د "لیک لوست" زده کړې نړېواله ورځ

R
Riaz Muqamzai
Author
Sep 10, 2021
4 years ago
2,918 views
د "لیک لوست" زده کړې نړېواله ورځ

لیکنه ـ ریاض مقامزی 

په نړۍ کې مختلفې ورځې ددې لپاره نمانځل کېږي، چې په یادو برخو کې د لاسته راوړنو یادونه وشي او هم یې د ننګونو او ستونزو په اړه غور وشي. د سواد نړېواله ورځ هم هر کال په ياده برخه کې د پرمختګونو او ننګونو په اړه د فکر لپاره نمانځل کېږي. تاسو به په دې لیکنه کې د یادې ورځې په اړه لا ډېر پوه شئ.

 

سواد څه ته وايي؟

دا کلمه تقریبا د "لیک لوست" معادل ده؛ خو ځینې مهمې نقطې شته، چې باید پام ورته وشي. په پخواني مفهوم سره "باسواد" هغه کس ته ویل کېده، چې لیک او لوست به یې زده و؛ مګر په نوي مفهوم سره "باسواده یا لوستی" هغو اشخاصو ته ویل کېږي، چې د لیک او لوست ترڅنګ د تحلیل، پیغام رسولو او تفکر وړتياوې ولري. یعنې په اوس وخت کې ددې کلمې معنا ډېره پراختیا موندلې ده.

مګر په وروسته پاتې هېوادونو کې اوس هم د "سواد" مفهوم د "لیک او لوست" تر زده کړې محدود پاتې شوی. دا ځکه چې درېیمه درجه هېوادونه نه دي توانېدلي د خپلو وګړو د پوهې کچه لوړه کړي. په داسې حال کې چې په پرمختللو هېوادونو کې د سواد کچه ډېره لوړه شوې ده. 

 

لنډه تاریخچه

دې ورځې ته په انګلېسي ژبه کې "International Literacy Day" وايي. د سيپټمبر ۸ په ټوله نړۍ کې د "سواد نړېوالې ورځې" په نوم نمانځل کېږي.

یونسکو په خپله څوارلسمه غونډه کې (د "۱۹۶۶" زیږدیز کال د اکټوبر په شپږويشتمه نېټه) پرېکړه وکړه، چې د سيپټمبر اتمه به د "سواد" نړېواله ورځ وي. ددې پرېکړې دلیل دا و، چې خلک د زده کړو پر ارزښت پوه شي او د "بې سوادۍ" پر وړانې مبارزه وکړي.

دا ورځ د یو ځانګړي شعار سره نمانځل کېږي. له "۲۰۱۳" میلادي کال څخه وروسته یې ځينې پیغامونه په دې ډول وو:

د یوویشتمې پېړۍ لپاره سواد، سواد او پایداره پراختیا، سواد او پایداره ټولنې، سواد او د وړتياوو پراختیا، همدارنګه په "۲۰۲۰م" کال کې د "د کرونا په بحران کې د سواد زده کړه او ..." شعار سره ورځ ونمانځل شوه.

 

باید څه وکړو؟

د رسمي ارقامو له مخې په ټول افغانستان کې له پنځو میلیونو ډېر ماشومان له زده کړو بې برخې/محروم دي. په دې برخه کې د نجونو کچه نسبت هلکانو ته ډېره ده. حال دا چې د اسلام مبارک دين په "ښځه او نر" دواړو تعلیم فرض بللی. نو موږ باید هڅه وکړو، د خپلو کورنیو غړو ته د زده کړو زمینه برابره کړو. په ځانګړې توګه خپلو خویندو ته باید ډېره توجه وکړو.

دا ځکه چې د یوه نارینه په تعلیم سره ممکن یو نارینه لوستی شي؛ مګر د یوې مېرمنې په باسواده کېدو سره نږدې ټوله کورنۍ باسواده کېږي. په دې معنا چې مېرمنې تر نارینه وو ډېر په کور کې پاتې کېږي. په دې توګه هغوی د کورنۍ له ماشومانو سره د لیک او لوست په زده کړه کې ډېره مرسته کولای شي او ماشومانو ته ډېر ګټور ثابتېږي

Related Articles

Jun 10, 2023
1,706 views

ټوټل سټیشن پواسطه دمساخت پیدا کول

د ټوټل سټیشن پواسطه د مساخت پیدا کول.!! د ټوټل سټیشن پواسطه باندی موږ کولای شو دوه ډوله مساحتونه پیدا کړو .۱. د منظم هندسي شکلونو د مساحتونو پیدا کول۲.د غیری منظم هندسي شکلونو د مساحتونو پیدا کولپه یاد مو وي چې دواړه عمليه د BM موجودیت ته اړتیا نه لر...

Apr 16, 2023
964 views

Cap color د خولې رنګونه

خولۍ د رنګونو اړوند!1)#سپين_رنګسپين رنک خولۍ انجينران, سوپروایزران, او فورمینان استعمالوي.2) #سور_رنګسور رنګ هغه څوک استعمالوي چې د اور وژنې اړوند کار کوي.3) #آبي_رنګآبي رنګ هغه څوک استعمالوي چې د برق, نجارۍ او نور تخنيکي کارونه کوي.4) #زیړ_رنګدغه رن...

Jun 08, 2023
3,052 views

Monitoring نظارت

انجینرانو لپاره اړین معلومات Monitoring and Evaluation?نظارت Monitoring   نظارت د یوي پروژي/پروګرام د فعالیتونو د دوامداره او سیستماتیکی کتنې نه عبارت دی، چی په تعین شوو وختونو کې ترسره کیږي.یا په بل عبارت: • د تعین شوو شاخصونو په چوکاټ کې په دوران...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,827 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,162 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,099 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...