د سترس د ټیټوالي څو بېړنۍ لارې.

i
imranghani
Author
Oct 24, 2021
4 years ago
1,806 views
د سترس د ټیټوالي څو بېړنۍ لارې.

لیکنه: فاطمه اعظم د سټرس د ټيټوالي څو بېړنۍ لارې!! 

 

لکه څنګه چې موږ ټول پوهېږو په داسې ټولنه کې ژوند کوو چې د سټرس د زېږېدونکو شرايطو شتون ډېر ممکن دی.

يوازینۍ کار چې موږ کولای شو دا دی، چې هر څومره زر چې کيږي بايد د سټرس زېږېدونکو شرايطو سره جدي برخورد وکړو!! 

 

1* شوخي او خوشالي: 

شوخي د سټرس په ټيټوالي کې يوه بېړنۍ لاره ده.

شوخي او مزاج د خندېدلو له طريقې څخه په مغزو کې د ګټورو کيماوي موادو د ترشح کېدو لامل ګرځي.

ډېر خلک د خندېدو په وخت کې ستاسې په ذهن کې ښه احساس رامنځته کوي، او بېلابېل احساسات لري.

د يوه طنزيه مطالب د لوستلو په وخت کې، که هغه مو که په وار وار سره اوریدلی هم وي، يوه وړه خندا هم ستاسې پر شونډو خوروي په دې وخت کې تاسې له سټرس څخه ډېره فاصله نيسئ.

همداسې يو کميډي فلم ليدل هم ډېر ګټور تمامیږي. 

 

2* تګ او له ځان سره په لوړ غږ خبرې کول: 

 

د چټک تګ او قدم وهلو لپاره له کوره بهر شئ.

هو، له کوره بهر شئ!!

خپل چاپيريال ته مو بدلون ور کړئ.

ازاده هوا تنفس کړئ، د باران، ګلانو او ونو بوی تنفس کړئ.

په دې کاره سره ستاسې احساس تحريک کيږي.

د قدم وهلو پر وخت کې په لوړ غږ له ځان سره خبرې وکړئ، که يو بل ملګری درسره وي له هغه سره خبرې وکړئ.

د سيمې له خلکو سره خبرې وکړئ، پريږده چې ووايي (؟) چې دا څه کوي.

په ياد ولره ستا صحت اړين دی نه د خلکو خبرې!!

 

3* ډېرې اوبه وڅښئ: 

له دې څخه مې مطلب ساده اوبه دي.

نه چای، نه قهوه، نه رډبول  يا د ميوې اوبه يا هم انرژي...

زموږ د بدن ټول غړي د مغزو په شمول، د دې لپاره چې ښه بڼه عمل تر سره کړي اوبو ته اړتيا لري.

که ستاسو بدن د اوبو په کمښت اخته شي، له خپله وسه به کم کار کوئ او همدغه د سټرس د رامنځته کیدو لامل کيږي.

زموږ د ټولنې وګړو کې مامورين د اوبو په کمښت اخته کيږي.

په همدې خاطر د اوبو له څښلو سره د بدن اوبه تامينې کړئ. 

 

4* ويده کېدل او چرت وهل: 

کېدای شي ساده کار نه وي، خو ممکن دی.

افغانانو ته بيا نو بيخي اسانه دی!!!

وړوکی چرت ووهئ چې دا د بدن چارج کولو طبيعي لاره ده.

او همداسې که غرمې لخوا په کور کې ياست ويده شئ.

ډوډۍ څخه وروسته خوب ګټور دی.

د مديترانې او آسيا په ډېرو هيوادونو کې د نېمې ورځې خوب بيخي معمول دی.

د مرکزي امريکا او مديترانې خلک د ورځينيو کارونو په جريان کې د نېمې ورځې خوب له ياده نه باسي. 

 

5* وژاړئ: 

 

د ژړا او اوښکو تویولو په اړه موږ ډېره کم پوهېږو، مګر موږ ټولو د ژړا او اوښکو تویولو اثر د سټرس په ټيټېدو کې تجربه کړی دی.

ژړل او اوښکې تويولو د خپګان په کموالي کې لوی رول لوبوي. 

 

متاسفانه زموږ په ټولنه کې ځلميانو او لویانو کې ژړا د کمزورۍ نښه بولو او هغوي ته ماشومان خطاب کوو، چې دا فکر بلکل ناسم دی.

 

6* ژوره ساه اخيستل: 

 

د کورنیو ډاګټرانو په نامه د یوې امریکایۍ طبي اکاډمۍ طبي څېړونکي وایي چې د ژور خپګان د کمولو لپاره ژوره ساه اخیستنه یو تر ټولو موثره چاره ده. دوی زیاتوي چې د ساه اخیستنې په تکنیک کې اړینه ده،چې په یوه هواره سطحه د ملا په تخته وغځېږئ، یو لاس مو پر معده او بل لاس مو د سینې پر قفس کېږدئ، وروسته په کراره ساه واخلئ او ډاډه شئ، چې د ساه اخیستنې پر مهال معده لږ پورته راشي. وجود ته د هوا له ننوېستو وروسته خپله ساه له یوې تر دوو ثانیو بنده کړئ، بیا د پزې له لارې هوا وباسئ او اجازه ورکړئ چې معده بېرته ښکته لاړه شي. دا عمل څو ځل تکرار کړئ، تر څو لږ هوسا شئ او د سټرس د ډېرېدو مخه ونيول شي. 

 

Related Articles

Jul 24, 2020
2,996 views

آیا کولی شو په یوه شپه کې ټول آسماني انځورونه ووینو؟

زموږ سیاره یا ځمکه هر 24 ساعته وروسته یو ځل پر خپل محور څرخیږي. کله چې د ځمکې د یوې برخې مخ لمر خوا ته وي د ځمکې په هغه برخه کې ورځ وي او نشو کولی له لمر پرته هیڅ ستوری ووینو. کله چې لمر ته یې شا کیږي نو عوام وايي لمر ولوید او شپه شوله. په دې وخت کې...

Jul 23, 2023
1,158 views

په سوداګرۍ د ارزي شتمنيو د کنګل کیدو اغیزې

په سوداګرۍ د ارزي شتمنيو د کنګل کیدو اغیزې  سوداګري او راکړه ورکړه د یوه هیواد د اقتصادي څرخ تاویدو لپاره د یوه لازمي فکټور په توګه منل کیږي افغانستان چې د سوداګرۍ په برخه کې یې تل ستونزې لیدلي دي او له سمندر سره د لارې نه لرلو له امله تل په فشار کې...

Nov 28, 2021
3,085 views

انټرپول پولیس څوک دي؟

لیکنه ـ ریاض مقامزی د نړېوال نظم او سیسټم په چوکاټ کې انټرپول هم یو خورا مهم نوم دی. موږ په دې لیکنه کې هڅه کړې ده، چې تاسو ته ددې ادارې اړوند مهم او موثق معلومات چمتو کړو. د لیکنې تر پایه به پر ډېرو نویو مسایلو آګاه شئ.    نړېوال پولیس څوک دي؟ د...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,691 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,132 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
26,998 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...