انفلاسیون څه ته وايي؟

R
Riaz Muqamzai
Author
Sep 03, 2021
4 years ago
5,334 views
انفلاسیون څه ته وايي؟

لیکنه: سرفراز څرګند

انفلاسیون په عامه اصطلاح د توکو او خدمتونو په نرخونو کې په عمومي کچه جګوالي ته وایي یا په بله معنا انفلاسیون په اقتصاد کې هغه حالت ته وایي چې پیسې خپل ارزښت له لاسه ورکړي او د توکو او خدمتونو په نرخونو کې لوړ والی راشي چې دغې حالت ته انفلاسیون وایي، چې یاده چاره په اقتصاد کې مهم رول لوبوي او دولتونه ورته باید متوجي اوسي، مخکې له دې چې د انفلاسیون په قسمونو باندې خبرې وه کړو، لږ غواړم د انفلاسیون په هکله عامې خبرې وکړم.

انفلاسیون د یوه هیواد د اقتصادي پرمختګ لپاره اړین دي چې تر نظارت لاندې ونیول شي، دا هم ضرور نه ده چې انفلاسیون دې دومره کنترول شي چې هیڅ رامنځ ته نه شي، اقتصاد پوهاند وایې چې د یوه ملک د اقتصادي پرمختګ لپاره له دوو نه تر څلورو فیصدو پورې انفلاسیون رامنځ ته کیدل یو ښه کار دي او حتا دوی وایي که تر نهه فیصده پورې لاړ هم شي نو اقتصاد د بربادۍ خواته نه وړي خو که دا فیصدی له نهو اوړي نو بیا خطرناک بلل کیږي چې پایلې یې په اقتصاد ناوړه اغیزې لري، تاسې به کتلی وي چې تر څو کالو مخکې پورې د سعودی حکومت انفلاسیون کلک تر کنترول لاندې نیولی و او حتا څو کاله پکې بیخی په نیشت  حساب انفلاسیون رامنځ ته شو چې دې کار یې یو څه اقتصاد ته صدمه وه رسوله او بلاخره په دې پوه شول چې باید د اقتصادي پرمختګ لپآره یو څه انفلاسیون ته باید لاره ورکړو، چې هماغسې وه کړل، نو مونږ ویلی شو چې انفلاسیون تر یوه حده اقتصاد ته صدمه نه رسوي بلکې تر یوه اندازه ورته ګټور هم تمامیدای شي خو دا اندازه چې کومه ما پاس ذکر کړه له هغې باید پورته نه شي، اوس راځو د انفلاسیون ډولونو ته، چې په لاندې ډول دی:

 

۱:  Demand Pull-inflation  د تقاضا راښکونکي انفلاسیون یا په ساده اصطلاح د تقاضا د زیاتوالی پر بنیاد انفلاسیون

کله چې عمومي تقاضا د عرضې په پرتله زیاته شي دې حالت ته د تقاضا د زیاتوالي پر بنیاد انفلاسیون وایي، او دا هغه وخت رامنځ ته کیږي چې کله د روپو عرضه بازار ته ډېره وړاندې شي، د خلکو په عایداتو کې زیاتوالی راشي او یا هم د عامه خلکو او د دولت په مصارفو کې د پآم وړ زیاتوالی رامنځ ته شي

۲:  Cost Push-inflation د قیمت د زیاتوالی پر بنیاد انفلاسیون

هغه وخت نرخونه لوړیږي کله چې د مزد یا اومه موادو په قیمتونو کې زیاتوالی راشي ، په دې معنا چې په تولید تمام شد لګښت پر قیمت اچول کیږي چې بلاخره نرخ ورسره لوړوالي کوي، تاسې به پرمختللی هیوادونه لیدلی وي چې خپل توکي په وروسته پاتې هیوادونو کې جوړوي چې علت یې د مزدور د کم مزد مسله ده

۳:  Creeping inflation خوځنده یا ارام انفلاسیون

کله چې د توکو او خدمتونو په قیمت کې په متوسط ډول ٪۲ دوه فیصده جګوالی په کلنی ډول رامنځ ته یعنې لوړ شي نو دې انفلاسیون ته مونږ ارام یا خوځنده انفلاسیون وایو، چې د اقتصادي رشد لپآره موثر دی لکه څنګه مو چې پاس یادونه ترې وه کړله

۴:  Walking inflation متحرک یا قدم اخیستونکي انفلاسیون

کله چې په متوسط ډول د توکو او خدمتونو په قیمت کې په کلنی ډول ٪۵ فیصده جګوالی راشي دې ته قدم اخیستونکي انفلاسیون وایي، چې بیا هم د یادولو وړ ده چې دا فیصدي د اقتصاد لپاره ډېره خطرناکه نه ده

