څنګه د ناهیلې کېدو مخنیوی وکړو؟

i
imranghani
Author
Sep 03, 2021
4 years ago
3,298 views
څنګه د ناهیلې کېدو مخنیوی وکړو؟

څنګه د ناهیلې کېدو مخنیوی وکړو؟

 

 

اللهﷻ انسانان د یوې ټاکلې موخې لپاره خلق کړي دي. دا موخه د الله ﷻ عبادت او اطاعت دی. ټول انسانان ژوند کوي او په ژوند کې له بېلابېلو ستونزو سره مخ کېږي، د دې ستونزو سره مبارزه دومره اسانه هم نه ده، ځینې انسانان خو د ستونزو پر وړاندې دومره کمزوری شي چې له هر څه یې زړه تور او ناهیلي شي. 

ناهیلي داسې یو احساس دی چې زیاتوالی یې انسان له ډېرو خطرناکو پېښو سره مخ کولای شي، لکه ژور خپګان، تل پاتې یوازېتوب او ان ځینې کسان د ناهیلۍ له امله د ځان وژنې هڅه کوي. 

موږ څنګه کولای شو چې له دې احساس څخه ځان وژغورو؟

په دې لیکنه کې له ناهیلۍ څخه د ځان ژغورنې د هغو حللارو په اړه خبرې کوو چې موږ له ناهیلې لرې او  د خوشبختۍ په لور مو روانوي.

 

۱. د ایمان پیاوړتیا

الله ﷻ زموږ په زړه کې داسې مینه، مهرباني او ایمان ته ځای ورکړی، چې هېڅکله به د ناهیلۍ احساس ونه کړو، خو که خپل ایمان مو پیاوړی کړو او د ټولو هیلو د پوره کېدو تمه مو یوازې د الله څخه وي، له بنده ګانو څخه مو خپلې ټولې تمې پرې کړو او په دې باور ولرو چې هر څه د الله له لوري کېږي، که الله ونه غواړي ان یوه پاڼه به هم له ونې ونه لوېږي، هر څه چې کېږي هغه قادر ذات یې کوي، الله چې هر کار کوي زموږ پخیر یې کوي، دا د ایمان هغه برخه ده چې انسان له ګناه او ناهیلۍ ژغوري.

 

۲. پر ځان باور

هغه کسان په ژوند کې تل بریالي او هیله مند وي، چې پر ځان باور لري، دوی داسې فکر لري، چې هېڅ داسې کار نشته چې کول یې ناشوني وي، همدا پرځان باور یې دوی خپلو موخو او الله ته نږدې کوي او ناهیلي یې له منځه وړي.

 

۳. مثبت فکر وکړئ

هغه کسان چې مثبت فکر لري د منفي فکر لرونکو په پرتله څو برابره بریالي دي. دا کسان تل ځانته  ډاډ ورکوي، د ځان لپاره مثبتې جملې کاروي، لکه زه هر کار کولای شم.

زه له هغه چا څخه هېڅ کمی نه لرم چې تل د لومړي مقابل لپاره ډالۍ ورکول کېږي. زه دا ځل په ازموینه کې حتماً لومړی مقام تر لاسه کوم او داسې نورې جملې د ځان لپاره لیکي. 

مثبت فکر انسان پیاوړی کوي، بریا ته یې نږدې کوي، او ناهیلي یې په بشپره توګه له منځه وړي.

 

۴. ځان پېژندل

کله چې انسان خپل ځان وپېژني، خپلې ټولې ځانګړنې رابرسېره کوي،  کولای شي چې د خپلې پېژندګلوۍ له مخې ځانته داسې موخې وټاکي چې ورته رسېدل شوني وي، او د ناهیلۍ لاره په بشپړه توګه بندوي او خپلو هیلو ته ځان رسوي.

 

۵. مهالوېش درلودل

هغه کسان چې خپل ورځني کارونه د مهالوېش له مخې پر مخ وړي، هېڅکله له ناهیلۍ سره نه مخ کېږي، ځکه دوی په خپل مهالوېش کې هغه څه ته ځای ورکړی، چې کولای یې شي او کول یې ورته اړین دي.

 

۶. له ځان نه د خپلې وړتیا په اندازه تمه لرل

موږ باید هېڅکله د ځان لپاره داسې موخه ونه ټاکو چې پوره کول یې زموږ له وسې وتلې وي، ځکه داسې موخې ټاکل خپله ناهیلي ده، له ژوند او مسوولیتونو تښتېدل دي. موږ باید د خپلې وړتیا په اندازه د ځان لپاره مناسبې موخې وټاکو.

د دې لاملونو ترڅنګ سلګونه داسې نور لاملونه شته چې موږ له ناهیلۍ ژغورلی شي او د راتلوونکي لپاره راته یوه غوره لاره پرانستلی شي، لکه الله ﷻ ته رجوع کول، که موږ خپل لمونځ او اودس پر خپل وخت ادا او د ورځې په اوږدو کې د قرانکریم څو ایاتونه تلاوت کړو، نو الله به مو له ټولو ناهیلیو او بدبختیو وژغوري او زموږ د مرستې لپاره به یوه غوره او اسانه لاره راوښیي.

Related Articles

Sep 10, 2021
5,222 views

د واده لپاره مناسب عمر کوم دی؟

لېکنه: شکېبا نادري، د واده لپاره مناسب عمر کوم دی؟   د انسان د پیدایښت موخه د الله عبادت او د انساني نسل زیاتوالی دی، د انساني نسل د زیاتوالي یوازینۍ سرچینه واده کول دي. واده کول په هره ټولنه کې په بېلابېلو عمرونو او بېلابېلو رواجونو ترسره کېږي، ځی...

Feb 28, 2024
1,351 views

مصنوعي اورښت (Artificial Precipitation)

مصنوعي اورښت(Artificial Precipitation)کله چې په یوه سیمه یا هیواد کې د هوا ککړتيا, ککړترين حد ته ورسېږي او په همدې سيمه کې د اوږدې مودې لپاره اورښت هم ونشي نو د هوا د پاکوالي او مضره غازاتو د مخنيوي په خاطر مصنوعي اورښت ته ضرورت پیدا کېږي.د مصنوعي او...

Jul 04, 2023
1,479 views

۲۳۴ کلنه امریکا

۲۳۴ کلنه امریکا  عمران اختر  هر کال د جولای څلورمه د امریکا متحده ایالات د ازادۍ ورځ په مناسبت لمانځل کیږي. د امریکا متحده ایالات، 50 ایالتونه لري او  په امریکا کې څه باندې ۳۳۰ میلیونه خلک اوسیږي چې دا د نړۍ دریم ډیر نفوس لرونکی هیواد دی. امریکا هم...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,691 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,132 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
26,998 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...