To start downloading books

Please sign in or create an account.

"ملي بیرغ ، ملي هویت او ملي عزت"

"ملي بیرغ ، ملي هویت او ملي عزت"

حکومتونه ځي راځي ، تنظیمونه او ګوندونه هم ځي راځي ، خو په یو ملت او وطن کې ځينې داسې تلپاتې اعتقادي او ملي ارزښتونه وي چې پر هغو باندې د ټولو ملت ټولیز توافق او اجماع موجوده وي، هغه که هر ګوند او ډله واک وځواک ته رسېږي ، نه یوازې د دې ارزښتونو د تغیر هڅه نه کوي ، بلکې  د هغو د پاللو او ځلولو لپاره هم هلې ځلې کوي، په افغانستان کې اسلامیت چې د اسلام جوهر دی او افغانیت چې د افغان جوهر دی ، دا دواړه زموږ اعتقادي او ملي ارزښتونه دي ، پالنه او ځلونه یې د هر مسلمان افغان مسولیت او مکلفیت دی، د تاریخ په اوږدو کې چې هر فرد او سیاسي ډلې دې ارزښتونو ته په سپکه کتلي او یا یې په دې دوو کې یو له پامه غورځولی ، هغوی سپک شوي او د تاریخ له یوې درنې څپېړې سره مخامخ شوي دي.

په دې تېرو شلو کلونو او په تېره بیا د ډاکتر صیب غني د حکومت په بهیر کې چې د قدرت پر سر د طالبانو او د حکومتي پوځونو تر منځ جنګ روان و ، د ټولو هیله دا وه چې دواړه خواوې باید لږ تر لږه پر دیني او ملي منل شویو ارزښتونو توافق ولري او هغو ته ستونزې پېښې نه کړي ، خو اوس چې ګورو د طالبانو د تحریک له لوري چې کومې سیمې ونیول شوې له ټولو نیول سیمو څخه د افغانستان ملي بېرغ را کښته شو او پر ځای یې د طالبانو د اسلامي تحریک یا اسلامي امارت بیرغ پورته شو.اکثره خلکو فکر کاوه چې طالبان په ګرمه وینه دي ؛ کله چې یې کابل ونیو دې ارزښت ته به پام وکړي او سیاسي رهبري به یې د ملي بیرغ د راکوزولو مخه ونیسي ، خو داسې و نه شول او خبره ان د ارګ تر بیرغه هم ورسېدله.دلته غواړو په لنډیز سره د طالبانو د تحریک مشرتابه ته څو ټکي بیان کړو ، چې سره له همدا اوسه ورته پام  وکړي او دنه پاملرنې په حالت کې یې زیان ټول ولس او په تېره بیا د طالبانو تحریک ته متوجه دی:

۱- د افغانستان ملي بیرغ هم ملي دی او هم تر ټولو اسلامي دی. ملي ځکه دی چې هر رنګ یې د خپلې زمانې د حالاتو او زموږ د پلرونو د تورو څرګندونه کوي ، که دې بل اړخ ته یې واړوې ، نو د رنګونو له مخې اسلامي ځکه دی چې د اسلام په ټولو غزواتو کې له تور ، سپین او شین رنګونو زیاته ګټه پورته شوې ، نو له دې اړخه له درې برخو څخه یې دوه برخې له اسلامي رنګونو رغېدلې دي او د اسلام په ښکلې کلمه هم مزین شوی دی.

 د دې تر څنګ زموږ ملي بیرغ په ملي نښان هم ښکلی شوی ، چې دا نښان بیا په خپل ذات کې  د اسلامي  اعتقاداتو له جوهرونو رغېدلی ؛ منبر لري ، محراب لري ، مسجد لري ، مناره لري او  (الله اکبر ) یې هم په سر کې لیکل شوی دی.د هېڅ اسلامي هېواد په بیرغ کې د دین دومره کیفیت نه دی تمثیل شوی ، نو بیا ولې له دې بیرغه ګټه نه پورته کېږي چې پر ځای یې بل بیرغ  ته ترجیح ورکول کېږي؟

۲- د طالبانو د تحریک او یا د اسلامي امارت بیرغ هم اسلامي دی ؛ هم یې رنګ اسلامي دی او هم په کلمې مبارکې ښکلی شوی، خو ملي نه دی او د دیني ارزښتونو د اعتقادي ریاضي له مخې هم ترې زموږ د ملي بیرغ ضریبونه زیاتېږي.

