To start downloading books

Please sign in or create an account.

Niamatullah Rahimi 3 years ago 1,932
ګلابو - څلورمه برخه

ګلابو - څلورمه برخه

ګلابو (ناول) - #څلورمه_برخه
لیکوال: نعمت الله رحیمي

انجلۍ پهٔ غوصه وویل:
- د موبایل ستونزه بهٔ حل شي خو ستا نه، غرور دې کم کړه زما موبایل بهٔ جوړ شي

غالب ناهیلی بیرته خپل ځای ته راستون شو، شوکت وویل:
- خیر زړه مهٔ خوره له فطرته بدبخت یې

څو شیبې دواړه چُپ وو، شوکت پهٔ خندا شو ویې ویل:
- هههه! هغه شعر ریښتیا ؤ چې دیوالونه چې کاږه شي چپه کیږي تا ولې مخکې نازونه کول انجونې کهٔ ناز وکړي خیر خو هلک ولې ناز وکړي؟

غالب پهٔ غوصه وویل:
- خوشي چټي مشورې راکوې یوه هم ګټه نهٔ کوي

شوکت تک سور واوښت، شیبه وروسته غالب وویل:
- وبښه! یاره غوصه وم

شوکت څهٔ ونه ویل، غالب بیا وویل:
- خیر ده نو ته هم اوس داسې مکوه

شوکت مُسک شو ویې ویل:
- هههه! وګوره ماته دې یو دوه زارۍ وکړې درسره پخلا شوم، همداسې د انجونو سره هم اوسه، یو لوی عالم وايي:
- انجونې د ناز ټوټې دي، او د نړۍ تر ټولو پیاوړی کس هم د ښځې مُسکا ته اړتیا لري

غالب رډ رډ ور وکتل ویې ویل:
- ښه ده، خو! دا لوی عالم څوک ؤ؟

شوکت پهٔ خندا وویل:
- ههه! نور څوک ستا د ماشومتوب ملګری شوکت خان
- ههه ښه خو د ماشومتوب ملګری؟
- هو ما د ماشومتوب ملګری نهٔ درلود هغه هم ته یې اوس وروسته بهٔ هم اوسې

استاد ټولګي ته راغی، د احصائیې ساعت ؤ استاد هوسۍ ته ګوته کړه هوسۍ وویل:
- ما ښایې؟
- هو تاته وایم، تیر درس ووایه

هوسۍ شاته وکتل غالب ته یې پهٔ غوصه کتل غالب نظر ترې غلا کړ ځان یې لهٔ شوکت سره بوخت کړ، استاد بیا غږ کړ:
- ولې غلې یې؟

هوسۍ هیڅ ونهٔ ویل همداسې غلې وه استاد وویل:
- کینه! ټول داسې خدای وهلي یاست له لومړیو ورځو درس نهٔ وایئ

غالب شوکت ته وویل:
- وګوره د همغه لوی عالم مشورې د لاسه خوارکۍ د ټولو مخ کې وشرمیده

شوکت څهٔ ونه ویل، شیبه وروسته استاد وویل:
- دا لپ ټاپ ولې سکرین سره نهٔ وصلیږي څه بې ډیلسپلینه ټولګی مو دی

استاد یوه شیبه غلی شو بیا یې وویل:
- نماینده مو څوک دی؟

یوه انجلۍ پاڅېده ویې ویل:
- نماینده خو مو لا ندی ټاکلی خو ټول غواړي غالب نماینده شي

استاد ټولګي ته یو نظر وکړ ویې ویل:
- غالب څوک دی؟

غالب څه عکس العمل ونهٔ ښود شوکت غږ کړ:
- دا دی غالب

استاد وویل:
- غالبه! نور ته نماینده یې ورشه د پوهنتون د آي ټي له ټیم یو کس راوله چې دا سکرین وصل کړي ستونزه یې لویه ښکاري

غالب له شیبې چوپتیا وروسته وویل:
- استاده! پهٔ دیوال باندې یوه پاڼه ده د آي ټي برخې شمیرې لیکلې زنګ ورته ووهه او زه نماینده ګي نشم کولای
- ښه خو نماینده ګي ولې نهٔ کوې؟
- زه دا د مزدورۍ کار نشم کولای

