د طعنې (پېغور) په اورېدلو مه خوابدي کيږئ!

R
Riaz Muqamzai
Author
Oct 25, 2021
4 years ago
2,838 views
د طعنې (پېغور) په اورېدلو مه خوابدي کيږئ!

ليکنه ـ فاطمه اعظم

 د پرمختګ  او برياليتوب له شرطونو څخه يو هم د خلکو پر خبرو او طعنو غوږ نه نيول دي.
 ځکه په دې نړۍ کې خلک هر څه وايي او زياتره وختونه د اصلاح او هڅونې پر ځای، د ترخو او کږو لغاتونو په استعمالولو سره يو بل ته پېغورونه ورکوي.
 خو بايد په ياد ولرئ چې زياتره نامتو کسان همدغو ترخو، سختو خبرو او پېغورونو سترو مقامونو ته رسولي دي. 
 د چا د پېغور له کبله مه نهيلي کيږئ؛ بلکې هغه د ځان لپاره عبرت وګڼئ او د هغو پر ضد نور هم خپلې موخې ته د رسېدو لپاره هلې ځلې وکړئ.
 له همدې امله خو ويل شوي دي، چې مېوه لرونکو ونو باندې تل د خلکو هجوم وي او په ډبرو يې ولي او د ژوند تر ټولو د خوښۍ شېبې هغه وخت وي، چې تاسې هغه کار ترسره کړئ، چې خلکو به درته ویل چې ته د دې کار کولو وړتيا نه لرې.
 زياتره وختونه د ځينو خلکو پېغورونه د دې لامل ګرځيدلي دي، چې د انسان څخه ستر او نامتو کس جوړ کړي؛ خو دا کار هغه کس کوي چې د چا په بده خبره او پېغور باندې ژر عکس العمل ښکاره نه کړي؛ بلکې ځان ته متوجې شي او کومه نيمګړتيا چې په ځان کې لري، د هغه د بشپړولو هڅه وکړي.
 کله چې چا په کوم کار کې طعنه در کړه کوښښ وکړه هغه پر يوه کاغذ وليکه او هغه کار په سمه توګه ترسره کړه.
 دا د انسانانو ځانګړتيا ده، چې په دې کې د ډېرو کمو خلکو احساسات پارول کيږي او د هغې طعنې د ورکولو لپاره لاس په کار کېږي. 
 د "امام غزالي رحمه الله عليه" په اړه راغلي دي، چې کله د زده کړو تر بشپړولو وروسته بېرته خپل هېواد ته ستنېده، پر لارې غله پرې ور پېښ شول او د ده د کتابونو بکس يې ترې واخيسته.
 امام چې دا حالت وليده؛ نو ورته يې وويل: "په دې بکس کې زما د کتابونو پرته بل هېڅ هم نشته، دا کتابونه ستاسې په درد نه خوري، خو زما په کار دي.
 ما څو کاله د دې پر ويلو تېر کړي دي."
 غله چې د امام خبرې واورېدې، نو بېرته يې بکسه ور وغورځاوه؛ ورته يې وويل: "د داسې علم ګټه څه ده چې کتاب ترې لرې کړې بيا يې هېڅ شی هم په مغز کې نه وي!؟ "
 وايي چې تر هغه وروسته دې پېغور پر امام داسې اغېزه وکړه، چې نوموړي به هره اړينه علمي مسله حفظوله او پای کې ستر امام ترې جوړ شو.
 شېخ خالد ازهري د الازهر په پوهنتون کې کار کاوه/ ساتونکی.
 ده په پوهنتون کې د شپې له خوا څراغونه لګول.
 يوه شپه دی په داسې حال کې چې په لاس کې يې د څراغونو غوړي وو، په پوهنتون کې روان وو، چې ناڅاپه په لاره کې يو سړی پروت و او د ده له لاس څخه غوړي پرې توی شوه.
 هغه سړی ډېر غوسه کېږي او په پسخندي او طعنې په لهجه ورنارې کړي او ورته وايي: ای د الازهر پوهنتون استاده!!!
 د هغه سړي/ کارکونکي دا کلمه ډېره خوښه شي او ورته وايي: زما دې په خدای قسم وي، زه به هرومرو استاد کيږم!
 ويل کېږي چې څو کاله لا نه وو تېر شوي چې هغه د الازهر پوهنتون استاد شو. 

 په ياد ولرئ!
 ځينې وختونه طعنې زموږ او ستاسې په خير وي.
 د کږو لغاتونو/ وييونو په اورېدلي مه خپه کېږئ؛ بلکې خپل کار کوه او په ياد لره چې پر ثمر لرونکې ونې باندې تل د خلکو هجوم وي.

Related Articles

Dec 28, 2020
2,780 views

د مازدیګر خیالونه

ماز دیګرو، د ای-پي-جي- عبدالکلام  کتاب ( ویښ ملت) می لوستلوو، ستړی شوم، کمپیوټرمې بند کړه او بیرون په چکر ووتم. هوا ډیره ښکلي وه؛ څرنکه چې د پسرلي موسم وو، د طبیعت یوه ځانکړي ښکلا او ځلا په سترګو کیده. زه د خپلو نورو ملګرو سره پوهنتون ته نږدی په یو ک...

Jun 26, 2022
1,687 views

!که مرګ غواړې کندز ته ولاړ شه

ليکنه - استاد علم ګل سحر دا متل د کندز ولایت په اویا اتیا کاله مخکې حالت صدق کوي .هغه وخت کندز یو داسې ځای وه ،چې ژوند پکې تفریباً نا ممکن و۔ د هیواد لوی لیکوال او شاعر استاد محمد صدیق پسرلی په یوه راډیویي مرکه کې راته وویل: کندز هغه وخت یوه هیره شوې...

Dec 08, 2021
2,115 views

دا کړنې مو د خپلې لور سره بریالۍ اړیکې ته هڅوي

لیکنه: شکېبا نادري، دا کړنې مو له خپلو لوڼو سره بریالۍ اړیکې ته هڅوي    اولاد که هغه لور وي او یا زوی د بنده ګانو لپاره د خدایﷻ هغه ډالۍ ده چې هېڅکله یې شکر نه شي پر ځای کولای. دا ښکاره خبره ده چې پر مور او پلار خپل ټول اولادونه یعنې هم لوڼې او هم...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,688 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,131 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
26,996 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...