ښکلي عکسونه داسې واخلئ!

R
Riaz Muqamzai
Author
Oct 14, 2021
4 years ago
7,024 views
ښکلي عکسونه داسې واخلئ!

لیکنه ـ ریاض مقامزی

کله چې پخپل کاري ژوند کې ستړيا احساسوو، نو هڅه کوو د کورنۍ له غړو او یا هم له نږدې ملګرو سره ښکلو سیمو ته په چکر لاړ شو. ددې خوندورو شېبو د خاطرو ساتلو لپاره انځور اخیستل تر ټولو ښه انتخاب کېدای شي. مګر د انځور اخیستلو لپاره باید ځينې ټکي په پام کې ونیسو. ددې لیکنې تر پایه پر همدې مهمو ټکو پوهېږئ.

 

لومړی| کیمره مو پاکه کړئ!

د انځورونو تر اخیستو وړاندې باید ځان ډاډه کړئ، چې پر کیمرې مو ګرد او دوړې پرتې نه وي. اکثره خلک انځورونه اخلي؛ خو کله چې له چکره ستنېږي نو په عکسونو کې تتوالی ویني، دا ځکه چې دوی د کیمرې صفایۍ ته پام نه وي کړی.

 د کیمرې د پاکولو لپاره باید له داسې ټوټې کار واخلئ، چې نرمه وي. که له سختې ټوټې استفاده وکړئ، ممکن د ګټې پر ځای یې تاوان ډېر وي.

 

دویم| د موبایل روښنايي

که تاسو په موبایل کې انځور اخلئ. نو هڅه وکړئ د موبایل روښنايي "Brightness" مو "۱۰۰%" کړئ. په دې کار سره مو عکسونه خورا روښانه راځي. البته دا ځانګړنه په ټولو موبایلونو کې نه وي؛ خو بیا هم اکثریت موبایلونه همدا ځانګړنه لري. که غواړئ ښه انځور واخلئ؛ نو د عکس تر اخیستلو وړاندې مو د موبایل روښنايي ډېره کړئ. 

 

درېيم| د لمر لوری وګورئ! 

که په داسې ورځ کې انځور اخلئ، چې اسمان شین وي، نو د لمر لوري ته باید حتما پام وکړئ. عکس داسې واخلئ، چې لمر د انځور اخیستونکي شاته راشي، په دې معنا چې د لمر وړانګې د هغه کس لوري ته وي، چې عکس یې اخیستل کېږي. که داسې و نه کړئ عکسونه به مو ډېر تت، تیاره او بې خونده راشي. 

 

څلورم| د تمرکز نقطه معلومه کړئ!

په انځورونو کې د تمرکز نقطه معلومول خورا اړین وي. په عکسونو کې کله شخص، کله منظره او کله نورې نقطې مهمې وي. نو تاسو باید پوه شئ، چې تاسو څه غواړئ. ددې کار ګټه دا ده، چې ستاسو پام هماغه څيز ته اوړي او په عکس کې د مهم ځای ښه راوستلو هڅه کوئ.

 

پنځم| له طبیعي کرښو استفاده وکړئ!

که په انځور کې معمولي کوږوالي موجود وي، یا هم د منظرې یوه برخه په کې غیر مناسبه راغلې وي نو عکس بېخونده کېږي. ددې لپاره چې انځورونه مو سم راشي طبیعي کرښو ته پام وکړئ. د انځور اخیستلو پر مهال حتما داسې زاویې او کرښې موجودې وي، چې ستاسو د انځور تناسب وساتي. یا که په لنډه توګه ووایم ستاسو انځور له کوږوالي څخه ساتي. د مېز څنډه، د غره لمنه/څوکې، د سړک امتداد، د انسان پر بدن واسکټ، دريځ/سټېج، د کوټې د چت یا لاندینۍ برخه او ګڼې نورې طبیعي کرښې موندلای شو، چې موږ پرې انځور له کوږوالي وساتو. 

 

شپږم| لاس رېږدېدل

که په چکر تللي وئ او عکسونه مو اخیستل نو داسې کس ته کیمره ورکړئ، چې لاسونه یې نه رېږدي. ځکه چې د لاسونو رېږېدل د انځور کیفیت خرابوي. که بیا هم داسې څوک نه وي نو له تيږو او یا ځينو نورو څيزونو ګټه واخلئ چې ستاسو لاس له رېږدېدو وساتي. خو که هڅه وکړئ لاسونه مو له رېږدېدو ساتلای شئ. مثلا د انځور اخیستلو پر مهال تنفس اخیستل بند کړئ او...

 

اووم| ډېر عکسونه واخلئ! 

د انځورونو په اړه مشهوره خبره دا ده، چې انځور اخیستل د شېبو ښکار دی. رښتيا هم همداسې ده. ټول عکسونه ښکلي نه راځي. بهترین عکس هغه وي، چې ښه شېبه پکې ښکار شي. نو کوښښ وکړئ ډېر انځورنو واخلئ او هغه یې له ځان سره وساتئ چې ښکلي راغلي وي.

Related Articles

Apr 25, 2022
2,089 views

وعده!

وايي پاچا د ژمي په يوه سړه شپه له مانۍ د باندې ووت. د راستنېدو په وخت یې یو بوډا عسکر ولید چې رېږدي. پاچا ورته وویل: ساړه خو دې نه کېږي؟   عسکر ورته وويل: هو صاحب!   پاچا ورته وویل: زه اوس مانۍ ته ځم او هورې به امر وکړم چې ښې تودې جامې درته راولېږي...

Jan 01, 2025
1,188 views

کور عایق کول House insulation Pashto

👷  د کور عایق کولHouse insulationایا غواړۍ چې په ګرمۍ کې مو کور یخ وي؟ ایا غواړۍ په یخنۍ کې مو کور ملایم ګرم وي؟ که داسې کور غواړۍ نو ددې ستونزې حل ډیر اسانه او ارزانه دي، د داسې کور د د جوړولو پرمهال په کې عایق وکاروۍ. د عایق په کارولو سره انرژي تو...

Aug 09, 2020
14,697 views

د خپل مخ پوستکی څنګه ښکلی کړو

د خپل مخ پوستکی څنګه ښکلی کړو، چې د هرچا د خوښې وړ وګرځي؟پر پوستکي مختلف داغونه د مختلفو عواملو له امله پیدا کېدی شي لکه د لمر د وړانګو له امله، د ځینو درملو د استعمال له امله او یا کېدای شي د عمر په زیاتېدا سره هم ځینې نښې نښانې را څرګندې شي. په هم...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,688 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,131 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
26,996 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...