کس په توګه قايل يئ. تاسو بې عيبه کس نه يئ، خو د احترام وړ کس يئ. 

تاسو د ژوند د کتاب ليکونکي يئ، نو د خپل برخليک قلم په لاس کې واخلئ او خپلې معنوي کيسې وليکئ. خدای ج پوهېږي چې د څومره خلکو زړونه غواړي ستا ځای ونيسي نو پر ځان ووياړه! 

 

۳_ تاسو د بدلون سبب یئ

هڅه وکړئ، هر کار چې کوئ يو مثبت بدلون منځ ته راوړئ.

ايا دا به حقيقت ولري چې يوازې نورو سره د مرستې له لارې ژوند ته خوشحالي راوړلای شو؟

ځواب مثبت دی. کله چې تاسو د بل چا په ژوند تاثير ولرلای شئ، نو داسې کار وکړئ چې نور خوشاله کړئ. 

 

۴_ خوشاله او شکر کوونکي واوسئ

ستاسو خوشالي دننه ده. ستاسو فکر تاسو ته خوښي درکوي  يوازې ستاسو نظر اړين دی، چې دنيا ته تغير ورکولای شي. شکر کوونکی اوسېدل د خوشالۍ ضامن دی. 

 

۵_ د خپل وخت په قدر پوه شئ

وخت د ژوند تر ټولو مهم څيز دی. عمر مو بې ځايه مه تېروئ. ژوند کې هدف پيدا کړئ، پلانونه ونيسئ او سم يې مدیريت کړئ. 

وخت تاسو ته په اختيار کې درکړل شوی دی. نه شئ کولی ويی ساتئ خو کولای شئ، استفاده ترې وکړئ. نو پرېږدئ، چې هيلې مو له ډار نه ډېرې لوړې واوسي.

 

۶_ له ځان سره په رښتينې څېره واوسئ

په هره هغه اړيکه کې چې غواړئ، پرمختګ وکړئ رښتينی اوسئ. تاسو يوازينی کس يئ، چې کولی شئ په ځان حساب وکړئ.

همېشه د حقيقت په لټه اوسئ او ځان په سمه معنا وپېژنئ. په دې صورت کې کولی شې په ژوند کې مستقيمه لاره تعقيب کړئ. 

 

۷_ نورو سره په مينه اړيکه وپاله

نورو سره په اړيکه کې فاصله مهمه نه ده، بلکې مينه او عاطفه مهم نقش لوبوي. له چا سره چې خوشاله وئ، په اړيکه کې اوسئ، خبرې ورسره وکړئ او هغوی درک کړئ. 

 

۸_ د ژوند په ټولو پړاوونو کې مسول اوسئ

تاسو د انتخاب او اشتباه حق لرئ. کولای شئ، هغه څه انتخاب کړئ. چې په سلو خطاوو کې ناڅيز وي.

که مو د ژوند فرمان په لاس کې وانخيست يو بل څوک به ستاسو پر ځای دا کار وکړي بيا. ددې پرځای چې تاسو د ځان مالک شئ، د بل چا اسير او غلام به وئ. نو بايد په هر حال مسوليت منونکي واوسئ او د ژوند د موانعو په وړاندې غالب شئ.

 

۹_ مه پښېمانېږئ

هر هغه کار مو چې د ژوند د خوشالۍ لپاره له لاسه کېږي ويې کړئ. له هغه چا سره راشه درشه وکړئ، چې تاسو ته خوشالي درکوي. تر اخري نفس پورې وخاندئ. په هر حال د خدای ج شکر وکړئ، له اشتباهاتو عبرت واخلئ او کوم څه مو چې نه شوای کنټرول کولی پرېږدئ یئ. 

 

خالقداد همت

Related Articles

Jul 12, 2021
6,246 views

د زنګون درد لاملونه او د ښه کېدو لارې چارې

زنګون د بدن یو له اړینو مفصلونو څخه شمېرل کېږي، که څه هم د زنګنونو درد په ډېر عمر لرونکو(زړو) کسانو کې ډېر وي خو ډېری ځوانان هم له دې درده کړېږي.   ‎د زنګونونو درد شخص، عمر او حالاتو ته په کتو بېلابېل لاملونه لري، خو له اړینو  لاملونو څخه یې لاندین...

Sep 13, 2023
1,743 views

په ټولینزو رسنیو کې شخصي مسایلو د بیان اغیزې او پایلې 

په ټولینزو رسنیو کې شخصي مسایلو د بیان اغیزې او پایلې  عمران اختر   د شخصي مسایلو بیان د ټولنیزو شبکو په مختلفو پلیټ فارمونو کې د انفرادي یا شخصي مسلو شریکولو او بحث بالخصوص په افغاني ټولنه کې ډيره جدي مسله ده. هره ټولنه جلا جلا کلتور او فرهنګ لري...

Feb 22, 2022
2,142 views

اُکراین وپېژنئ!

ژباړه ـ ریاض مقامزی   د هېوادونو د پېژندنې په برخه کې به دا ځل له "اُکراین" سره بلد شئ. د لیکنې تر پایه به هڅه وشي، چې ددې هېواد په اړه هر اړخیزو پوښتنو ته ځواب وویل شي.   اُکراین وپېژنئ! دا هېواد د اروپا لویې وچې په شرقي برخه کې موقعیت لري، چې م...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,398 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,063 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
26,801 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...