To start downloading books

Please sign in or create an account.

په موبایل کې د غږېدا اړوند مهمې لارښوونې

په موبایل کې د غږېدا اړوند مهمې لارښوونې

لیکنه ـ ریاض مقامزی

په ټولنیز ژوند کې د هرې چارې د ترسره کولو لپاره ځانګړي نزاکتونه او تګلارې وي. ددې آدابو موخه دا وي، چې کارونه په ښه شکل مخ ته لاړ شي او نورو ته د سرخوږي، مزاحمت او بې ادبۍ سبب نه شي. له همدې امله باید د موبایل کارولو لپاره هم ځينې لارښوونې په پام کې ونیسو ترڅو دا چاره په ښه او عالي شکل ترسره کړو. که موبایل کاروئ/غږېږئ دا ټکي تل په یاد ولرئ. 

 

اول| مناسب زنګ وټاکئ!

ځینې خلک د موبایل د زنګ په ټاکلو کې غور نه کوي. په دې معنا چې د خپل موبایل زنګ لپاره ډېر لوړ او مست میوزیک غوره کوي او یا هم برعکس خورا غمجن ساز ټاکي. اصولا دا کار نامناسب دی. ممکن تاسو په جومات کې اوسئ او یا هم له داسې کس سره ناست یئ، چې خفه دی. که پر دې مهال تاسو ته زنګ راشي، کېدای شي مقابل لوري ته یو بد احساس ورکړئ. نو هڅه وکړئ یو مناسب زنګ وټاکئ ترڅو ستاسو شخصیت تر سوال لاندې را نه شي. 

 

دویم| اجازه واخلئ!

که په مجلس کې ناست یئ او موبایل ته مو زنګ راشي، هڅه وکړئ له ناستو کسانو اجازه واخلئ. دا په دې معنا نه ده، چې تاسو دې د هغوی اجازې ته اړتیا ولرئ؛ خو په دې معنا حتما ده، چې ناست کسان د احترام وړ دي او تاسو د هغوی خبرو ته د درنښت په پار دا کار کوئ. که پرته له اجازې راسا موبایل ځوابوئ، ناست کسان د بې اهمیتۍ احساس کوي او هغوی ته د بې ادبۍ په معنا ده.

 

درېيم| ځان معرفي کړئ!

که هر چاته زنګ وهئ له سلام وروسته حتما ځان معرفي کړئ. حتی هغه کسانو ته مو هم ځان معرفي کړئ، چې اکثرا ورسره غږېږئ او ستاسو شمېره ورسره ثبت وي. کېدای شي شمېره ورڅخه پاکه شوې وي، شاید نوم ته یې پام نه شي،یا خپله ناروغ وي او بل څوک یې موبایل ځواب کړي او .... ددې کار ګټه دا ده، چې مقابل لوری مو پېژني. تاسو ته به ستاسو اړوند موضوع شریکه کړي. د خبرو د ګډوډۍ مخنیوی کېږي او د وخت د نه ضایع کېدو سبب به هم وشي.

 

څلورم| د وخت پوښتنه وکړئ!

که تاسو چاته زنګ وهئ د موبایل له ځواب، سلام او ځان معرفي کولو وروسته حتما ترې وپوښتئ چې وخت لري او که نا. دا پوښتنه آن له اوزګارو خلکو هم وکړئ. ممکن په دې وخت کې به بوخت وي او ستاسو له امله یې بل ضروري کار له خنډ او ځنډ سره مخ شي. نو هڅه وکړئ ځان ډاډه کړئ، چې مقابل لوری تاسو ته وخت لري. 

 

پنځم| ورو وغږېږئ!

اکثره خلک فکر کوي، چې په لوړ غږ غږېدا به مقابل لوري ته اواز سم ورسوي؛ خو داسې نه ده. اصلا چې تاسو هرڅومره په عادي ډول غږېږئ هومره مو غږ سم او صفا انتقالېږي. په ټيټ غږ د غږېدا بله ګټه دا ده، چې خپلو شاوخوا ملګرو او یا هم د کورنۍ غړو ته به مو مزاحمت نه وي کړی.

 

شپږم| موبایل خولې ته مه نږدې کوئ

تاسو به هم ډېری خلک لیدلي وي، چې په موبایل کې د غږېدا پر مهال موبایل خپلې خولې ته نږدې کوي. دا ډله خلک فکر کوي، چې په دې کار سره به یې غږ سم انتقال شي؛ خو دا هېروي، چې د موبایل خپل جوړښت داسې دی، که غوږ ته یې ونیسئ هم پخپله مناسب غږ ترلاسه کوئ او هم مو مقابل لوري ته سم غږ ور رسېږي. خولې ته د موبایل په نږدې کولو سره یوازې خپل ځان ساده معرفي کوئ او نوره هېڅ ګټه نه ترلاسه کوئ. 