ټولګي کې ټول پهٔ خندا شول، استاد موبایل له جیب را وباسلو ویې ویل:
- ښه غلي شئ درسي وخت ضایع کیږي زه زنګ ووهم چې یو کس راشي دا بلا وهلی جوړ کړي

څو شیبې وروسته یو کس راغی، لپ ټاپ کې لګیا شو شوکت غالب ته وویل:
- وګوره! دا کس انجونو ته ځان ښایې چې ګواکي زه خو هم یوه پرزه یم

غالب غلی ؤ، هیڅ یې ونهٔ ویل پنځه دقیقې ووتلې کس له لپ ټاپ سر را پورته کړ استاد تهٔ یې وویل:
- نن ګذاره وکړئ، ستونزه یې لویه ښکاري

ددې خبرې سره غالب د واره لهٔ خپل ځای پاڅید د تختې مخې ته ورغی، ایچ ډي اېم آی کیبل یې له لوی سکرین وویست بیرته یې ور واچولو د لپ ټاپ سکرین پر لوی ټلویزیون څرګند شو غالب پهٔ غوصه وویل:
- چا ګمارلی یې؟ داسې ستونزې د سافټویر نه، د هارډویر وي پهٔ ځای ددې چې انجونو ته وګورې یو ځل بهٔ دې کیبل کتلی ؤ

کس غلی ؤ، څه یې ونه ویل او همداسې ولاړ…

لومړۍ ساعت خلاص شو ټول لهٔ ټولګي ووتل وړانګه، شوکت او غالب پهٔ ټولګي کې ناست وو شوکت وویل:
- زهٔ یو وار دباندې ځم زړه مې تنګ شو 

شوکت ولاړ غالب ناست ؤ، شیبه وروسته وړانګه راغله ویې ویل:
- وبښه یو ځل خپل موبایل راکړه
- ولې؟
- یو زنګ وهم زما د موبایل چارج ختم دی

غالب موبایل ورکړ شیبه وروسته د وړانګې لهٔ دستکول د زنګ شړنګهار وخوت غالب وویل:
- دا څه دي؟ چارج نشته

وړانګه مُسکۍ شوه ویې ویل:
- نورې خبرې بهٔ بیا واټسپ کې کوو

ولاړه بیرته پر خپل ځای کښیناسته همدې وخت کې هوسۍ ټولګي ته راغله، شیبه وروسته یې شوکت هم راغی د وخت پهٔ تیریدو ټولګی ډک شو غالب وویل:
- ګوره شوکته ددې انجلۍ نیت راته ښهٔ نهٔ ښکاري
- کومه انجلۍ؟
- همدا وړانګه، اوس یې پهٔ چل زما نمبر واخیست هسې نه ماته بې ځایه هیلې پیدا کړي زه ړوند یم زه بې له خپلې ګلابو بل څوک نهٔ وینم
- نه یاره ته یې مه پریږده چې هیلې وزیږوي مانا دا چې کهٔ یې میسج وکړ له اوله یې سر ور خلاص کړه
- ګورو به چې څه نیت لري

د دوهم ساعت استاد راغی غالب لاس پورته کړ لهٔ استاد یې د باندې تللو اجازه واخیسته کتابتون ته ولاړ څو شیبې غلی ناست ؤ، شیبه وروسته یې له جیب موبایل را وباسلو د واټسپ د میسج شړنګ شو خلاص یې کړ لیکلي وو:
- چیرته ولاړې؟

ژر یې شمیره وکتله خو کومه شمیره چې وړانګې ډایل کړې وه هغه شمیره نهٔ وه بیرته یې یې واټسپ خلاص کړ پر پیغام پاڼه یې ولیکل:
- څوک یې؟

لنډه شیبه پیغام وکتل شو خو څه ځواب یې ورنکړو بیا یې پیغام ولیکلو:
- څوک یې ووایه ګني بلاک کوم دې؟

دا ځل آفلاین شو، غالب موبایل کیښود، لنډه شیبه وروسته یې بیرته را واخیست پروفایل یې خلاص کړ له شمیرې د لاندې لیکلي وو:
- ~ګلابو~

د لنډې شیبې لپاره غالب پهٔ هوا ګرځیدو لهٔ ځانه سره یې وویل:
- آه! زما پام نهٔ ؤ، یو وار دا شوکت نهٔ وي؟

ژر یې واټسپ خلاص کړ یې پیغام یې ولیکو:
- ګوره شوکته! داسې ټوکې مې نهٔ خوښیږي

لهٔ همدې پیغام سره واټسپ آنلاین شو لنډه شیبه وروسته د پیغام ځواب راغی:
- ګلابو.. وبښه هوسۍ د پلار نوم عبدالغفور

د څلورمې برخې پای!

