مثبت او منفي ګرا خلک څنګه تفکیک کړو؟

i
imranghani
Author
Aug 26, 2021
4 years ago
2,472 views
مثبت او منفي ګرا خلک څنګه تفکیک کړو؟

 

لکه څنګه چې تاسې پوهېږئ، د مثبتو خلکو سره اوسېدل خورا اغېزناکه او متفاوته تجربه ده. که تاسې په دې هڅه کې یئ چې ځان یو مثبت شخص وګرځوئ او همدارنګه مثبت خلک تشخیص کړئ، نو د دې کار له پاره لاندې پینځلس ټکي په پام کې ولرئ:

۱. “ناکامي د زدکړې یوه برخه ده.“

مثبت خلک، ناکامۍ ته د زدکړې د فرصت په توګه ګوري. دوی پوهېږي چې ناکامي یوه پېښه ده. ناکامېدل دوی ته په دې مانا نه دي چې ګواکې دوی بریالي خلک نه دي. منفي ګرا خلک، په یو ځل ناکامېدو سره ماته خوري او احساسات یې کمزوري کېږي. دوی په دې باور دي چې ناکامي به د تل له پاره د دوی پر شخصیت وتپل شي.

۲. “زه سخت کارونه کولای شم.”

د مثبت فکر لرونکي کسان، ننګونو ته خوشحالېږي. دوی پر دې پوهېږي چې له خولو تویولو پرته پرمختګ نه کېږي. مثبت خلک سختیو ته هرکلی وایي او پر هغو د برلاسي کېدو لارې چارې لټوي. منفي خلکو ته تل اسانه لارې خوند ورکوي، دا ځکه چې خنډونه د ناکامۍ چانس ډېروي او دوی په هېڅ صورت ناکامي نه شي زغملای. منفي ګرا خلک په دې باور وي چې سختۍ انسان پیاوړی کوي نه، بلکې له پښو یې غورځوي.

“زه تل خپله ټوله هڅه کوم.“

که حالات هر ډول وي، مثبت خلک یوازې په خپل زیار او همت متمرکز وي او خپله ټوله هڅه کوي. دوی پوهېږي چې ډېر شیان شته چې انسان یې نه شي کنټرولولای خو دا د انسان په لاس کې ده چې پوره هڅه او هاند وکړي. مثبت خلک په هر ډول حالت کې خپل د توان سره سم زیار باسي او هڅه کوي. منفي خلک تل غواړي چې اسانه کارونه یې مخې ته راشي. دوی که سخت کار کولو ته اړ هم شي، پر خپل ځان باور بایلي او ډېر ژر تسلیمېږي. دوی هغه وخت خپله ټوله هڅه کوي، کله یې چې خلک ویني.

۴. “د فلاني کیسه الهام بښونکې ده.“

مثبت خلک، د نورو له بریا الهام اخلي، دوی تکړه او بریالي کسان تعقیبوي او له ځانه پوښتي چې “زه له هغوی څخه څه زده کولای شم؟” منفي خلک بیا له نورو سره بخیلي کوي او په بریالي کېدو یې ځان ته خطر احساسوي. دوی د نورو په بریالیتوب کې خپله ناکامي ویني.

۵. “زه څنګه لا ښه شم؟“

مثبت خلک، د خپل کار پایله او ارزوونه په ورين تندي مني، ځکه دوی تل د بهترېدو په هڅه کې وي. دوی هره نيوکه مني، زدکړه ترې کوي او د خپلو مهارتونو په ښه کولو کې ترې کار اخلي. منفي فکره کسان، نيوکه او انتقاد د ځان سپکاوی ګڼي. د دې پر ځای چې مثبته ګټه ترې واخلي، د خپلې کمروزۍ په مانا یې تعبیروي.

۶. “زه چې کوم شي ته ډېره توجه ورکوم، همغه غښتلی کېږي.“

مثبت خلک، پر هغه څه ډېر تمرکز کوي چې د دوی په کنټرول کې وي. دوی پوهېږي چې خوښۍ، د پېښو پر وړاندې د غبرګون په څرنګوالي پورې تړلې دي. مثبت فکره اشخاص په دې باور وي چې کوم څه ته چې ډېره توجه ورکړې، هغه نور هم پیاوړي کېږي. منفي خلک، پر هغه شیانو متمرکز وي چې د دوی په لاس کې نه وي. مثلاً: دوی په تېرو خبرو باندې شخوند وهي، د خپلو پخوانیو تېروتنو له امله ځان ملامتوي او د راتلونکې په اړه وېره ورسره وي او همدا وېره یې مخه نیسي.

