To start downloading books

Please sign in or create an account.

د وږو لس روغتيايي ګټې

د وږو لس روغتيايي ګټې

ژباړه ـ ریاض مقامزی 

د اوړي په را رسېدو سره د وږو بازار هم ګرم وي؛ وږي د ښه خوند له کبله ګڼ شمېر خوښوونکي لري. په کلیوالو سیمو کې ځوانان سره ټولېږي او په ګډه د وږو پخولو مېله کوي. دې چارې ته "ډاډه" ویل کېږي. خو اوس پوښتنه دا ده، چې وږي کومې روغتيايي ګټې لري؟ ددې لیکنې تر پایه به مو دا پوښتنه په بشپړه توګه ځواب شي. 

 

د وږو حيرانوونکي روغتیایي ګټې

ټول خواړه د خوند او مړښت ترڅنګ د انسان بدن ته ځينې روغتيايي ګټې هم لري. وږي د ګټورو معدني موادو په درلودلو سره زموږ بدن ته انرژي او پیاوړتيا وربخښي. ځینې عمده روغتيايي ګټې یې په دې ډول دي.

 

 د پوستکي تازه ساتل

په جوارو (وږو) کې په پرېمانه کچه انتي اکسیدانونه او ويټامین سي موجود دي. دا دواړه مادې کولای شي زموږ د بدن او مخ پوستکی تازه/ځوان وساتي. نو که د خپلې ښکلا په اړه جدي یئ، د اوړي په موسم کې حتما وږي وخورئ. 

 

د ويښتانو پیاوړتيا

په وږو کې د نورو موادو ترڅنګ یوه اندازه "اوسپنه او فولاد" هم موجود دي. دا مواد د وینې جریان پیاوړی کوي او د فولیکو په پیاوړتيا سره د ويښتانو ودې ته چټکتيا ورکوي. په دې توګه ستاسو ويښتان ګڼ او پیاوړي کېږي.

 

د بدن دفاعي سیسټم پیاوړی کوي 

پر ناروغيو د انسان اخته کېدل د یاد کس د بدن د دفاعي سیسټم له پیاوړتيا سره مستقیمه اړیکه لري. که د انسان دفاعي ځواک څومره پیاوړی وي، پر ناروغيو د اخته کېدو ګواښ یې هومره کم وي. وږي د ويټامين سي او انتي اکسیدانونو په درلودو سره د ایمني (دفاعي) سیسټم د پیاوړتيا سبب کېږي.

 

د سترګو روغتيا 

په وږو کې د لوتئين او زاکسانتین په نوم کارتنوئيدي انتي اکسیدانونه موجود دي. کوم چې د انسان د سترګو روغتيا لپاره خورا مهم او ګټور دي.

 

د معدې روغتيا

د معدې د سلامتيا لپاره "فایبر" خورا ګټور مواد دي، کوم چې په وږو کې هم موجود دي. "فایبر" کولای شي د هضم چاره ښه کړي او د معدې د پاکوالي سبب هم کېږي. 

 

قبضیت له منځه وړي 

"فایبر" له نورو ګټو سره ـ سره د قبضیت په لمنځه وړلو کې هم ګټور ثابتېږي. همدارنګه د یوې وقایې په توګه هم ترې ګټه اخیستل کېدای شي. په دې معنا چې وږي کولای شي د قبضیت مخنيوی هم وکړي. 

 

د وزن کمښت

دا چې وږي مړښت راولي او برعکس کمه کالوري انرژي لري نو تاسو له ډېر خوراک څخه ژغوري. له همدې کبله ستاسو د وزن د ډېرښت مخنيوی کوي. که غواړئ وزن مو ډېر نه شي نو هڅه وکړئ، وږو ته پخپل غذایي رژيم کې ځای ورکړئ. 

 

د وینې کمښت ستونزه حلوي

په وږو کې یوه اندازه اوسپنه او فولاد هم موجود دي. دا دواړه مادې د وینو د سرو کروياتو د ډېرښت سبب کېږي. په دې توګه د انسان د وینې کمښت ختمېږي او ستونزه یې حل کېدای شي.

