د بیان آزادي څه ته وایي؟

R
Riaz Muqamzai
Author
Aug 22, 2021
4 years ago
2,739 views
د بیان آزادي څه ته وایي؟

لیکنه ـ ریاض مقامزی 

په دې ورستیو کې د بیان آزادي له ګرمو موضوعاتو څخه ده، چې په ټولنیزو رسنیو کې پرې ډېر بحثونه کېږي. پر دې برخې قیودات خلک اندېښمن دي. تاسو به په دې لیکنه کې پوه شئ، چې د بیان ازادي څه ته ویل کېږي.

 

د بیان آزادي

د انسان د بدن ټول غړي بې مقصده نه دي پیدا شوي. الله "ج" انسان ته ژبه، خوله او د خبرو کولو وړتيا ددې لپاره ورکړي، چې وکولای شي وغږېږي، نظر ورکړي، غوښتنه وکړي او خپل حاجت پوره کړي. کله چې دا کار پرته له وېرې او خطر ترسره شي، د بیان ازادي بلل کېږي.

د بیان د ازادۍ په اړه په افغانستان کې د ژورنالېزم بنسټګر "محمود طرزي" په دې اړه وايي، بيان ازادي  د ښو او بدو ليكنو په خپرولو پورې تړاو نه لري؛ بلكې د بيان ازادي هغه ده، چې څه مو زړه غوښتي وي، هغه خپاره كړو او قضاوت يې لوستونكو ته پرېږدو.

له دې نظر څخه معلومېږي، چې د بیان په آزادۍ کې هېڅ قید نشته. دا به بېل بحث وي، که څوک له دې ازادۍ ناسمه ګټه پورته کوي. خو پخپله د بیان ازادۍ په کوم قید کې نه شي راتللای. کله چې یو څوک وغږېږي او نظر ورکړي، نو بیا قضاوت خلک کوي، چې ښه یې وویل که بد.

د حقوق بشر قانون نولسم بند د بیان ازادۍ ته داسې نغوته کوي:«هر څوک کولای شي له وهم او وېرې پرته خپل باورونه په هره طریقه چې وغواړي، بیان کړي.»

که تعریف ته ځير شو نو یوه بله مسله هم پورته کېږي. هغه دا چې د "بیان ازادي" د وینا ترڅنګ نورې ټولې هغه طریقې هم پخپل ځان کې رانغاړي، چې په مرسته یې موږ خپل نظر څرګندولای شو. مثلا د یو انځور، لیک او یا هم د اشارې له لارې د خپل فکر، عقیدې او باور څرګندول هم د بیان آزادي ګڼلای شو.

 

کومو ټکو ته پام وکړو؟

ځينې خلک له دې حق څخه ناوړه استفاده کوي. په دې معنې چې د بیان د آزادۍ له نامه څخه ګټه پورته کوي او ستونزې جوړوي. موږ او تاسو د یو لوستي وګړي په توګه له دې کړنو ځان وساتو:

  • ـ د نورو توهين
  • ـ د نورو په شخصي ژوند کې مداخلت
  • ـ د بل دین توهین
  • ـ د درواغو خپرول 
  • ـ نفاق ته لمن وهل
  • ـ خلک ناوړه اعمالو ته هڅول
  • ـ پرته له تحقیق څخه د یو نظر څرګندول

Related Articles

Sep 30, 2023
1,915 views

د امریکا ګرین کارت لاټری

# دامريکا متحده ایالاتو د ګرین کارت لاټري راجسټریشن مرکز🇺🇸دقيق، سريع او باوري نوم ليکنه.  ✅ د متحده ایالاتو د شنه کارت د ثبت شرایط  1. لږ تر لږه 18 کلن وي. 2. ډیپلوم 3.  2 کلنه کاري تجربه ولري. 4. د وړ هیوادونو څخه اوسئ.  ✅ د لاټري معلوماتو ته ا...

Nov 12, 2020
4,154 views

خطرناکې رواني ناروغۍ

انسان له ټولنې سره نه شلېدونکي اړيکې لري. همدارنګه په ټولنه کې رامنځته کېدونکې ټولې پېښې د انسان پر رواني حالت تأثير کوي. که په يوه ټولنه کې ناخوالې ډېرې وي په هماغه کچه وګړي رواني ستونزې پيدا کوي. همدرانګه نن ورځ په ارواپوهنه کې د ډېرو څېړنو له کبله...

Jul 19, 2022
1,716 views

ښه ده چې پر دې خبرو پوه اوسو!

• بخښنه غوښتل د کمزورۍ په معنا نه ده.• نورو ته داسې خبرې مه کوئ، چې پوهېږئ اورېدل یې هغه ځوروي. • قیمتي/ښکلی لباس د غوره والي نښه مه بولئ.• هر څوک تر هر څه وړاندې انسان دی. همدا ځانګړنه یې احترام پر موږ لازموي. باید هېڅ ډول ضرر ور و نه رسوو. • زمونږه...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,991 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,207 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,201 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...