۷. “خلک بدلون کوي.“

مثبت خلک په دې عقیده وي چې یوازېنی شی چې نه بدلېږي، بدلون دی. دوی باور لري چې هم دوی او هم نور خلک د بدلون کولو وړتیا لري. منفي ګرا اشخاص فکر کوي چې خلک چې څنګه دي، تل به همغسې وي. دوی د بهترېدو هڅه نه کوي، ځکه ذهن کې یې دغه باور ځای نېولی وي چې “څه ګټه به راکړي؟” سربېره پر دې، منفي خلک نور هم نه پرېږدي چې بدلون وکړي. یو ځل چې یو شخص سترګو ته په کوم نظر ورغی، دا بیا ډېره سخته وي چې په اړه یې خپل فکر بدل کړي.

۸. “لا ډېر څه باید زده کړم.“

مثبت خلک، له زدکړې سره مینه لري. دوی پوهېږي چې مالومات ورځ په ورځ پرمختیا مومي او څه چې ۱۰ کاله پخوا ګټور وو، اوس ښايي هومره په درد و نه خوري. منفي ګرا کسان فکر کوي چې دوی پر هر څه پوهېږي. د نويو او هغه شیانو زده کولو ته چندان لېوالتیا نه ښيي چې د دوی له باورونو سره په ټکر کې وي. دوی دې ته ډېر ګوري چې څوک په سمه دي، نه دې ته چې څه سم دي.

۹. “راځئ لوی کار ته مخه کړو!“

مثبت انسان، د لویو کارونو په تر لاسه کولو کې د وېرې احساس نه کوي او ډار نه لري. منفي فکر والا کس، نه یوازې چې پخپله وړوکی فکر لري بلکې هڅه کوي چې نورو ته هم فکر ورکړي چې ګواکې د دوی خوبونه او هیلې ډېرې زیاتې لوړې دي.

۱۰. “فلانی ډېر تکړه دی.“

مثبت خلک، د نورو په نشتون کې د هغوی ستاینه او ملاتړ کوي. منفي اشخاص بیا بل کس ښکته راغورځوي او له دغه کار څخه خوند اخلي.

Related Articles

Jul 14, 2021
5,505 views

د ډیورنډ تړون د تحمیل د وخت سیاسي او د هیواد اوسني وضعیت ته کتنه

لیکوال ـ اعظم سیستاني ژبــاړن ـ نعمان دوست   انګریزانو د ډیورنډ تړون له لاسلیکولو مخکې، د سرحدونو په اوږدو کې وضعیت کړکیچن کړ او د ډیرې وینې تویدنې لامل شو. د هیواد د ننه د هزاره ګانو بلوا (۱۸۹۱- ۱۸۹۲) د امیر ( عبدالرحمان خان) د پریشانۍ لامل ګرځید...

Feb 23, 2022
2,766 views

که د روباټ په اړه نه پوهیږئ دا لیکنه حتماً ولولئ

روباټ د کمپیوټر په واسطه پرواګرام شوي ماشين دى، چې ډير پيچلي مشکلات په اتومات ډول ترسره کوي او د انساني زحمت پرځاى کارول کیږي. روباټ د بهرني عامل يا هم خپله د روباټ په داخل کې لګيدلي سيسټم په واسطه کنټروليږي، چې د جورج ډيول له خوا په 1954 کال کې جوړ...

Oct 16, 2021
2,040 views

بریالیتوب ته اړتیا!

لیکنه: هیلِن شاختر ژباړه: عبدالرشید “صمد نجاب” بریالیتوب سره په ډیر ګمان شخص (فرد) د باور وړ او د نورو د ستاینې لاندې راځي. تېر لدې خوند څخه چې مونږ یې د نورو له ستاینې اخلو، هر بریالیتوب پخپله په مونږ کې خوښي او تسلا (رضایت) را مینځ ته کوي. که څه...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,777 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,148 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,061 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...