 

اووم| نوبت ورکړئ!

له نوبت ورکولو څخه یوه موخه دا ده، چې ټولې خبرې خپله مه کوئ بلکې مقابل لوری هم پرېږدئ چې خپلې خبرې وکړي. بله موخه مو دا ده، چې مقابل کس ته د خپلو خبرو پوره کولو اجازه ورکړئ. که تاسو د مقابل لوري نوبت ته درنښت نه کوئ او خبرې یې پرې کوئ حتما به یو بل سم درک نه کړئ او مکالمه به مو بې معنا او یا هم کمه اغېزناکه پای ته ورسېږي.

Related Articles

د کریسمس جشن په اړه پوه شئ!

ژباړه ـ ریاض مقامزی   د میلادي کال د پای په را نږدې کېدو سره په ټولنیزو رسنیو کې له ګڼو پوسټونو، انځورونو او لیکنو سره مخ کېږو، چې د کریسمس جشن په اړه خبرداری راکوي. شاید تاسو ته هم ددې جشن په اړه ګڼې پوښتنې پیدا شوې وي. موږ همدې ضرورت ته په کتو دا لیکنه چمتو کړه، چې ستاسو په عمومي معلوماتو کې به یوه ښه اضافه وي.   د کریسمس کلمه   دا کلمه د لومړ...

نړۍ او ژوند

  لیکنه: وقار ابراهیمي اوسنۍ نړۍ د انسان لوړتيا او آرامه د بل انسان په ماتیدلو او غورځولو کې نغاړلې ده، چې په دې انسانانو کې ځینې وخت موږ او تاسو هم د نورو د ناوړه او ژوند ځورونکي هدفونو ښکار کېږو؛ یا په ځینې خپله موږ او تاسو د طبیعت بې انصافي له امله اړ کېږو؛ چې د نوروځورولو، کینې، او غچ اخېستلو ته لېواله شو.    د هر انسان هدف برترۍ او په ژوند...

قسطنطنیه تاریخ 

#قسطنطنیه_تاریخ  د بازنطینې سلطنت په تاریخ کی د روم دارالخلافه قسطنطنیه اوسنی استامبول (ترکیه) 24 ځلې محاصره شوی ده، په 1204 میلادي کال باندي د څلورم صلیبي جنګ په جریان کې لومړی ځل پدغه ښار باندي د یورپ عیسایان قابض شول، په اسلامي تاریخ کې لومړی ځل دغه ښار د حضرت عثمانِ غني رضي اللّٰه عنه په خلافت کې محاصره شو ، دوهم ځل په 674 میلادي کال باندي د ح...

Recommended Articles

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا رټل کېږي او د جرات ماده یې په هماغه کوچني والي کې مړه کېږي.   ځينې خلک بیا خپل جرات په هماغه کوچني...

د حافظې د پیاوړتیا څو لارې

هغه حقیقت چې د عمر په زیاتېدو سره حافظه له منځه ځي، دلیل نه شي کېدای چې ونه شو کولی د له منځه تللو طریقه یې ډېره سسته کړو. څېړنو ښودلې ده چې موږ کولی شو د امکان تر حده حافظه وساتو، اجازه راکړئ دغه عملي لارې وسپړو.  د حافظې د قوي کېدلو څو لارې  ژور فکر وکړئ چې فعاله حافظه مو بهتره شي: فعاله حافظه تقریباً ستاسو د مغز د یادښت کتابچه ده، چېرته چې نوي...

د وينا پر مهال د وېرې او فشار ختمول

لیکنه ـ ریاض مقامزی دا چې موږ انسانان ټولنيز ژوند لرو، نو اړ یو چې د خپلو اړتياوو او مفکورو د وضاحت لپاره وغږېږو. خبرې کول زموږ د ژوند په هره برخه کې لیدل کېږي. په کور، کلي، دکان، ښار، مکتب، ښوونځي او ګڼو نورو ځايونو کې موږ خبرې کوو او خپل پپغام نورو ته رسوو.   ځينې خلک بیا د خبرو او وينا پر مهال تر وېرې او فشار لاندې وي. نه شي کولای خپل پيغام او...