 

د سرطان مخینوی کوي

آزاد راډیکالونه د انسان په بدن کې د سرطان د پیدا کېدو سبب کېږي؛ مګر په وږو کې په پراخه کچه انتی اکسیدانونه موجود دي، کوم چې د آزادو راډیکالونو مخه نیسي او د سرطان د خطر مخنیو کوي. ږ

 

د وینې فشار تنظیموي

په وږو کې موجود فنولي ترکیبات کولای شي د وینې لوړ فشار راټيټ کړي. همدارنګه ويټامين بي یې مرسته کوي، چې انسان د وینې د فشار پر ناروغۍ اخته نه شي.

 

مه هېروې!

له دې ټولو ګټو سره ـ سره که وږي له اندازې ډېر وخوړل شي کولای شي د بدن په زیان تمام شي. نو هڅه وکړئ، په مناسبه اندازه یې وخورئ. همدارنګه ډېر کلک وږي خوړل هم ستاسو بدن ته زیان رسوي.

Related Articles

اجتماعي کارمند

   داجتماعی کارمند وظایف خپل میاشتنی پلان مربوطه مسول سره شریکول یوه کاپی د ولایتی مسول ته ورکول ، خپلی ټولی کړنی په همدی پلان کی ترتیب کول، او د کلی په د اول فورم ډکول او ولایتی ډیټابیس افسر ته سپارل  چی کله کلی ته داخل شی د با نفوسو خلکو او ملا امام سره لیدل اوبیا دوهم ځل ته د یوی لوی غوڼدی جوړول او خلکو ته پروګرام په باره معلومات ورکول او خلک...

د راشد خان ارمان پېژندګلوي

لیکنه: شکېبا نادري، د راشد خان ارمان پېژندګلوي زموږ د هېوادوالو ټول ژوند په جګړو کې تېر شوی، ټول هېوادوال مو د سولې او هوساینې لپاره تږي دي، تل د یوه هوسا ژوند هیله لري، غواړي د نورو هېوادنو د وګړو په څېر یو ارامه او له خوښیو څخه ډک ژوند ولري. خو له دومره ستونزه سره سره بیا هم هڅه کوي چې پرمختګ وکړي او ځان له نورو هېوادونو سره برابر کړي چې تر ټول...

ونې ته لیک

ونې ته لیک د ګنګا سپېڅلي سیند تر څنګ ویدۀ وم چې د څانګو سُر او تال دي زما د زړه غوږونه وتخنول. د غږ سندریز وږم دي لکه د سهار مهربانه نسیم ورو ورو زما د ذهن په ډاګ راګ خپور کړ، د زړه له دهلیزونو مې آرکستر جوړ شو او هره ورځ پکې ستا د افسانوي حسن سمفوني غږېدۀ.  یو ورځ دي  دا سندره زمزمه کولۀ زما زړه دی یخ وهلی لکه څوکه د سپین غر ستا وجود دی داسې تو...

Recommended Articles

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا رټل کېږي او د جرات ماده یې په هماغه کوچني والي کې مړه کېږي.   ځينې خلک بیا خپل جرات په هماغه کوچني...

ملا نصرالدین څوک و؟

ملا نصرالدين ته ترکان حواجه يا خواجه نصرالدين وايې، افغانان او اير انيان يې ملا نصر الدين (ملا نصرودين) بولي،عربان يې دجحا نصرالدين او افندي نصرالدين په نامه پيژني٠  ملا نصرالدين د يوه روايت پر بنسټ په اوومې هجري پېړۍ کې چې د١٢٠٩ زېږدېز/میلادي کال سر ه سمون خوري دسلجوقي واکمنۍ په زمانه کې دتر کيې دخورتو په ښار ګوټي کې دې نړۍ ته سترګې پرانيستلي دي...

کوم ډول خلک بايد کېله ونه خوري

که څه هم کېله ځيني ګڼې ګټي لري خو دغه ميوه ځينې عورايض او تاووانونه هم لري.چې په لاندي ډور ورته اشاره کوو. دغه خوږ ميوه د خپل ځانګړي خوند، او نرموالي له امله په ټوله نړۍ کې مشهوره ده. ګېله کوم ډول زيانونه لري. ۱: د وزن زياتوالی دـ ځينو نورو خوړو په څير کېله هم پريمانه کالوري لري چې د وزن د زياتوالي لامل کيږي په هره متوسطه کېله کې ۱۰۵ ګرامه کالو...