کوسټا ریکا څنګه په یوه پېړۍ کې باراني ځنګلونه دوه ګونه کړل؟

i
imranghani
Author
Aug 07, 2021
4 years ago
2,493 views
کوسټا ریکا څنګه په یوه پېړۍ کې باراني ځنګلونه دوه ګونه کړل؟

کوسټا ریکا څرنګه په یوه پېړۍ کې باراني ځنګلونه دوه ګونه کړه؟

کوسټا ریکا هېواد کې د ځنګلونو په لوړه پیمانه وهلو له امله په ۱۹۸۳ م کې په ځنګلونو پوښلې ساحه ۲۶ سلنې ته راټیټه شوه. دغې ویجاړۍ په باراني ځنګلونو کې د ژوند تنوع ړنګه کړه او هغه ژوې یې له خطر سره مخ کړې چې یوازې په کاسټا ریکا کې موندل کېدې. 

دولت د ځنګلونو وهلو جوازونه محدود کړل، د هغو ځمکو خاوندانو ته چې خپلې ځمکې یې خوندي کولې پیسې ورکړې او بهرنۍ پانګونې یې ایکو ټوریزم (ecotourism) او دوا سازۍ ته جذب کړې تر څو د ځنګلونو وهلو مخه ونیسي. دغه ګامونه د داسې دندو رامنځته کېدو لامل شول چې د باراني ځنګلونو روغتیا پورې یې اړه لرله. د ځنګل وهلو کچه صفر ته راټیټه شوه او ونې بیا زرغونېدل پیل شول. دا مهال ځنګلونو کابو نیم هېواد پوښلی. 

په لیکنه کې د ځینو اصطلاحاتو تعریف: 

۱. (ایکو ټوریزم): د ګرځندویي «سیاحت» یو ډول دی چې سیلانیان هغو ساحو ته د چکر وهلو مسولیت لري چې طبیعي وي، چاپېریال خوندي کوي او د ځایي خلکو د هوساینې سبب شي. 

۲. (د ژوند تنوع): هغه بېلابېل بوټي او ځناور چې په نړۍ یا یو ځانګړي ځای کې ژوند کوي. 

#ژباړه

#باراني‌ځنګلونه 

#چاپېریال‌ساتنه

Related Articles

May 26, 2021
2,181 views

نابغه لیکوال "تورګینیف" وپېژنئ!

لیکنه ـ ریاض مقامزی  د نړۍ والو ادبي څېرو د پېژندنې په لړ کې به نن د روسیې د نولسمې پېړۍ نامتو سبک پېژندونکي او لیکوال په اړه لا ډېر پوه شئ. د لیکنې ترپایه د ښاغلي تورګینیف پر ژوند او فن ډېرې خبرې وشي.    تورګینیف د روسيې ددې ستر لیکوال او سبک پې...

Jul 06, 2023
2,310 views

د قوشتپي کانال

د قوشتپي کانال!دا څنګه کانال او چیرته دی؟ اوږدوالی یې څومره دی، پلنوالی او نورې ډېري پوښتنې به دلته ځواب شې.دا قوشتیپه کانال دی👇دا کانال د افغانستان په درو ولایتو بلخ، جوزجان او فاریاب کي تیریږي.دا کانال 286 کیلومیتره اوږدوالی، 102 میتره پلنوالی او...

Jun 02, 2023
1,363 views

ونې ته لیک

ونې ته لیک د ګنګا سپېڅلي سیند تر څنګ ویدۀ وم چې د څانګو سُر او تال دي زما د زړه غوږونه وتخنول. د غږ سندریز وږم دي لکه د سهار مهربانه نسیم ورو ورو زما د ذهن په ډاګ راګ خپور کړ، د زړه له دهلیزونو مې آرکستر جوړ شو او هره ورځ پکې ستا د افسانوي حسن سمفون...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,528 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,103 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
26,898 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...