د پیسو نړېوال صندوق

R
Riaz Muqamzai
Author
Sep 19, 2021
4 years ago
2,588 views
د پیسو نړېوال صندوق

لیکنه ـ ریاض مقامزی

پر کابل د تالبانو تر ولکې وروسته ګڼو سیمه ییزو او نړېوالو ادارو په افغانستان کې خپل فعالیتونه په موقت او یا دایمي ډول ودرول. په دې لړ کې د پیسو نړېوال صندوق هم پرون اعلان وکړ، چې له افغانستان سره خپلې مرستې ځنډوي. په دې معنا چې د لنډې مودې لپاره به خپل فعالیتونه دروي او وروسته د تالبانو اعمالو ته په کتو به د خپلو فعالیتونو د دوام او نه دوام په اړه پرېکړه کوي.

ممکن تاسو ته به هم پوښتنه پیدا شوې وي، چې دا به څه ډول اداره وي. نو په همدې موخه مو دا لیکنه چمتو کړه.

 

پېژندنه

د پیسو نړېوال صندوق یوه نړېواله اداره ده، چې د "IMF" مخفف په شکل ښودل کېږي. ددې ادارې انګلېسي نوم "International Monetary Fund" دی. عمده دنده یې دا ده، چې له بې وزله هېوادونو سره مالي مرسته وکړي تر څو له مالي او اقتصادي بحران څخه ووځي.

 

تاریخچه

ويلای شو، چې دا نړېواله صندوق هم د دویمې نړېوالې جګړې يو پیداوار دی. په دې معنا چې د دویمې نړېوالې جګړې په وروستيو کې د "۴۴" هېوادونو د استازو په ګډون د "Bretton Woods" کنفرانس جوړ شو. په همدې کنفرانس کې ددې ادارې د جوړېدو طرحه په "۱۹۴۴ز" کال کې وړاندې شوه او د "۱۹۴۵ز" کال په مارچ میاشت کې یې عملا خپلې چارې پیل کړې.

اوس مهال "۱۹۰" هېوادونه ددې صندوق غړيتوب لري. دا اداره د نورو اقتصادي فعالیتونو ترڅنګ د یادو هېوادونو د اقتصادي سیاست هم څاري.

 

موخې 

د هرې ادارې د جوړېدو لپاره مشخصې موخې وي، چې کارکوونکي یې د هماغو موخو په رڼا کې خپلې تګلارې ټاکي. د پیسو نړېوال صندوق هم ګڼې موخې لري، چې عمده یې عبارت دي له:

  • د پیسو په برخه کې نړېوالې همکارۍ ته پراختیا ورکول
  • د نړېوال تجارتي سیسټم د متوزان پرمختګ په برخه کې اسانتیاوې برابرول
  • د پیسو د ثبات په برخه کې اقدامات
  • له فقیرو هېوادونو سره مرستې

ویلای شو چې د نړېوال تجارت، اقتصاد او پیسو په برخه کې د محاسبې او وړاندوینو يوه معتبره مرجع هم ده.  همدارنګه د پیسو نړېوال صندوق د بلاعوضه مرستو ترڅنګ اړمنو هېوادونو سره د سودی پورونو تړونونه هم کوي. په دې اړه د لا ډېرې پوهېدنې لپاره پر لاندې عنوان ګوته کېکاږئ. 

د پیسو نړېوال صندوق څه ډول پورونه ورکوي؟ 

Related Articles

Oct 17, 2022
1,378 views

تفریق

  چې دا مالدارې او غریبې وے خو چې دا فرق تفریق پکښې نه وے تور او سپین پکښې نه وے۔ تور ګل د سګرټ نه یو اوګد کش راښکودو۔سور نمر وو د ګرمۍ له وجې د ونې یخ سیورې ته راپټ شوې وو ما وې تور ګله خبره خو دې ډیره د کار اوکړه خو په دې پوهه نه شوم چې په څه پسي...

Nov 16, 2020
2,278 views

شانس های اتفاقی

شانس های اتفاقی (معرفی کتاب) مصطفی عمرزی با چاپ و انتشار کتاب «احمد شاه مسعود به روایت همسرش»، آن رُخ سیاسی این پرونده نیز رونما شد که در سایه ی نیرو های خارجی، مثال ها دارد. ظاهراً نشان دادن چهره ی دیموکراتیک از تنظیم هایی که پس از سقوط طالبان، ه...

Jul 17, 2022
2,770 views

کوچنی کارو بار (سوداګري): څنګه ځان لپاره يو کوچنی بزنس شروع کړو؟

هغه سوداګري يا کاروبار چې په کوچنۍ او ټاکلې کچه فعالیت کوي؛ کمه اندازه پانګونه په کې کېږي؛ د انساني ځواک شمېر يې لږ او مادي ځواک يې ټاکلی او يوازې يو څو ماشيونونه او نور تجهيزات ولري، کوچنۍ سوداګري ورته وايي او انګلېسي کې دا ډول بوختياوې د Small Scal...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,535 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,106 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
26,900 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...