۵:  Running inflation ځغلنده انفلاسیون 

کله چې د اجناسو او خدمتونو په قیمت کې په کلنی ډول د ٪۸ نه تر ٪۱۰ فیصده جګوالی راشي دې حالت ته ځغلنده انفلاسیون وایي چې د اقتصاد لپآره خورا خطرناک دي او څومره چې زر کیدای شي باید کنترول شي

۶: Hyper inflation شدید انفلاسیون

په دې نوعه انفلاسیون کې د اجناسو او خدمتونو د قیمتونو متوسطه کچه په کلني ډول تر ٪۲۰ فیصدو لوړیږي او کله له دې هم لوړ ځي چې دا د اقتصاد لپاره ډېر خطرناک انفلاسیون دی، چې د نړۍ بعضې هیوادونو د دوهم نړیوال جنګ څخه وروسته تجربه کړي دی، او هم ویلای شو چې اوسنۍ وبا یعنې کرونا هم دا حالت په بعضو هیوادونو کې یاد انفلاسیون رامنځ ته کړو، افغانستان یې هم یو مثال کیدلی شي، خو اکثریت وخت شدید انفلاسیون د جنګونو او سیاسي بې ثباتیو په وجهه رامنځ ته کیږي

۷:  Imported inflation وارداتي یا راوارید شوي انفلاسیون

د انفلاسیون هغه نوعه ده چې بل هیواد کې د نرخونو د لوړوالی پر بیناد کوربه هیواد کې انفلاسیون رامنځ ته کیږي، څه معنا؟ که فرض کړو مونږ له پاکستان نه بوره را واریدو، که چیرته د بورې قیمت په پاکستان کې لوړیږي نو دا ددې معنا لري چې مونږ به یې هلته په لوړ قیمت اخلو او دلته به یې حتمي په لوړ قیمت خرڅو چې دې حالت ته وارید شوي انفلاسیون ویل کیږي

۸:  Currency inflation د کرنسۍ انفلاسیون

کله چې د پیسو مقدار زیات شي او قیمتونه لوړوالی پیدا کړي، یا په بله معنا کله چې مرکزي بانک بازار ته ډېرې روپۍ عرضه کړي او د پيسو مقدار په بازار کې زیات شي نو دې وخت کې قیمتونه خپله لوړیږي چې دې حالت ته د کرنسۍ انفلاسیون هم ویل کیږي

کسري او ازاد هم د انفلاسیون ډولونه دی خو نه غواړم دا لیکنه نوره اوږده کړم.

 

نتېجه

داچې مونږ پوه شو انفلاسیون د اقتصادي رشد لپاره یو مهمه پدېده ده نو دولت دې همدا نن نه لاس په کار شي او دا شی دې په ښه شکل کنترول کړي، که په خپل وخت یې چاره ونه شي نو خدای مه کړه بیا به داسې یو حالت ته لاړ شو چې د انفلاسیون کنترول به ورکې بیخي سخته مسله وي لکه شدید انفلاسیون یې یو مثال دی، او بیا به زمونږ او ستاسې له روپیو هغه پخوانۍ کرنسي جوړه وي او په بوجیو کې به یې ګرځو ترڅو اجناس پرې راوه نیسو.

Related Articles

May 31, 2023
1,290 views

استوګنیزه ودانیو کې د کوټو سټنډرډ سایز او د هغو موقیعت

په استوګنیزه ودانیو کې د کوټو سټنډرډ سایز او د هغو موقیعت .Standard Size of Rooms in Residential Building and their Locationsد استوګنیزه ودانیو د پلانولو پرمهال د کوټو په سایز او موقیعتونو باندې پوهیدل ډیر ضرور وي .د کوټو سایز د لمر روښنايي ،د استوګن...

Jul 22, 2020
3,505 views

مطالعه ولې مهمه ده او څنګه يې دود کړو؟

زما شخصي تجربه داده چې کتاب لوستل انسان سيدې لارې ته وربولي او له کږو لارو يې را ګرځوي، زه د خپل عمر هغه وخت په ياد لرم چې سواد مې زده وو خو مطالعه مې نکوله او هماغه وخت چې له نن سره پرتله کوم په ځان کې زيات توپير وينم دغه توپير چې د تجربې او مطالې ل...

May 07, 2021
2,035 views

تنقید بی عارضه

تنقید بی عارضه مصطفی عمرزی ما از گفت و گو های خود، خاطرات ناخوش نیز داریم. یک دلیل آن، عوارضی هستند که هنگام نفی یا رد موضع طرف مقابل، ارائه می شوند. تاثیرات روانی این تقابل که گاه به خشونت هم کشانده می شوند، تبعات می یابند و اگر جلو آن ها گرفته نش...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,688 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,131 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
26,996 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...