هغه پښتون چې د تاجکستان د پوهنې لومړنی وزیر و

R
Riaz Muqamzai
Author
Sep 05, 2021
4 years ago
3,302 views
هغه پښتون چې د تاجکستان د پوهنې لومړنی وزیر و

نثار محمد افغان د تاجیکستان د ښوونې او روزنې لومړنی وزیر ، په ۱۸۹۷ کې د خیبر پښتونخوا د صوابۍ ولسوالۍ په زيده کلي کې زیږیدلی و. یو ځیرک، پوه او د ”ځوانو افغانانو د مشروطیت غورځنګ“ یو ډېر وفادار ملاتړی و. د غازي امان‌الله خان په مشري د افغان-انګليس په درېیمې جګړې کې د افغانستان د خپلواکۍ بيرته ګټلو لپاره جنګيدلی و. نثار محمد افغان د اکتوبر انقلاب، لېننېزم او د هندي کمونیست مشرانو لکه منابندرا نات رای (۱۷۹۴-۱۸۸۷) څخه اغيزمن شوی و. د ۱۹۲۰مو کلونو په جریان کې هغه خپل پلرنی ټاټوبی د همېش لپاره د شوروي روسیې په موخه پریښود او هلته د بلشویک په ګوند کې شامل شو او د تورکستان شوروي سوسیالیست جمهوریت ته واستول شو.

د ۱۹۲۹ د‌ ډسمبر په ۵مه د تاجیک شوروی سوسیالیست جمهوریت په رامینځته کېدو، هغه د ښوونې او روزنې لپاره د خلکو د لومړي کمیسار (وزیر) په توګه وټاکل شو.  هغه دا دنده د ډېری کلونو لپاره پر مخ يوړه، تر هغه چې نوموړی د سټالین ناخوښ شو، او د ۱۹۳۰مو کلونو په وروستیو کې په مړینې محکوم شو او زندان ته واچول شو. د بند په بهير کې وسوځول شو او ايرې د مسکو په يوه هديره کې پټې کړای شوې. له ده سره یو ځای د شوروي تاجيک دوه نور مشران نصرت الله مخدوم او شيرين‌شاه شاه‌تيمور او يوشمېر روسان د ۱۹۳۷ د اکتوبر په ۲۰مه په ډزو ووژل شول. د نثار محمد شاليد او پېژاند ددې سبب شوی و چې شوروي چارواکو نوموړی د کار لپاره تاجکستان ته واستوي او د تاريخ په يوه مهم پړاو کې ترې استفاده وشي.

نثار محمد د پښتون توکمیزې ریښې په لرلو ځان يوسفزی افغان معرفي کړی دی. هغه د زیده له کلي سره تړاو درلود چې د پېښور وادي په صوابۍ ولسوالۍ کې موقعیت لري. نوموړی کلی اوس د یوسفزي پښتنو مرکز دی، صوابۍ ښېرازه سیمه د یوسفزي- تیموریانو تر نیواک ۵۰۰ کاله دمخه د تاجیکو خاوره وه، او د مغلو په امپراتورۍ کې د پښتني حکومت د بونیر ولایت په چوکاټ کې شامل شوې وه.

د زيده کلی په مندڼ یوسفزیو کې د اباخېلو برخه ده. دا قبيلې په دې پیژندل شوي چې ۵۰۰ کاله دمخه په دې سیمو د دوی د یرغل پر مهال هغوی بومي تاجيک پښتونزېشن کړي و.

نثار محمد د اول خان زوی و او نيکه يې محمد علي نومېده او دوه نور نيکونه يې په ترتیب سره کریم خان او کرم خان دي.

 

فیصل فاران

Related Articles

Feb 12, 2021
5,571 views

د غوږ درد؛ نښې او لاملونه یې څه دي؟

ژباړه ـ ریاض مقامزی موږ هڅه کړې، چې په دې لیکنه کې تاسو ته د غوږ درد لاملونه او علایم در په ګوته کړو. ددې لیکنې تر پایه به ددې ناروغۍ په اړه لا ډېر معلومات ترلاسه کړئ.  د غوږ درد که څه هم د غوږ درد معمولا په ماشومانو کې ډېر وي، خو ځينې وخت مشران ه...

Feb 16, 2021
2,860 views

د رومان لنډه پېژندنه

لیکنه ـ ریاض مقامزی د ادبي ژانرونو پېژندنې په لړۍ کې تر دې دمه پر "لنډه کیسه او ناول" بحث شوی وو، مګر دا ځل مو هڅه کړې، چې تاسو ته د رومان په اړه یو څه معلومات چمتو کړو. د لیکنې تر پایه به د رومان په اړه کافي اندازه پوهه ترلاسه کړئ. رومان (رُمان)...

Mar 03, 2022
1,967 views

لوی، متوسط او کوچني انسانان

ژباړه ـ ریاض مقامزی لوی انسانان د باورونو په اړه غږېږي، متوسط یې پر پېښو بحث کوي او کوچني انسانان بیا په نورو پسې خبرې کوي. له لویو خلکو سره د نورو غم کوي، متوسط خلک پخپل درد کې ورک وي او کوچني انسانان بیا هېڅ درد نه لري. ستر انسانان د نورو عظمت و...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,857 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,167 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,113 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...