د نړۍ اووه حیرانوونکي ځایونه (دریمه برخه).

i
imranghani
Author
Oct 02, 2021
4 years ago
2,231 views
د نړۍ اووه حیرانوونکي ځایونه (دریمه برخه).

لېکنه: شکېبا نادري، د نړۍ اووه حیرانونکي ځایونه

 

دریمه برخه

تاج محل

 

تاج محل د اګرې ښار ته نږدې د ډهلي د سویل خوا یعنې د هندوستان د پلازمېنې په 200 کیلو میټرۍ کې موقعیت لري. تاج محل د مغلو د واکمنۍ هغه نه هېرېدونکې ډالۍ ده، چې د نړۍ په اوو حیرانونکو ځایونو کې شمېرل کېږي.

 

د تاج محلل تاریخچه

ممتاز محل چې ایرانیان ورته ارجمند بانو وایي د شاه جهان درېیمه مېرمن وه، شاه جهان له ممتاز محل سره ډېره مینه درلودله، ان تر دې چې ځینې وخت به یې جګړو ته هم له ځان سره بېوله، به دې جنګ کې چې په 1631 کال کې ممتاز محل چې د څلورلسم ځل لپاره اومیندواره هم وه ووژل شوه. 

د تاج محل د جوړېدو کار یو کال وروسته د ممتاز محل له مرګ څخه یعنې په 1632 کال کې د شاه جهان په امر پیل شو او کار یې په 1653 کال کې پای ته ورسېد چې کابو پینځلس کاله وخت یې ونیوه، شاه جهان د دې لپاره چې تل یې خپله مېرمنه په یاد و اوسي دا ځای جوړ کړ.

 

د تاج محل لګښت 

شاه جهان د تاج محل د جوړولو مسوولیت احمد لاهوري ته ورکړی و احمد لاهوري د دې ځای د ښه جوړښت لپاره 20000 کارکوونکي، لکه معماران، نقاشان، لیکوالان، د ډبرو تراش کوونکي او داسې نور په کار وګمارل او دا کار کوونکې یې له بېلابېلو هېوادونو، لکه ایران، هند او مرکزي اسیا څخه را وغوښتل. د تاج محل د جوړولو پر مهال یې د ډبرو او نورو شیانو د وړلو لپاره له پیلانو څخه ګټه اخیستله. د تاج محل په جوړولو کې یې د مرمر او لاجوردو له تیږو څخه ډېره ګټه اخیستې ده، د دې په جوړولو کې له 28 ډوله قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو څخه کار اخیستل شوی دی، دا ډبرې ډېری له افغانستان، ایران، راجستان، چین او تبت څخه راوړل شوې دي، د تاج محل د جوړښت ټول لګښت یومیلیارډ ډالرو ته رسېږي، د دې تر څنګ د تاج محل په شاوخوا دېوالونو په ډېر ښه لیک سره ښکلي شعرونه، ایتونه او د خدای ﷻ نهه نوي نومونه لیکل شوي دي، تاج  محل ډېر د اسلامي ځایونو په بڼه جوړ شوی دی، تاج محل د مینې، سپېڅلتیا او درد سمبول دی. 

د تاج محل په جوړولو کې د مرمر له ډبرو څخه ګټه اخیستل د دې لامل شوي دي چې تاج محل د ورځې په اوږدو کې بېلابېل رنګونه غوره کړي، لکه په سهار کې یې رنګ ژېړ، په ماسپښین کې سپین او په ماښام طلایي وي. شاه جهان هم له مرګ څخه وروسته په همدې ځای کې خاورو ته سپارل شوی دی. داسې هم ویل شوي دي چې شاه جهان د تاج محل له بشپړېدو وروسته د ټولو کارکوونکو لاسونه پرې کړل، تر څو بل داسې ځای جوړ نه شي کړای.

نور بیا...

Related Articles

Dec 04, 2020
2,646 views

بې خوبي او هېښوونکي روغتيايي ستونزې

انسان د ژوند په اوږدو کې استراحت او منظم خوب ته اړتيا لري. که تاسو په مناسبه اندازه خوب و نه کړئ، له ګڼو وژونکو ناروغيو سره به مخ شئ. انسانان په خاصه توګه ځوانه طبقه د بنډارونو، مطالعې، بوختياوو، ستونزو او نورو بېلابېلو عواملو له کبله بې خوبي کوي. يا...

Feb 15, 2022
1,690 views

ایا د اومېندوارۍ پر مهال د ترخو خوړو خوړل د ماشوم لپاره زیان لري؟

لیکنه: شکېبا نادري ایا د اومېندوارۍ پر مهال د ترخو خوړو خوړل د ماشوم لپاره زیان لري؟   اومېندواري د ښځو د ژوند ستونزمن خو په ورته وخت کې یو په زړه پوری پړاو دی. هره ښځه په خپل زړه کې د مور کېدلو هیله لري او غواړي چې خپل خاوند او کورنۍ ته یو وراث و...

Dec 26, 2023
1,810 views

زکام د مخنیوی لپاره ۵ اسانه لاری

د زکام د مخنیوی لپاره ۵ اسانه لاری! د زکام عام اعراض تبه، د سر درد، وچ ټوخۍ، د عضلاتو درد،  بندو درد، د ستونې درد او د پزې څخه د افرازاتو بهیدل دی، هر کال په میلینونو انسانان په زکام اخته کیږی چی د یوی هفتی په جریان کی دوباره جوړیږی مګر د یوشمیر خلک...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,534 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,106 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
26,900 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...