ولې خلک په تیاره کې ډارېږي؟

i
imranghani
Author
Aug 25, 2021
4 years ago
3,372 views
ولې خلک په تیاره کې ډارېږي؟

مشهور پښتو متل دی چې وايي ((په تیاره کې هرڅوک ویریږي خوڅوک حال وايي څوک نه)) دا متل هسې بې ځایه نه دی ویل شوی په ریښتیا هم چې کله یو څوک په تپه تیاره کې مزل کوي هره شېبه یوله وهمونو ډک خیال لري او فکر کوي چې اوس به یې سترګې په کوم نااشنا مخلوق لګیږي او یا به یې څوک له شانه په تیرو منګلو رانیسي، دغه سوچ حتی هغه کسان هم لری چې فکرکوي نه ویریږي او په بلاګانو او پیریانو باور نه لري. خو همغه خبره ده چې ډارن خلک حال وايي او زړور له ویرې سره سره حال نه وايي، په تیاره کې د بلاګانو او پیریانو ویره په زړه تیروي. دغه بلاوې چې موږ ورنه په تیاره کې ویریږو بې له شکه چې اول خو زموږ خپل وهمونه، خیالي بلاګانې او سیوري دي خو که واقعیت ولري نو بې له جنیاتو بل څه نه دی، مسلمانان باور لري چې پیریان هم د خدای (ج) مخلوق دی دلیل یې د سپیڅلي قران دا قول دی ((وماخلقت الجن ولانس الالیعبدون)) ژباړه او ما نه دی پیدا کړی پیریان او انسان مګر د خپل عبادت لپاره. د دې نه معلومیږي چې پیریان هم د خدای تعالی مخلوقات او بنده ګان دي. خو که پام وکړو د شپې په تیارو کې ډیره ویره په اطرافي او کلیوالو سیمو کې وي علت یې دا دی چې هلته بریښنا، او ګڼه ګوڼه نشته، اکثره چوپیتا وي، غرونه، ځنګلونه، کنډوالې او لویې کلاګانې زیاتي وي چې ویرونکی چارپیریال جوړوي دلته طبعا خلک د شپې ډاریږي او د بېلابېلو نالیدلو بلاګانو تصور یې په ذهن کې وي او تل ورنه ډاریږي خو په ښار کې بیا د هستوګنې چارپیریال کاملا له دې سره فرق لري هلته تل رڼاګانې او شور ماشور وي نو ځکه خو ښاریان یا ښارته تللي کلیوال د ویرې احساس نه کوي ماشومان یې بې زړه او ډارن نه وي اوپه دې شیانو چندان باور هم نه لري، ترټولو مهم دا چې ځان ورته یوازې نه ښکاري. د دینې علومو ډاکتر استاد عبیدالرحمن وايي چې پیریان اکثره په داسې ځایونو کې اوسي چې د خلکو له تګ راتګ او شور ماشور نه لرې وي ځکه هغوی هم بېله نړۍ او کاروبار لري چې په مختلفو څیرو ځان راڅرګندولی شي خو هغه وخت چې څوک په عذابوي نو په بدشکله بڼو راښکاره کیږي. ډاکترعبیدالرحمن زیاتوي چې پیریان له ښارونو په کلو، دښتو، غرونو، هدیرو او ځنګلونو کې ډیره هستوګنه لري او په دغه ځایونوپه ځانګړي ډول په کلو کې ځان ورته له ښاره ځواکمن ښکاري نو ځکه خوکله کله ځینې سرکښه پیریان د بلاګانو په جامو کې ځان څرګندوي خوکه څوک د شپې له ګرځیدو ډډه وکړي او یا که ډیر ضرورت وي نو بسم الله ووايي نوجنیات ورنه ځان ساتي اونه به ویریږي دا خو د لویانو ستونزه شوه له بده مرغه چې زموږ ټولنه یوه بله لویه ستونزه هم لري هغه دا چې اکثره وخت خپل ماشومان په بلاګانو اوپیریانو ویروو د پیداګوژۍ عالمان وايي چې دغه ویره د ماشوم په راتلونکي شخصیت خورا منفي اثر لری او هغه د یوه بې باوره او ډارن انسان په توګه ټولنې ته وړاندې کیږي په دي هیله چې ماشومان مو داسې په یرو کې نیمګړي ونه روزو.

Related Articles

Jun 15, 2023
4,519 views

د ژوند دښمن K ټابلیټ

ټابليټ K د ژوند #دښمن  ټابليټ #K يو ډير خطرناک نشه ئي مواد دي چې په اوس وخت کي د افغانستان په ښارونو کې رواج شوي دي، همدا ټابليټ k دي چې بدبختانه پوهه او باسواده وګړي هم ورڅخه په استفادې خپل او د خپلې کورنۍ ژوند تباه کوي. دغه نشه ئي مواد چې د يو ډو...

Jun 10, 2023
2,129 views

څنګه کولای سو چه تازه سمنټ وپېژنو؟

څنګه کولای سو چه تازه سمنټ وپېژنو؟یو لوښی راواخلی اوله اوبو یی ډک کړی وروسته یوه اندازه سمنټ راواخلی اوپه لوښی کي یی واچوی که سمنټ په لوښی کي حباب(ډومبکی)واچول اویا موکه ذکرشوی لوښی سره وښوراوه ځک یی وکړ تاسو پوهه سي چي سمنټ تازه او د اطمینان وړ دی.ا...

Jul 22, 2020
3,532 views

ماشومان څنګه کتاب لوستلو ته وهڅوو

زیاتره میندې او پلورنه وايي غواړي اولادونه یې کتاب ولولي، آن که یوه شیبه هم وي. خو دې ته زړه خوري چې ماشومان یې له کتاب لوستلو سره هیڅ مینه نه لري.خو ښه به دا وي چې تر اندېښنې کولو وړاندې پر هغو لارو چارو فکر وشي چې ماشومان څنګه کتاب لوستلو ته وهڅول...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,702 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,134 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,011 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...