To start downloading books

Please sign in or create an account.

هغه پښتون چې د تاجکستان د پوهنې لومړنی وزیر و

هغه پښتون چې د تاجکستان د پوهنې لومړنی وزیر و

نثار محمد افغان د تاجیکستان د ښوونې او روزنې لومړنی وزیر ، په ۱۸۹۷ کې د خیبر پښتونخوا د صوابۍ ولسوالۍ په زيده کلي کې زیږیدلی و. یو ځیرک، پوه او د ”ځوانو افغانانو د مشروطیت غورځنګ“ یو ډېر وفادار ملاتړی و. د غازي امان‌الله خان په مشري د افغان-انګليس په درېیمې جګړې کې د افغانستان د خپلواکۍ بيرته ګټلو لپاره جنګيدلی و. نثار محمد افغان د اکتوبر انقلاب، لېننېزم او د هندي کمونیست مشرانو لکه منابندرا نات رای (۱۷۹۴-۱۸۸۷) څخه اغيزمن شوی و. د ۱۹۲۰مو کلونو په جریان کې هغه خپل پلرنی ټاټوبی د همېش لپاره د شوروي روسیې په موخه پریښود او هلته د بلشویک په ګوند کې شامل شو او د تورکستان شوروي سوسیالیست جمهوریت ته واستول شو.

د ۱۹۲۹ د‌ ډسمبر په ۵مه د تاجیک شوروی سوسیالیست جمهوریت په رامینځته کېدو، هغه د ښوونې او روزنې لپاره د خلکو د لومړي کمیسار (وزیر) په توګه وټاکل شو.  هغه دا دنده د ډېری کلونو لپاره پر مخ يوړه، تر هغه چې نوموړی د سټالین ناخوښ شو، او د ۱۹۳۰مو کلونو په وروستیو کې په مړینې محکوم شو او زندان ته واچول شو. د بند په بهير کې وسوځول شو او ايرې د مسکو په يوه هديره کې پټې کړای شوې. له ده سره یو ځای د شوروي تاجيک دوه نور مشران نصرت الله مخدوم او شيرين‌شاه شاه‌تيمور او يوشمېر روسان د ۱۹۳۷ د اکتوبر په ۲۰مه په ډزو ووژل شول. د نثار محمد شاليد او پېژاند ددې سبب شوی و چې شوروي چارواکو نوموړی د کار لپاره تاجکستان ته واستوي او د تاريخ په يوه مهم پړاو کې ترې استفاده وشي.

نثار محمد د پښتون توکمیزې ریښې په لرلو ځان يوسفزی افغان معرفي کړی دی. هغه د زیده له کلي سره تړاو درلود چې د پېښور وادي په صوابۍ ولسوالۍ کې موقعیت لري. نوموړی کلی اوس د یوسفزي پښتنو مرکز دی، صوابۍ ښېرازه سیمه د یوسفزي- تیموریانو تر نیواک ۵۰۰ کاله دمخه د تاجیکو خاوره وه، او د مغلو په امپراتورۍ کې د پښتني حکومت د بونیر ولایت په چوکاټ کې شامل شوې وه.

د زيده کلی په مندڼ یوسفزیو کې د اباخېلو برخه ده. دا قبيلې په دې پیژندل شوي چې ۵۰۰ کاله دمخه په دې سیمو د دوی د یرغل پر مهال هغوی بومي تاجيک پښتونزېشن کړي و.

نثار محمد د اول خان زوی و او نيکه يې محمد علي نومېده او دوه نور نيکونه يې په ترتیب سره کریم خان او کرم خان دي.

 

فیصل فاران

Related Articles

په کاري چاپېريال کې د ښو اړيکو لارې چارې او ارزښت

انسان له ماشومتوبه په شعوري او غير شعوري توګه زده کړې کوي. کله چې ځوان شي، کار کوي، ملګري پيدا کوي او همکاران لري. کاري او کورني چاپېریالانو سره توپير لري او انسان ته ښايي، چې په دواړو محیطونو کې د اړيکو په ارزښت پوه اوسي او ښې اړيکې وپالي. په دې لنډه لیکنه کې به تاسو په کاري چاپېریال کې د ښو اړيکو په ارزښت پوه شئ.  کله چې تاسو د خپلو همکارانو احت...

د مینې پیغمبر

لیکوال ـ خبیب علي د نړۍ په تاریخ کې یوازې څو تنه داسې تېر شوي چې د بنیادم د اخلاقو په جوړولو کې یې برخه اخیستې ده. په دې کې د یونان سقراط او افلاتون، د چین کنفوسیوس، د هند ګوتم بده او نور شامل دي. د اخلاقو په دې ټولو مصلحینو باندې (د نورو امتیازونو سربېره) زموږ د پېغمبر حضرت محمد ﷺ یو امتیاز دا دی چې د ده (مبارک) هر قول، فعل او تقریر په متواتر او...

د ملا درد او درملنه

ژباړه ـ ریاض مقامزی موږ د خپل ژوند په اوږدو د بدن د بېلابېلو عضلو د دردونو شاهدان یو. کله مو سر، کله غاښونه، کله سینه او کله د بدن نور ځايونه درد کوي. په دې لړ کې د “ملا درد” هم خورا ځورونکی وي. ځکه چې د ناستې ولاړې له خوند او آرامۍ څخه محرومېږو. په دې لیکنه د “ملا درد” په اړه هر اړخیزې خبرې شوي دي.  د ملا درد د انسانانو ملاوې ډېر پېچلی جوړښت ل...

Recommended Articles

د وينا پر مهال د ويرې ختمولو 27 ګټورې لارې

هغوى چې په سټيج باندې عونډو، سيمنارونو، ټولګي او حتى د ملګرو سره په مخامخ خبرو پر مهال ويره احساسوي دوى عمومآ د Glossophobia په اروايي ناروغۍ اخته دي، چې د خبرو دغه ويره د مرګ له ويرې هم سخته ده چې ستاسو مسلکي او شخصي ژوند زيان رسولى شي. ددغې ويرې پر مهال ستاسو بدن ريږدي، لاسونه مو خولې کيږي، زړه ضربان مو زياتيږي، چې په تجارت او د ژوند په نورو اړخ...

ملا نصرالدین څوک و؟

ملا نصرالدين ته ترکان حواجه يا خواجه نصرالدين وايې، افغانان او اير انيان يې ملا نصر الدين (ملا نصرودين) بولي،عربان يې دجحا نصرالدين او افندي نصرالدين په نامه پيژني٠  ملا نصرالدين د يوه روايت پر بنسټ په اوومې هجري پېړۍ کې چې د١٢٠٩ زېږدېز/میلادي کال سر ه سمون خوري دسلجوقي واکمنۍ په زمانه کې دتر کيې دخورتو په ښار ګوټي کې دې نړۍ ته سترګې پرانيستلي دي...

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د کتاب بازار سوړ شوی، له بهر څخه واریدیدونکي کتابونه محدود شوي دی نو ځکه مې لازمه وبلله د کتاب د نړیو...