۳- د طالبانو اسلامي تحریک کولای شي خپل دا بیرغ لکه د نورو  تنظیمونو د بیرغ په شان د یو تنظیمي بیرغ په توګه وکاروي او د ملي بیرغ تر څنګ یې وکاروي ، خو هېڅکله یې باید د ملي بیرغ عوض نه کړي او نه یې د هغه د تضعیف وسیله کړي.

۴-طالبان تر اوسه پورې یوازې نازک مذهبي مشروعیت لري ، چې هغه یې هم د تورې او برچې په زور تر لاسه کړی دی، له دوی څخه د یو زیات شمېر افغانانو د ملاتړ یو علت همدا و چې دوی له ملي ارزښتونو سره په ټکر کې نه وو ، او د ووی اساسي سیاسي مخالفین سخت ملت صد عناصر وو، نو که دوی د ملي بیرغ په مقابل کې همدې ډول چلند ته دوام ورکړي، نو د یو زیات شمېر هغو افغانانو له ژورې کرکې ، خفګان او غبرګون سره به مخ شي ، چې ملي بیرغ سره مینه یې رګونو ته ورننوتې او د ملي احساس یوه اساسي برخه یې جوړوي.

۵- اسلامي امارت یو ځل بیا د نړیوال مشروعیت له بحران سره مخ دی، د هېواد ملي بیرغ ټولې دنیا په رسمیت پېژندلی ، دا به هغوی ته یوه ښه پلمه شي چې دا ډول یو حکومت ، چې له خپل بیرغ او تاریخ سره ستونزه لري ، نو موږ سره به څه ډول نرمښت او تفاهم وکړي ، نو ښه ده چې هېڅ ورسره اړیکي و نه ساتو او په چورلټ ډول یې له رسمییت پېژندنې څخه تېر شو.

۶-دلته مخکې نورو واکمنو ډلو پخوا هم د ملي ، دیني او تاریخي هویت د مسخه کولو هڅې کړي دي ، خو په پای کې له ناکامۍ سره مخامخ شوي دي. د کرزي او غني په تېرو واکمنیو کې افغان ضد او اسلام ضد عناصرو هڅه وکړه چې د هویت په تذکره کې د دین او ملت ستون له منځه یوسي او په دې ډول په تذکره کې د (اسلام )او (افغان) کلمو د لیکلو مخه ډب کړي ، خو شعوري ملتپالو او اسلامپالو افغانانو یې پر ضد پراخ لاریونونه وکړل او د تصویب شوي قانون بیا سمون

ته یې لاره اواره کړه ، نو د طالبانو د تحریک مشرتابه باید دې ملي نزاکتونو او حساسیتونو متوجه وي ، داسې نه چې د ملت له یوه مخالف موج سره ځان مخامخ کړي.

۷-همدا نن او سبا کې طالبان مجبور دي ؛ تر هغه پورې چې خپل نوی اساسي قانون جوړوي ، له نړېوالو سره د تعامل او د ورځنیو چارو د پرمخیون په خاطر په موقت ډول یا د اعلیحضرت محمد ظاهرشاه د وخت ، یا د سردار  محمد داود خان د وخت او یا هم د اوسني تېر جمهوریت پر همدې نوي اساسي قانون ډډه ولګوي ، په دې ټولو کې خو همدا درې رنګه بیرغ منل شوی او تصویب شوی دی.

۸-موږ د طالبانو له مشرتابه څخه په ډېر جدیت او صمیت هیله کوو چې د ملي بیرغ په برخه کې مو پر پالیسۍ له سره غور وکړئ، همدا ملي بیرغ چې په حقیقت کې تر ټولو اسلامي بیرغ هم دی، تایید کړئ ، ویې ځلوئ او ویې رپوئ ، د ځان پر خلاف بله جبهه مه خلاصوئ . عجیبه خبره خو دا ده چې طالبان خپل مخالفین لکه تورن اسمعیل خان او نور ، چې د دوی ورسره د سوونو مړو حساب او کتاب پاتې و ، هغه یې ټول په غېږ کې ونیول ، خو خپل ملي بیرغ په غېږ کې نه نیسي؟

۹-طالبانو ګورئ تېروتنه ونه کړئ ، خدای مه کړه چې ستاسې مخالفین او لنډغر ، چې کلونه کلونه یې د همدې ملي بیرغ د مسخه کولو لپاره هلې ځلې کړي ، د همدې بیرغ ساتنه پلمه کړي ، ستاسو او د ولس تر منځ تضاد پیدا کړي او بیا وروسته دې بیرغ ته هم شا کړي او خپل بیرغ ته

مخه.