Related Articles

اسلام کې دمبائل استعمال احکام او آداب

په اسلام کې دمبائل استعمال احکام او آداب!راټولوونکى:مولوى عبدالاحد عتيد1ــ که لمانځه کې دمبائل آواز خلاص پاتې وو اودعمل کثيرڅخه پرته دبندولو امکان وو نو په يو لاس دبند کړي اوکه نه وو نو لمونځ د ورته نه ماتوي.شامي ج1ـ 441.2ــ مبائل کې موسيقى اچول حرام دى اوپه کار باندې پيسې اخيستل او ورکول دواړه حرام دي.3ــ عمل کثير ډير تعريفونه لري راحج قول دادى چې...

څو جملې څو کتابه!

ځينې وخت داسې پېښېږي، چې د یو چا له ټولو خبرو او یا یوازې له یوې جملې ډېر اغېزمن کېږو. دا ډول ویناوې، چې موږ ته انرژي او فکر راکوي، زموږ په ژوند کې خورا مهمې دي. تاسو به په دې لیکنه کې د امریکا لویې وچې د ستر لیکوال، شاعر او فیلسوف "رالف والډو امرسن" هغه ویناوې ولولئ، چې هره جمله یې یو درس دی او یو کتاب خبرې لري. خو تاسو باید د هرې جملې له لوستلو و...

د "ملګرو ملتونو" سازمان ولې رامنځته شو؟

ليکنه ـ رياض مقامزی کله چې هم په نړۍ کې لویې پېښې وشي، لوی بدلونونه رامنځته شي، په هېوادونو کې جګړې وي او یا هم غیر تصوري سیاسي بدلونونه رامنځته شي. ورسره سم د نړېوالې ټولنې غوښتنې اورو/لولو. تاسو ته به هم پوښتنه پیدا شوې وي، چې دا څه ډول سازمان دی او کوم کارونه کوي. په دې لیکنه کې پر همدې موضوع خبرې شوي دي.    پېژندنه د "ملګرو ملتونو" اصطلاح د...

Recommended Articles

د وينا پر مهال د وېرې او فشار ختمول

لیکنه ـ ریاض مقامزی دا چې موږ انسانان ټولنيز ژوند لرو، نو اړ یو چې د خپلو اړتياوو او مفکورو د وضاحت لپاره وغږېږو. خبرې کول زموږ د ژوند په هره برخه کې لیدل کېږي. په کور، کلي، دکان، ښار، مکتب، ښوونځي او ګڼو نورو ځايونو کې موږ خبرې کوو او خپل پپغام نورو ته رسوو.   ځينې خلک بیا د خبرو او وينا پر مهال تر وېرې او فشار لاندې وي. نه شي کولای خپل پيغام او...

اعصاب په کومو شيانو کمزوري کېږي

د انسان په وجود کي اعصاب تر ټولو مهمه برخه ده، د انسان ټولي چاري او فعالیتونه د همدغي ناحیې څخه کنټرولېږي.لاندي ځیني مهم ټکي دي چي په پام کي نیول یې د ذهن په سالم ساتلو کي مرسته کو. - د سهار چای نه چیښل:هغه خلک چې د سهار چای نه چیښي په بدن کي یې د شکري اندازه راکښته کېږي، په نتیجه کي یې دماغ ته په کافي اندازه مواد نه ور رسېږي او دماغ کمزوری کېږي....

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د کتاب بازار سوړ شوی، له بهر څخه واریدیدونکي کتابونه محدود شوي دی نو ځکه مې لازمه وبلله د کتاب د نړیو...