لرغوني ځایونه، چهل زینه

i
imranghani
Author
Nov 09, 2021
4 years ago
2,781 views
لرغوني ځایونه، چهل زینه

لیکنه: شکېبا نادري، لرغوني ځایونه؛ چهل زینه

کندهار د افغانستان له هغو ولایتونو څخه دی، چې د تاریخ په اوږدو کې د خپل موقعیت په خاطر د بېلابېلو واکمنیو ترمنځ د جنګ میدان ګرځېدلی دی، خو له نېکه مرغه زموږ غیرتي خلکو پردیو ته د دې اجازه نه ده ورکړې چې زموږ د ګران هېواد افغانستان دا با ارزښته برخه زموږ له نور هېواد څخه جلا کړي، تل یې د دې ځای د بیا نیولو هڅه کړې وه او پردیو ته یې پرې نه ښودله، سر بېره پر دې کندهار زموږ د هېواد له هغو ولایتونو څخه دی چې ډېر لرغوني او پخواني ځایونه لري چې یو له دې ځایونو څخه چهل زینه ده چې موږ په دې لیکنې کې ورباندې خبرې کړې دي.

 که تاسو هم غواړئ د دې لرغوني او فرهنګي ځای په اړه معلومات تر لاسه کړئ زموږ لیکنه تر پایه ولولئ!

 

چهل زینه چې د کندهار ولایت له لرغوني، دیني او فرهنګي ځایونو څخه یو ځای دی، دا ځای د ظهیر الدین محمد بابر شا د واکمنۍ پر مهال ۹۲۸ کال د کندهار له دویم ځل فتحې څخه وروسته د جوړېدو کار پیل شو او په ۹۵۳ کال کې یې وروسته له ۲۵ کلونو څخه د ځینو ستونزو له امله له یوې اوږدې مودې وروسته کار پای ته ورسېدو، د دې زینو د دواړو خواوو کټارې د غازي امان الله خان د واکمنۍ پر مهال د ده د مېرمنې ملکه ثریا په واسطه جوړې شوې.

چهل زینه د کندهار ولایت لودیځې خوا د قیتول (سرپوزه) د غره پر سر موقعیت لري،

د دې فرهنګي ځای اصلي نوم رواق جهان نما دی خو اوس یې خلک د چهل زینې په نامه پېژني.

د دې ځای جوړښت په داسې ډول دی، د غر تر سر پورې د څلوېښت زینې جوړې شوې دي چې د زینو پر سر کې د یوه غار په څېر یوه خونه شتون لري، په دې خونه کې د هندي او اسلامي معمارۍ اصیلې بېلګې کارول شوې دي چې دې خونې ته یې ډېره ښکلا وربښلې ده

په دې ځای کې ډېرې کتیبې (هغه ډبرې چې ورباندې لیکنې شوې وي) پیدا شوې دي د فردوس مکاني بابر شا، میرزا کامران، میرزا عسکري او میرزا هندال په نومونو  پیدا شوې دي، وروسته له دې چې بابر مړ شو او زوی یې همایون واکمنۍ ته ورسېد، په دې وخت کې کندهار د صفویانو او ګورګانیانو تر منځ د جنګ په میدان اوښتی و، نو ځکه په دې کتیبو کې د همایون څخه یادونه نه ده شوې هغه لیکنې چې په چهل زینه کې پیدا شوې په نستعلیق لیک او پارسي ژبې باندې لیکل شوې دي چهل زینه له دريو برخو څخه جوړ شوی ځای دی دننه برخه، دا هغه ځای دی چې سر یې پټ دی مستطیلي شکل لري چې درې مېټره اوږدوالی او دوه مېټره بر لري، دویمه برخه چې د چهل زینې څخه بهر د یو کټ په بڼه کېښودل شوی دی، اوږدوالی یې تر پینځو مېټرو او لوړوالی یې تر څلورو مېټرو رسیږي، درېیمه برخه یې هم د یو تخت په بڼه جوړه شوې ده چې دا زینې یې له غره سره وصل کړې دي. 

چهل زینه هم د نورو لرغونو ځایونو په څېر د ویجاړېدو په حال کې دی هیله ده چې ورته پاملرنه وشي!

Related Articles

Feb 26, 2021
4,311 views

مرخېړي کومې روغتيايي ګټې لري؟

مرخیړیوته دپښتنو په بیلا بیلو سیموکې خریړي ،خامیړي ، خار میري ،خرړي ،ستوری ، دوړنګ ،ډينګرۍ، ايرړۍ،ګو بلکه ،خرمره ،مار پوچکي،خوټوری ـ خوړخوړکی ،کټوخی ـ کوړکوچک ، ځمکۍ غوښه ،پوڅکۍ ،پو چکۍ

Jul 22, 2021
3,319 views

هاینریش هاینه وپېژنئ!

لیکنه ـ ریاض مقامزی   په نړۍ کې ډېر شمېر شاعران تېر شوي او لا هم دا لړۍ روانه ده؛ مګر د ګوتو په شمار شاعران او لیکوال پر نړيوال دريځ ځان څرګندوۍ. یو له دې نوموتو شاعرانو څخه د المان ستر شاعر "هاینریش هاینه" دی. تاسو به په دې لیکنه کې د نوموړي په اړ...

Mar 09, 2023
1,266 views

انجینرۍ اړین لنډیزونه

  د انجینرۍ اړین لنډیزونه CIVIL ENGINEERING ABBREVIATION: The common abbreviation used in civil engineering are as following:----------------------------------------------- A.A.S.H.T.O – American Association of state highway Transport Official....

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,834 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,163 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,102 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...