۱۰- وروستۍ خبره مو همدا ده چې څو ورځې نور هم طالبانو انتظار کوو، چې دوی په هېواد کې داستقرار او امنیت جوګه شي ، تر هغه به وروسته د طالبانو مشرتابه ته ورځو ، دلیل او منطق به ورسره وایو او د دوی په اصطلاح د شریعت په رڼا کې به خپل ملي هویت ګټو، ټول ملتپال او اسلامپال افغانان دې د داعيې د ګټلو لپاره یو ځل بیا سره متخد شي."

 

ملي بیرغ دې رپاند وي

#افغانستان_زنده_باد

 

محمد اسماعیل یون

Related Articles

د غوا خامې شيدې کوم ميکروبونه لري؟

د غوا شیدی کولای شې ډیری خطرناکې باکتریاوی له ځانه سره ولرې، یو د غذایی موادو دمکروبو او امراضو وسیله هم ګڼل کیږې. دا د خامو شیدو باکتریاوی ډیری مضره وی چې د نورو ډیرو مرضونو سبب کیدای شې. د غوا د خامو شیدو نه ګولییان بیرر سیندروم په نامه مرض پیدا کیږې. په دا مرض کې د وجود معافیتی حجرات په عصبی سیستم تاثیر کوی چې د نتیجې څخه یی د لاسو او پښو ضعف او...

پسته؛ روغتيايي ګتې او زیانونه

ژباړه ـ ریاض مقامزی د وچو مېوو په ډله کې پسته د ځانګړي نوم درلودونکې مېوه ده. د ښه خوند او روغتيايي ګټو له کبله یې اکثره خلک په ډېره مينه خوري. له ښه مرغه دا مېوه د افغانستان په ځینو سيمو کې هم ښه حاصلات ورکوي. په دې لیکنه کې به د همدې مېوې پر روغتيايي ګټو پوه شئ. د پستې غذايي ارزښت په دې برخه کې به د هغو موادو په اړه پوه شئ، چې په پسته کې موجود...

امپریالېزم وپېژنئ!

په مستقیمه توګه د یوې خاورې نیولو او یا د یوې سیمې د اقتصادي کنټرول تر لاسه کولو لپاره د دولت پالیسي او کړنو ته امپریالېزم وایي، د واک او د حاکمیت سیمې پراخولو لپاره پالیسي ته وایي تر څو د یوې سیمې په اقتصاد کنټرول وکړي او یا په مستقیمه توګه سیمه اشغال کړي. د یادې چارې لپاره نرمه پالیسي, سیاسي خوځښت او وسله وال ځواکونه دواړه کاریږي. یاده اصطلاح ډېر...

Recommended Articles

که دا عادتونه خپل کړئ له غربت څخه خلاصېږئ!

لیکنه ـ ریاض مقامزی دا به سمه خبره وي، چې شتمني له قسمت سره تړلې ده؛ خو دا خبره هم هېڅکله غلطه نه ده، چې ستاسو عادات په دې برخه کې رغنده رول لري. که تاسو هر څومره ډېرې پیسې ولرئ؛ مګر پر مصرف، پانګونې او نورو لاروچارو پوه نه شئ ډېر ژر به مو غربت د کور تر دروازو ورسېږئ. یا که ډېر غریب هم یئ؛ مګر دا لارښوونې عملي کړي، نو ډېر امکان شته، چې له غربت څخه...

څنګه کولای شو ښه شخصيت ولرو؟

 په دې لیکنه کې به تاسو هغه لارښوونې ولولئ، چې تاسو ځانګړي کوي او خلک به مو شخصيت ته درناوی لري.   خپل ظاهر ته ارزښت ورکړئ د هرې اړیکې په شروع کې ظاهري شکل خورا اړین فکټور ګڼل کېږي. په هاروارډ پوهنتون کې ترسره شوې څېړنه ښيي، چې انسانان ظاهر ته په کتو په لومړۍ ليدنه کې د مقابل لوري په اړه له ۳ نه تر ۷ ثانيو پورې  قضاوت کوي.  ددې لپاره چې ځانګړي و ا...

د خپل مخ پوستکی څنګه ښکلی کړو

د خپل مخ پوستکی څنګه ښکلی کړو، چې د هرچا د خوښې وړ وګرځي؟پر پوستکي مختلف داغونه د مختلفو عواملو له امله پیدا کېدی شي لکه د لمر د وړانګو له امله، د ځینو درملو د استعمال له امله او یا کېدای شي د عمر په زیاتېدا سره هم ځینې نښې نښانې را څرګندې شي. په همدې اساس د هر عامل له وجې د پوستکي د داغونو درملنه هم په جدا ډول سره کېږي، چې باید توپیر یې وشي، لکه...